افغانستان ټولنیز ژوند سیاست

بي بي ګل غني ولې ښځو ته میلیاردونه افغانۍ ورکولې؟

لیکنه: بشر درویش

د ولسمشر غني مېرمنې بي بي ګل غني منلې، چې د دفتر له لورې یې ننګرهاري مېرمنو ته ۹۱ میلیونه افغانۍ استولي.

مېرمن غني طلوع نیوز ته ویلي، چې دا پیسې یې له مېرمنو سره د مرستې لپاره د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته د مالیې وزارت له بودیجې استولې وې.

آغلې غني ټینګار کړی، چې د منتقدینو د ادعا برعکس د دغو پیسو د استولو موخه سیاسي او انتخاباتي نه؛ بلکې یوازې له ښځو سره مرسته وه.

د افغاني بانک نوټونو سیزل
د بي بي ګل غني له دفتره د دې مرستو د استولو مسئله ترهغې وروسته په ننګرهار کې د اریانا نیوز خبریال رسنیزه کړه، چې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې یې د طالبانو لخوا د دغو استول شویو پیسو د یوې برخې د سوزول کیدو ویډیو لاسته ورغله.

په دغه ویډیو کې طالب وسله والو ویلي، چې دا پیسې ځکه سوزوي، چې بي بي ګل غني ښځو ته استولي.

د دغې موضوع په اړه په خپرو شویو راپورونو کې د ننګرهار روغتیایي مسولینو ویلي، چې د بي بي ګل غني دفتر ترې غوښتي و، چې هرې ورتلونکې ښځینه ناروغې ته ۵ سوه افغانۍ د هغې د ډالۍ په نوم ورکړي او د تذکرې کاپي ورڅخه واخلي.

د ننګرهار د ولایتي شورا یو شمېر غړو دا کار د ولسمشرغني لپاره د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو اړوند کمپاین ګڼلی او د (ملي خیانت) نوم یې ورکړی.

دوی ویلي، چې دا پیسې باید ښځو ته پر اساسي پروژو لګول شوي وای او داسې شخصي استفاده ورڅخه نه وای شوې.

مختلف غبرګونونه
په ټولنیزو رسنیو کې دا موضوع په یوه بحث بدل شوی، چې مختلف غبرګونونه یې پارولي.

د ولسمشر غني پلویان وایي دا د بل ولسمشریز نوماند حنیف اتمر د ټیم یوه تبلیغاتي دسیسه ده، چې د رسنیو په مرسته یې د ښاغلي غني پرضد پلان کړې ده.

د غني منتقدین بیا وایي، چې هغه ریښتیا هم له دولتي امکاناتو د ځان په ګټه ناسمه استفاده زیاته کړې او پر دې پیسو یې هم ځانته کمپاین کاوه.

خپله بي بي ګل غني طالبانو ته پېغور ورکړی، چې چا ته خو یې خیر نه رسیږي؛ بلکې لا زیات خپله ملي کرنسي سوزوي او شرمیږي هم نه.

بې طرفه خلکو طالبان غندلي، چې د افغانستان پولي واحد یې په بې شرمۍ سوزولی، خو له حکومت نه یې هم غوښتي، چې د خپل دغه د پوښتنې وړ عمل په اړه ملت ته ځواب ووایي.

پېچلې قضیه
د پیسو د وېش دا موضوع مالیې وزارت هم تایید کړې او ویلي، چې دا کار یې د بي بي ګل غني په وړاندیز او د وزیرانو شورا په تایید کړی.
خو د اجرایه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي، چې د وزیرانو شورا غونډې د دوی د ریس په مشرۍ کیږي، دا خبره رد کړې ده.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریس ویلي، چې دوی ته د بي بي ګل غني د دفتر لخوا ۹۱ میلیونه افغانۍ استول شوي، خو مالیې وزارت د دغو ځانګړو شویو پیسو اندازه یو میلیارد افغانۍ ښودلی.

دا قضیه په دې دلیل پېچلې ښکاري، چې څه موده مخکې د کونړ ولایت مقام هم په یوه خبرپاڼه کې عامې روغتیا ریاست ته د ورته مرستو د رسیدو یوه مبهمه خبره کړې وه.

دغې سرچینې ویلي و، چې د والي په مشرۍ یوه غونډه شوې څو د کونړ ښځینه وو ته ځانګړې شوې مرستې په شفافه توګه ووېشل شي.

په یاده شوې خبرپاڼه کې د دې مرستې په اړه نور جزیات نه و خپاره شوي.

همدا شان وېل کیږي، چې ورته پیسې د کندهار عامې روغتیا ریاست ته هم استول شوي، خو یاران وېب پاڼې په دې اړه ډېر جزیات لاسته نه دي راوړي.

څو جدي پوښتنې
د دغو پیسو په اړه څو جدي پوښتنې شته، چې باید مطرح شي:
ـ ولسمشر غني تل د روڼتیا ژمنې او غوښتنې کوي، دا پیسې څنګه هغه هم په دومره لویه کچه داسې بې ضرورته او په حیرانونکي ډول له خزانې ویستل شوي؟

ـ د ولسمشر د لومړۍ مېرمنې دفتر، چې مخکې یې هم د پریمانه بودیجې په مصرف نیوکې شوي، په اساسي قانون او نورو قوانینو کې کوم مشروعیت نه لري. دغه دفتر ته په کوم دلیل بودیجه ورکول کیږي؟

– ولسمشرغني او نور چارواکي تل د ملي ځواکونو د شهیدانو ورثه وو او کورنیو ته د زیاتې پاملرنې ادعا کیږي، خو څه موده مخکې چې په ننګرهارکې د پولیسو د یوه شهید د مور د سوال ټولولو لړزونکی راپور خپور شو، ولې له داسې بې پوښتنو پیسو کومه د پام وړ مرسته ورسره ونه شوه؟

وروستۍ خبرې
په افغانستان کې اوس سیاسي فضا او قضاوتونه دومره بې خونده شوي، چې که د یوه لوري په بې قانونۍ او فساد نیوکه کیږي، دستي په نیوکه خوابدي شوي مقایسوي بحث اچوي او د خپل حریف بدګڼې کتاروي.

په دې کې شک نشته، چې ولسمشر غني به له ټولو ستونزو سره پر خپلو حریفانو اوس هم غوره وي، خو آیا د ښه او د کار سړي لپاره کوم الهي یا حقوقي جواز شته، چې په هرې ناکردې یې خلک چوپ پاتې شي؟

که نه وي، لازمه ده چې د داسې حیف و میلونو او بیت المال لوټونکو هڅو پر وړاندې غږ وشي او د څېړنو او سپیناويو جدي غوښتنه وشي.

د اریانا نیوز راپور؛

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي