سپورټ نړیوال کرکټ

آدلایډ سټرایکرز د بیګ باش لمړۍ بریا خپله کړه

اعلان

د اسټرالیا د کورني کرکټ بیګ باش ۲۰ اوریزه سوداګریزې سیالۍ د تیر کال اتلې آډلایډ ‍سټرایکرز لوبډلې په بریا سره پیل شوې.

د دغه لیګ په لمړۍ سیالۍ کې اډلایډ سټرایکرز لوبډله د بریسبان هیټ خلاف په لمړۍ لوبه کې مخ وه، چې د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې بریسبان مقابلې سټرایکرز لوبډلې ته د ۱۴۷ منډو هدف ورکړ، خو بریسبان لوبډلې سټرایکرز له بریا ایساره نشوه کړه.

په سیالۍ کې د بریسبان لوبډلې لپاره لوبډلمشر کریس لین ۳۳ او افغان مجیب الرحمن ۲۷ زیاتې منډې جوړې کړې، خو د سټرایکرز په بریا کې د راشد خان ۳ ویکټو او الیکس کیري ۷۰ منډو مهم رول ولوبوو.

د سبا ورځ په دویمه سیالۍ کې ملبرن رینګیډز لوبډله د پرت سکارتچرز سره میدان ته ښکته کیږي.   

په دغه سیالیو کې آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز ګډون کوونکې لوبډلې دي.

د دغه سیالیو په تیر ۷ م پړاو کې د نن ورځ ګټونکې آډلایډ سټرایکرز لوبډلې د اتلولۍ جام ګټلی، چې په روان سیزن کې به ترې هم د دفاع هڅه کوي.

په تیرو ۷ پړاونو کې ۳ ځل پرت سکارچرز، یو ځل بریسبان هیټ، سډني سیکسرز، سډني تندرز او آډلایډ سټرایکرز لوبډلو د اتلولۍ جام ګټلو ته رسیدلې دي.

په دې لوبو کې له افغانستان څخه محمد نبي عیسی خیل د مبلرن رینیګیډز او راشد خان د آډلایډ سټرایکرز لوبډلې په ګټه د دویم ځل لپاره، خو ځوان مجیب الرحمن د لمړي ځل لپاره د بریسبان هیټ لوبډلې سره لوبیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی