سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د اسټرالیا بیګ باش ۲۰ اوریزه لیګ سیالۍ پیل شوې

اعلان

د اسټرالیا د کورني کرکټ ۲۰ اوریزه بیګ باش سوداګریزې سیالۍ نن د آډلایډ ‍سټرایکرز او بریسبان هیټ لوبډلو ترمنځ په لمړۍ سیالۍ سره پیل شوې.

د بیګ باش په نوم ۲۰ اوریزه کرکټ لیګ تجارتي سیالیو ته د کرکټ مشهوره پیاوړي لوبغاړي رسیدلي، چې پکې درې افغان لوبغاړي هم شامل دي.

په دغه سیالیو کې آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز ګډون کوونکې لوبډلې دي.

د اسټرالیا د کورني کرکټ غوره لیګ یا بیګ باش ۲۰ اوریزه تجارتي سیالۍ د لمړي ځل لپاره د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ ترسره شوې، چې پکې سډني سیکسرز د لمړي ځل اتلولي خپله کړې وه.

په ټوله کې ۳ ځل پرت سکارچرز، یو ځل بریسبان هیټ، سډني سیکسرز، سډني تندرز او آډلایډ سټرایکرز لوبډلو د اتلولۍ جام ګټلی دی.

دغه سیالۍ به د ۶۱ ورځو دوام وروسته د راتلونکې ۲۰۱۹ م کال فیبرورۍ میاشتې تر ۱۷ مې نیټې پورې دوام وکړي.

د ۸ م پړاو دغه ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې له افغانستان څخه محمد نبي عیسی خیل د مبلرن رینیګیډز او راشد خان د آډلایډ سټرایکرز لوبډلې په ګټه د دویم ځل لپاره، خو ځوان مجیب الرحمن د لمړي ځل لپاره د بریسبان هیټ لوبډلې سره یو ځای شوی دی، چې نن د راشد خان خلاف سیالۍ کې مخ دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی