له نړۍ

نوی (iweech) برقي بایسکېل

فرانسوي شرکت داسې برقي بایسکېل جوړ کړی، چې په تر ټولو لږ چارج ډېر واټن وهلی شي.

بایسکېل معمولاً په انساني قوه حرکت کوي. له دې وړاندې ډېر داسې بایسکېلونه بازار ته راوتي وو، چې د برېښنا په وسیله یې له چلوونکي سره یو څه مرسته کوله.

بایسکېل خپله د تګ پرمهال د حرکت لپاره برېښنا نه شي تولیدولی، هغه چې پر برېښنایي بېټریو سمبال هم وو، دومره برېښنا یې نه شوای زېرمه کولی، چې چلوونکی یې دې تر منزله رسولی وی.

اوس تازه دغه فرانسوي شرکت داسې یو بایسکېل خپلو مینوالو ته معرفي کړی، چې په ډېر لږ چارج ډېر واټن وهلی شي او له چلوونکي سره د چلولو پرمهال پوره پوره مرسته کوي.

کله مو چې دمه جوړه وي او غواړئ په خپله بایسکېل وځغلوئ د (i.Ride) بټن کېکاږئ، څو مو چارج زېرمه شي. دغه نوی بایسکېل د هغه سیمې جغرافیایي وضعیت، هوا، د باد لوری او سرعت او دغه راز هغه واټن معلومولی شي، چې تاسو د ورتلو تکل لری.

له آی او اېس او انډرایډ سیسټم سره د تړل کېدو وړتیا لري. بېټرۍ یې په درې نیمو ساعتونو کې چارج پوره کوي، چې بیا کولی شئ لږ تر لږه ۱۶۰ کیلومتره واټن پرې ووهئ. د دغه بایسکېل وزن ۱۸ کیلوګرامه دی، چې اوسنۍ بیه یې ۲۲۵۵ ډالره ښودل شوې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.