مخکښان

ستر رهبران څنګه بریالۍ اړیکې ټینګوي؟

اعلان

ژباړه: عطا محمد میاخېل

تر کله چې د اغېزمنې اړیکې مهارت ته لاسرسی پیدا نه کړئ، نو نه شئ کولای، چې په یوه ستر رهبر باندې بدل شئ، البته زموږ موخه دا نه ده، چې ډېرې خبرې وکړئ. په هغه کس باندې د بدلون لپاره، کوم چې د اغېزمنې اړیکې د ټینګښت وړتیا لري، کولای شئ داسې تصور وکړئ، چې نړۍ ستاسو لپاره د یوه پوهنتون په څېر ده او تل باید په هغې کې بېلابېل څیزونه زده کړئ، حتا له هغه څه څخه ډېر څیزونه کوم چې کولای شئ، په پوهنتون کې یې زده کړئ. په پوهنتون کې زده کوئ، چې په کلمو، د ژبې په دستور، بیان، شخصیت او نورو ….. باندې تمرکز وکړئ، خو ډېر زیات ټکي شتون لري، چې باید زده یې کړئ، ترڅو وکولای شئ، د یوه رهبر رول ولوبوئ.

په یوه ستر او بریالي رهبر باندې د بدلون لپاره، باید په ځان کې د اغېزمنې اړیکې څو ځانګړتیاوې وروزئ او له هغو څخه په ګټه اخیستنې سره، په خپلو اړیکو کې غوره پایلې ته ورسېږئ. د دې موخې لپاره د نړۍ د سترو رهبرانو چلند تر ارزونې لاندې نیول شوی دی. د اغېزمنې اړیکې مهارت، بریا ته د لاسرسي لپاره یوه اړینه ځانګړتیا ده او د افرادو او ډلو ترمنځ یو مهارت ګڼل کېږي. هر پوهه او مهارت هغه مهال ارزښتمن دی، چې د پراختیا شونتیا ولري.

یوه له هغو ګډو ځانګړتیاوو څخه، چې د اغېزمنې اړیکې د ټینګښت وړتیا لرونکي افراد یې لري، موقعیت پېژندنه او د ډېرو معلومات لرل دي. د اغېزمنې اړیکې په ټینګښت کې تر ټولو زیات هغه کسان بریالي دي، چې تر ډېره غوږ نیسي او هر څه ته په ځیرکه او هوښیارانه توګه ګوري. د هغوی تر ټولو غوره کسان هغه دي، چې په شخصیت پېژندنه کې ځانګړې وړتیا لري، هغوی دا وړتیا لري، چې د نورو خوی، عادت او چلند ته په پام سره د هغوی خصوصیات او شخصیتي ځانګړتیاوې معلومې کړي. دا افراد له بدني ژبې سره په بشپړه توګه آشنایي لري، له بېلابېلو مسایلو سره د هغوی د چال چلند په اړه وړاند وینه کوي او په دقیقه توګه پوهېږي، چې هر فرد څنګه په ټولنیزو اړیکو کې خپلې اندېښنې څرګندوي.  د اغېزمنې اړیکې د ټینګښت د ځانګړتیا لرونکي افراد، نه یوازې په دې باندې پوهېږي، چې په دوی پورې تړاو لرونکی چاپېریال وپېژني، بلکې د دې وړتیا هم لري، چې له خپل شاوخوا چاپېریال سره ځانته سمون ورکړي. دا افراد ډېره لوړه هیجاني هوښیارتیا لري، ځکه چې پوهېږي، له خپل شاوخوا چاپېریال سره له لانجې، شخړې او جګړې پرته یې ومني. توپیر نه کوي، چې مقابل لوری یې څوک دی. هغوی دا مهارت لري، چې د هر ډول ځانګړنې او چلند لرونکي فرد یا ډلې سره اړیکه ټینګه کړي.

هغو ټولو ځانګړتیاوو ته په پام سره، چې د اغېزمنې اړیکې د ټینګښت د وړتیا لرونکو افرادو په اړه وویل شول، دم ګړۍ دې ته متوجه کېږئ، چې په دې برخه کې مو مهارتونو  پراختیا موندلې او کولای شئ په هغه فرد باندې بدل شئ، چې د اغېزمنې اړیکې مهارت لري او که نه؟

باید وکولای شئ، له نورو سره په خپلو اړیکو کې، له هغو ۱۰ رازونو څخه، چې لاندې پر رڼا اچول کېږي، ګټه واخلئ:

دوه مخي توب مه کوئ

پرته له شکه د هیچا نه خوښېږي، چې له هغه چا سره اړیکه ټینګه کړي، چې پرې باور نه لري. که کارمندان داسې احساس وکړي، چې مدیر یې د باور وړ دی، نو له هغه څخه ملاتړ کوي او ټول هغه ګواښونه او خطرونه، چې په دې تګلوري کې شتون لري، مني یې؛ خو که مدیر دوه مخی او کمزوری شخصیت ولري او ځان ښودنه یې ښکاره شي، نو کارمندان نه شي کولای، هغه ډول، چې اړینه ده، پرې اعتماد وکړي. باید په دې باندې پوه شئ، یوازې هغه وخت اعتماد او باور رامنځته کېږي، چې رښتینی چلند وکړئ، هوښیارانه تفکر ولرئ او په خپله تصمیم نیونه کې پرېکنده واوسئ، کله چې اعتماد شتون ولري، بښنه او همغږي هم شته، په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ، هغه افراد، چې پرې اعتماد لرئ، وې بښئ؛ خو په احتمالي توګه نه شئ کولای، چې په آسانۍ سره هغه کسان وبښئ، کوم چې پرې اعتماد نه لرئ.

صمیمي اړیکه ټینګه کړئ

د صمیمي اړیکې لرل په دې مانا نه دي، چې اجازه ورکړئ، مقابل لوری مو ستاسو په اړه په هرڅه باندې پوه شي؛ د دې کار لپاره هېڅ اړتیا نه شته، خو مهمه ده، چې له افرادو سره مو اړیکه دوه اړخیزه وي، نباید یوازې تاسو خبرې وکړئ، بلکې پرېږدئ، چې کارمندان داسې احساس وکړي، چې هغوی ته ارزښت ورکوئ، کله چې له هغوی سره صمیمي اړیکه ولرئ، نو خبرې اترې به مو اغېزمنې او په زړه پورې وي. خلک تر کله چې په دې باندې ډاډه نه شي، چې هغوی او احساساتو ته یې ارزښت ورکوئ، نو ورته مهمه نه ده، چې څومره معلومات لرئ او څه غواړئ.

د کار و بار د پخواني موډل نظریه وایي: مدیران باید تر شوني بریده له کارمندانو سره واټن ولري؛ دا په دې مانا ده، چې له نورو سره د مدیر مقام او توپیر ته ارزښت ورکړل شي؛ خو زما نظر دا دی، چې واټن اخیستل اجازه نه ورکوي، چې اړیکه خپله رښتینې بڼه ولري. که خپلې اړیکې ته له خپلو دوستانو او کارمندانو سره پراختیا ورنه کړئ او واټن واخلئ، نو په ذهن کې به یې څه تېرېږي او هغه وخت به ترې خبر شئ، چې په هره اړیکه کې د هر ډول اقدام لپاره، نوره ناوخته شوې ده.

ښکاره او ساده خبرې وکړئ

د یوه مشخص، روښانه، کره او دقیق شخصیت لرل، له پېچلي شخصیت څخه ډېر غوره دی، ټول خلک له پېچلو او مرموزو شخصیتونو سره د مخامخ کېدو پرمهال ډېر کم د خوندیتوب احساس کوي، نو پرځای د دې چې په خپلو اړیکو کې داسې چلند وکړئ، چې مقابل لوری مو داسې احساس وکړي، چې د هغه د سر درګمه کولو په لټه کې یاست، ترڅو هر څه ترې واخلئ، نو دا زده کړئ، چې هېڅ اړتیا نه شته، چې له مقابل لوري سره لوبې وکړئ، ترڅو له هغه سره په سیالۍ کې بریالي شئ. په خپلو اړیکو کې خپلې موخې په پام کې ونیسئ او هڅه وکړئ، چې ټولو ته یې ورسېږئ، خو په کومه اندازه چې خپلو موخو ته ارزښت ورکوئ، د نورو موخو ته یې هم ورکړئ، هڅه مه کوئ، چې په له بریده زیاتې وینا او د مقابل لوري په سر درګمه کولو سره، خپلو موخو ته ورسېږئ. مهمه مسئله ده، که که تل رښتیني واوسئ او په مستقیمه توګه په اصلي موضوع باندې خبرې وکړئ، نو د اړیکې د ټینګښت لپاره به ډېر زیات چانس ولرئ او حتا د اورېدونکی لېوالتیا لا پسې ډېرېږي، چې ستاسو خبرو ته غوږ ونیسي؛ خو که هرڅومره څنګ لوري غوره کړئ، نو د خبرو وخت به اوږد او ستړی کوونکی شي او مقابل لوری به ډېر کم ستاسو خبرو ته غوږ ونیسي.

نور تر اغېزې لاندې راولئ

پیاوړي او ځواکمن افراد د اغېزمنې اړیکې د ټینګښت په برخه کې، یوازې په زده کړې، د مهارتونو او معلوماتو په ترلاسه کولو باندې تمرکز نه کوي؛ بلکې  د نظریو د لېږدونې، د تمو په لومړیتوب بندۍ، د الها بښونکو اقداماتو او د خپلو لیدلو لورو د پراختیا په برخه کې هم ځانګړی مهارت لري. تل په یاد ولرئ، چې په مقابل لوري باندې د اغېز ښندنې راز، د یوه پاک او سپېڅلي زړه لرل دي. که هر څومره په خپلو اړیکو کې له نورو سره په مرسته کولو باندې تمرکز وکړئ ( هغوی ته ډېره انرژي ورکړئ، ترڅو وغواړي تاسو ته انرژي درکړي ) بریالي به شئ. باید د یوې سمې اړیکې د ټینګښت په لټه کې شئ، ښایي داسې فکر وکړئ، چې د مقابل لوري غوښتنو ته په ارزښت ورکولو سره، له تاسو څخه بده ګټه اخیستل کېږي؛ خو باید پوه شئ، که تل د توازن ساتلو ته پام وکړئ، نو ښه پایله به ترلاسه کړئ او هېڅکله داسې احساس نه کوئ، چې له تاسو څخه بده ګټه اخیستل شوې ده.

پرانیستی ذهن ولرئ

په ډېری مواردو کې د فکر په پخوانۍ بڼه باندې ټینګار کول، چې کلونه کلونه مو ورسره ژوند کړی دی، موږ به له نویو فرصتونو څخه لرې کړي. د اغېزمنې اړیکې په ټینګښت کې د یوه بریالي او ماهر رهبر ځانګړتیا، د نویو نظریو او آیډیاو په وړاندې نه درېدل دي، دا رهبر په ډېرې مینې او لېوالتیا سره، په دې لټه کې دی، چې د نویو نظرونو او موضوعاتو د منلو لپاره خپل ذهن چمتو کړي، ترڅو وکولای شي د اړتیا په صورت کې د مقابل لوري خوښي او رضایت تر لاسه کړي او هغه له ځانه سره مل کړي. واقعاً د حیرانتیا ځای دی، چې ځینې کسان له مخالفو لیدلورو څخه وېرېږي؛ په داسې حال کې چې له یادو نظرونو سره باید مینه او لېوالتیا څرګنده کړي او له هغو نظرو څخه خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کې ګټه واخلي، ځکه چې هر نوی نظر د فرد په ذهن کې د پام وړ موضوع په اړه یوه نوې کړکۍ پرانیزي. له هغو کسانو سره پرانیستې خبرې اترې ولرئ، کوم چې له تاسو سره، سر و کار لري، اجازه ورکړئ، چې تاسو وننګوي، ترڅو د همدې شخړو او لانجو په پایله کې پرمختګ وکړئ. په یاد مو وي، مهمه نه ده، چې له تاسو سره همغږي یا مخالف واوسي، مهمه داده، چې هغوی ته دا څرګنده کړئ، چې غواړئ، په صبر، زغم او حوصلې سره یې خبرو ته غوږ ونیسئ. په پرانیستي ذهن له افرادو سره  خپل نظر شریک کړئ او د هغوی نظرونو ته هم غوږ ونیسئ او هڅه وکړئ، چې له یو بل څخه ډېر څه زده کړئ.

کمې خبرې وکړئ او ډېر غوږ ونیسئ

دا چې یوازې تاسو خبرې وکړئ، په دې مانا نه ده، چې یوې مکالمې ته داخل شوي یاست او خبرې اترې پیل شوي دي، د خبرو اترو تر ټولو دودیزه او مشهوره بڼه په خپله خبرې کول او دغه راز د مقابل لوري خبرو ته په غوږ نیولو سره رامنځته کېږي، نه د یوې وینا په لړ کې، کله چې له ځانه سره د خبرو کولو په حال کې یاست. زده کړه په خبرو کولو سره نه شي ترلاسه کېدای؛ ځکه په دې حالت کې یوازې معلومات لېږدوئ او هېڅ څیز نه ترلاسه کوئ، چې په زده کړو مو ور زیات شي، نو له همدې امله لږې خبرې وکړئ او ډېر غوږ ونیسئ، ترڅو د اغېزمنې اړیکې د مهارت د ترلاسه کولو لپاره لومړی ګام پورته کړئ.

همغږي او یو والی رامنځته کړئ

زه ډېر زیات بریالي رهبران پېژنم، چې په دې باور دي، انسان نباید خپلې اخلاقي او دنننۍ ځانګړتیاوې له کوم څه سره بدلې کړي. یوه اغېزمنه اړیکه هغه مهال ټینګېدای شي، چې له مقابل لوري سره همغږي او یووالی رامنځته شي، نه له هغه سره کبر او غرور وشي. باید په دې باندې پوه شئ، له همغږۍ او یو والي سره مل اړیکه، د دننني اصالت او روڼتیا ښکارندویي کوي، چې نن ډېر کم د افرادو او ټولنو ترمنځ لیدل کېږي. هر څومره، چې د ښېکلو لورو اړیکه د ځان غوښتنې پر بنسټ ولاړه وي، نو په همغه اندازه به اړیکه ماتېدونکې وي. زموږ په اړیکو کې د دې متقابل اصل درک او پېژندنه د دې سبب ګرځي، چې غوسه په درنښت او شک په اعتماد باندې بدل شي.

یوازې لیدلو څیزونو ته پام مه کوئ  

د اغېزمنې اړیکې یو له رازونو څخه دا دی، چې نا لیکل شوي څیزونه هم ولولئ، په دې مانا یوازې هغو څیزونو ته پام مه کوئ، کوم چې وینئ یې. باید لوړ درک ولرئ، هرڅه نباید وویل شي. د ځینو مسایلو او افرادو په اړه باید په نا ویلې بڼه پوه شئ. د یوه ستر او بریالي رهبر ټولې ځانګړنې په خپل ذهن کې مجسمې کړئ؛ هغوی د نه ویل شویو، نه اورېدل شویو څیزونو او هغه څه چې شاهد یې نه و د درک لپاره فوق العاده وړتیا لري، دا دې ته ورته کېږي، چې کولای شئ د یوې لیکنې د کرښو ترمنځ سپین ځایونه هم ولولي، نو په دې باندې پوه شوي، چې بریا ته د رسېدو تګلوری، له افرادو او ټولنې څخه د واټن اخیستلو په مانا نه ده، د څو دقیقو لپاره خوله او سترګې مو پټې کړئ او ښه غوږ ونیسئ، له دې څخه چې نوي څیزونه درک کولای شئ، حیران به شئ.

د بحث وړ موضوعاتو باندې بشپړ واک ولرئ

د کومې موضوع په اړه، چې غواړئ خبرې وکړئ، نو په تړاو یې اړین معلومات ترلاسه کړئ ( حتا که د خبرو کولو پرمهال، له ټولو معلوماتو څخه ګټه هم وانخلئ). که مقابل لوری داسې احساس وکړي، چې د خپلې وینا د موضوع په اړه کافي معلومات نه لرئ، لېوالتیا نه لري، چې خپل وخت ستاسو په اختیار کې درکړي. ډېری بریالي کسان لېوالتیا نه لري، چې د هغه چا خبرو ته غوږ ونیسي، کوم چې د دوی په پوهه او معلوماتو باندې کوم څه نه ور زیاتوي.

هرومرو به مو اورېدلي وي، چې وایي، دا چې څه وایئ مهمه نه ده، بلکې مهمه داده، چې څنګه یې وایئ؛ خو اوس غواړم تاسو ته ووایم، په بشپړه توګه او ډېره مهمه ده، چې تاسو څه وایئ، د اغېزمنې اړیکې د ټینګښت مهارت لرونکي افراد، دې ته چې څه وایي او څنګه یې وایي، ارزښت ورکوي او همدا مسئله د دې سبب ګرځي، چې په ډېر خبرې کوونکي فرد باندې بدل نه شي.

د ډلې ټولو غړو ته ارزښت ورکړئ

مدیران تل د ډلې له غړو سره، ځانګړې اړیکه نه لري، نو یو فرد د اغېزمنې اړیکې د ټینګښت په مهارت سره باید وکولای شي، چې په خبرو او چلند کې نرمښت ولري، باید وکولای شي، له ټولو هغو کسانو سره، چې په صالون کې ناست دي، په ډېرې آرامۍ خبرې وکړي، داسې چې هر فرد باید داسې احساس وکړي، چې له ده سره خبرې کېږي. که په داسې یوه ځای کې حضور لرئ، چې په هم مهالې توګه له ټولو افرادو سره په خبرو بوخت یاست، باید وکولای شئ، چې اړین باور تر لاسه کړئ او د افرادو پام ځانته را واړوئ. د پوهاوي او سمې اړیکې لرل، د بریالیو تعاملاتو کیلي ده.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل