سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

اسټرالیا: راشد خان بیا پخوانی کار وکړ

اعلان

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشهوره لوبغاړی راشد خان، چې د کرکټ نړۍ نږدې په هر لیګ کې ولوبید؛ دویم ځل لپاره اسټرالیا ته تللی دی.

نوموړی د اسټرالیا د بیګ باش په نوم ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د لوبیدو په موخه د آډلایډ سټرایکرز لوبډلې سره ملګری شوی دی، چې په لمړۍ لوبه کې یې بهترینه لوبه ترسره کړه.

راشد خان د نن ورځ په سیالۍ کې یو ځل بیا پخوانی کړنه ترسره کړه، چې په ځلونو یې تکرار کړی دی.

راشد خان چې د خپل شرټ (کمیس) نمبر یا شمېره یې هم ۱۹ ده، په ۲۰ اوریزه سیالیو کې څو ځلې لیدلی شوی، چې په خپلو ۴ اورونو کې یې مقابلې لوبډلې ته ۱۹ منډې ورکړې دي.

د بیګ باش په سوداګریزو سیالیو کې نن هم نوموړي د ۴ اورونو په ترسره کیدو د ۳ لوبغاړو په سوځولو سره د بریسبان هیټ لوبډلې ته ۱۹ منډې ورکړې.

له دې وړاندې هم نوموړي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ترڅنګ د هندوستان د «آي پي ایل»، همدې «بیګ باش» او نورو لیګونو کې د ۴ اورونو توپ اچونې وروسته ۱۹ منډې ورکړې دي.

د اسټرالیا د کورني کرکټ ۲۰ اوریزه بیګ باش سوداګریزې سیالۍ نن د آډلایډ ‍سټرایکرز او بریسبان هیټ لوبډلو ترمنځ په لمړۍ سیالۍ سره پیل شوې، چې ورته د افغان لوبغاړو په شمول د کرکټ مشهوره پیاوړي لوبغاړي اسټرالیا ته رسیدلي دي

په دغه سیالیو کې آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز ګډون کوونکې لوبډلې دي.

د کرکټ دغه ۲۰ اوریزه تجارتي سیالۍ به د ۶۱ ورځو دوام وروسته د راتلونکې ۲۰۱۹ م کال فیبرورۍ میاشتې تر ۱۷ مې نیټې پورې دوام وکړي.

د راشد خان ترڅنګ په دغه سیالیو کې محمد نبي عیسی خیل د مبلرن رینیګیډز او مجیب الرحمن د لمړي ځل لپاره د بریسبان هیټ لوبډلې سره یو ځای شوی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی