کلتور او هنر

د بیګ باس په پروګرام کې ډپیکا له شري سانت نه سیالي وګټله

په هندوستان کې د زیاتو مینوالو لرونکی ټلویزیوني پروګرام[بیګ باس(Big Boss)] شو ۱۲ پړاؤ کې د فلم لوبغاړې ډپيکا کاکړ خپل حریف او پخواني هندوستاني کرکټ ستوري شري سانت نه مخکې شوه او سیالي یې وګټله.

د هندوستان د رسنیو د رپوټ له مخې، د بګ باس پروګرام په وروستي پړاؤ کې د ورور ـ خور د جوړې په ډول شریک پاتي شوي ډپيکاکاکړ، شری سانت له اتلولۍ بې برخې کړ اود مډال تر څنګ یې ۳۰ لاکهـ هندۍ کلدارې هم وګټلې.

ډپيکا کاکړ له کامیابېدو وروسته مډال د فلم ستوري او خپرونې کوربه سلمان خان څخه تر لاسه کړ.

دغه پروګرام یا بیګ باس۱۲ پړاؤ د ۱۰۵ ورځو راهیسې په یوه کور کې جریان درلود چې ۱۷ لوبغاړو څخه پنځو یې تر وروستي پړاوه لاره پيدا کړې وه چې په کې سري سانت، کرن ویر بوهرا، دیپک ټهاکر، رومل چوهدري او ډپيکا کاکړ شامل وه او تر منځ په زړه پورې سیالۍ هم وشوې.

په وروستي پړاؤ کې د خپرونې کوربه سلمان خان تر ټولو لومړی کرن ویر بوهره او ورپسې رومل چوهدري رخصت کړي، دریم لوبغاړی چې د ۲۰ لکو روپو په غوښتلو سره یې خپله مخه ونیوله ډيپک ټهاګور و چې وروستي پړاؤ ته ډپيکا کاکړ او سری سانت لاره پيدا کړه.

کاکړ په خپلې بریا خوښې ښکاره کړې او ویلي یې دي چې زیاته خوشحاله ده او د کامیابۍ سره یې هغه څو خبرې هم رښتیا ثابتې شوې چې ویلي وه، غواړي په وروستي پړاؤ یا فاینل کې خپل ځان د سري سانت سره یوځای وګوري او هماغه وه چې دوی دواړه دغه سفر په ډېر ښه ډول ترسره کړ.

د پخواني کرکټر مینوال بیا وایي چې د بیک باس ټلویزیوني پروګرام د ۱۲ پړاؤ د اتلولۍ حق د سري سانت وه او باید ورکړې یې وای او په همدې تړاؤ یې په ټولنیزه مېډیا کې پراخ کمپاین هم ترسره کړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی