سپورټ نړیوال کرکټ

هوبرټ هریکنز په بیګ باش سیالیو د خطر زیګنال وهلی !

د اسټرالیا د کورني کرکټ بیګ باش ۲۰ اوریزه سوداګریزه سیالۍ، چې اتم پړاو لوبې یې د تیرې ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه پیل شوې دي؛ پکې د هوبرټ هریکنز لوبډلې نورو سیالانو ته د خطر زنګ وهلی دی.

 دغې لوبډلې چې تر دې مهاله په بیګ باش سیالیو کې د کوم ځل اتلولي نه ده ګټلې، خو سږ کال یې ارادې بدلې ښکاري.

د ترسره شویو سیالیو د نمراتو د جدول له مخې هوبرټ هریکنز لوبډله له نورو ټولو وړاندې ده، چې له ۱۱ لوبو څخه یې ۹ ګټلې دي او د مخکښې لوبډلې په توګه په لمړۍ کرښه کې ځای لري.

 د جدول له مخې هریکنز لوبډله په ۹ بریاوو سره لمړی، سډني سیکسرز په ۷ بریاوو سره دویم، ملبرن رینیګیډز هم په ۷ بریاوو سره دریم، ملبرن سټارز په ۶ بریاوو سره څلورم، سډني تندر په ۵ بریاوو سره پنځم، سټرایکرز په ۴ بریاوو سره شپږم، بریسبان هیټ او پرت سکارتچر په ۳ بریاوو سره په اووم او اتم مقام کې ځای لري.

 که څه هم په دغه سیالیو کې د تیر کال اتلې آډلایډ سټرایکرز لوبډلې سره د ۲۰ اوریزه کرکټ نمبر سپین بالر افغان لوبغاړی راشد خان هم شتون لري، خو دا ځل په وروستي قطار کې روانه ده او برعکس دا ځل هریکنز لوبډله مخکښه ده، چې ښايي روان بهترین حالت یې د اتلولۍ جام خپلولو ته ورسوي، خو بلخوا په دغه سیالیو کې د افغان الراونډر محمد نبي عیسی خیل په شتون کې ملبرن رینیګیډز لوبډله هم د نورو په نسبت خطرناکه بریښي، چې تر دې مهاله یې ۷ لوبې ګټلې دي.

 دغه سیالۍ د تیرې ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه د همدې آدلایډ سټرایکرز لوبډلې پر بریا سره پیل شوې دي او د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې تر ۱۷ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

په ترسره شویو ۷ پړاونو کې ۳ ځل پرت سکارچرز او یو یو ځل د بریسبان هیټ، سډني سیکسرز، سډني تندرز او آډلایډ سټرایکرز لوبډلو د اتلولۍ جام ګټلی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی