سپورټ نړیوال کرکټ

د سږني بیګ باش پای او د نبي د ټیم اتلولي

 د کرکټ سوداګریزه سیالیو د لیګونو په لړ کې د اسټرالیا کورني کرکټ بیګ باش په نوم ۲۰ اوریزه سیالۍ پای ته ورسیدې، چې پکې د ملبرن رینیګیډز لوبډلې د لمړي ځل لپاره د اتلولۍ جام وګټلو.

 بیګ باش۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ نږدې دوه میاشتې وړاندې د ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه په اسټرالیا کې پیل شوې، چې پای لوبه یې پرون ترسره شوه.

 ملبرن سټارز لوبډلې په نیمه پای لوبه کې د هوبرټ هریکنز او ملبرن رینیګیډز لوبډلې د سډني سیکسرز خلاف د بریا په خپلولو سره پای لوبې ته ورسیدې، خو په وروستۍ فاینل سیالۍ کې سټارز لوبډلې د رینیګیډز خلاف پښه وښویده.

 د اتلولۍ جام ګټلو په موخه وروستۍ سیالۍ کې رینیګیډز لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۴۵ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې سټارز لوبډله د اوپنر بین ډنک د ۵۷ او مارکس سټای نس د ۳۹ منډو سره سره بیا هم د هدف په ترلاسه کولو سره بریالۍ نشوه.

 د پای لوبې غوره لوبغاړی د رینیګیډز لوبډلې لپاره د ۳۸ منډو جوړونکی او دوه ویکټو اخیستونکی ډین کریسټین وټاکل شو.

 په دغه لیګ سیالیو کې ۳ افغان لوبغاړو هم ګډون کړی و، چې له جملې یې راشد خان او مجیب الرحمن د خپلو لوبډلو نیمه پای لوبو څخه وړاندې په بهر کیدو او محمد نبي عیسی خیل، چې د سږ کال اتلې ملبرن رینګیډز لوبډلې سره مل و، په خپل شتون کې یې دغه لوبډلې لپاره په بریاوو کې ستر رول ولوبوو؛ د نیمه پای لوبې وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلینډ خلاف کیدونکو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ په بلنه بیرته هېواد ته راستون شو، تر څو له خپلې ملي لوبډلې سره یو ځای شي.

 د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د هندوستان په دهرادون کې د درې ۲۰ اوریزه، ۵ پنځوس اوریزه او یوې ټیسټ لوبې لړۍ د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۲۱ مه نیټه د راتلونکې پنج شنبې په ورځ پیلیږي، چې اوس مهال ورته افغان لوبډله هندوستان کې په تمریناتي کیمپ او ایرلینډۍ لوبډله د عمان په کوربه توب په ۴ اړخیز سیریز کې په لوبو بوخته ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی