ټولنیز ژوند

زمونږ په اړه نور څه فکر کوي؛ څنګه بې تفاوته واوسو؟

لیکنه: عمران لمر

ژباړه: عمران لمر

موږ ډېری وختونه په دې اړه اندېښمن يو چې نور زمونږ د کارونو او يا فکرونو په اړه څه ډول فکر کوي. داسې ښکاري چې دا زموږ د وجود يو طبيعي او جزيي حس دی.

دا مسئله هغه وخت رامنځته کېږي چې کله مونږ يو داسې کار وکړو يا يوه خبره وکړو چې د نورو نه خوښېږي؛ نو ذهن مو سم له واره له دې وروسته د احتمالي پېښو د رامنځته کېدو په اړه فکر شروع کوي.

د دې اندېښنو په اړه زموږ دروني فکرونه؛ زموږ په ټولنيز، کلتوري ژوند او د ژوند په طريقې پورې اړه لري.

له کوچنيوالي موږ ته ويل شوي دي چې که دا کار وکړو سم دی او که دا کار وکړو ناسم. همدې وکه او مه کوه؛ زموږ په ذهن کې يو فلټر رامنځته کړی دی چې زمونږ د کارونو او فکرونو په مخه کې ودرېږي؛ يو ته وايي تېر شه او بل ته وايي ته پاتې شه، ته د تېرېدو حق نه لرې.
دې فلټر ته د ځان پوهونې نوم ورکولای شو چې قوت او کمزوري يې په هر چا کې فرق کوي.

دا ځان پوهونه زموږ د ذهن او ضمير په لاسونو کې ده؛ څومره چې زموږ ضمير د دې په فکرونو په اړه پوه وي؛ هومره به د دې فلټر قدرت کم وي.

البته دا په دې مانا نه ده چې انسان بايد هر هغه کار وکړي چې خوښېږي يې؛ بلکې بايد پرېنږدي چې دا فکرونه د انسان د نوښت او د فکرونو او باورونو د اظهار مخه ونيسي.

دا ځان پوهونه زمونږ د باورونو د ښکاره کېدو مخه نيسي؛ مونږ په ژوند کې ډېری وختونه د نورو د تائيد په تمه يو؛ په دې تمه يو چې نور زمونږ کار او فکرونه تائيد کړي؛ ځکه دا کار د دې باعث کېږي چې ښه احساس ولرو؛ مګر همدا کارونه د دې سبب کېږي چې مونږ له نېکمرغۍ او سکونه لېرې شو او تر ډېره د نورو په فکرونه تکيه وکړو.

هر وخت چې نور له مونږ خوښ و؛ مونږ ښه يو او که نور ناخوښه و؛ مونږ خفه يو. د همدې لپاره کرار کرار نور موږ ته مهم کېږي او خپل ځان هېروو او بيا به په ژوند کې نه روحي سکون لرو او نه هم کومه خوښي.

ځينې وختونه سره د دې چې وخت مونږ ته يو طلايي فرصت په لاس راکړی وي؛ مګر له دې وجې له مونږ ضايع شي چې خلک به په دې اړه څه فکر کوي؟
شايد د خلکو په نظر کې بد ښکاره شي؟
کورنۍ مې، خپلوان او د ټولنې نور خلک به څه وايي؟

له مونږ دا هېره وي چې زمونږ ژوند زمونږ حق دی؛ دا ژوند زه د ځان لپاره کوم؛ نه د نورو لپاره.

ښه ده چې د کورنۍ له غړو او يا نږدې ملګرو سره مشوره وشي؛ خو نورو ته بايد دومره وخت ورنه کړو چې زمونږ ټول ژوند په خپل واک کې واخلې او مونږ له پرمختګ او هوسا ژونده شاته پاتې کړي.

حل لاره يې څه ده؟
د دې ستونزې د حل لاره دا ده چې مخکې د يو کار د سرته رسولو بايد له ځانه وپوښتو چې ولې دا کار سرته رسوو؟
آيا د دې لپاره يې کوو چې نور مونږ تائيد کړي؟
او يا له هغه فکره ډارېږو چې دوی يې زمونږ په هکله کوي؟

څومره ډېر چې خپل دروني تحريکوونکي فکرونه وپېژنو؛ په هماغه اندازه زمونږ د کارونو د سرته رسولو دلايل پېژندلی شو.

کله چې انسان د خپل کار دليل وپېژني؛ کولای شي په اړه يې تصميم ونيسي. بايد فکر وکړو چې د نورو رد يا تائيد زمونږ حال ته کومه ګټه لري؟

دا ګټه ممکن لنډ مهالې وي او آغېزې به يې په مادي ژوند وي؛ مګر روحي او لوړې ستونزې يې ډېرې اوږدې دي.
دا منفي او اوږدمهالې ستونزې روح تخريبوي.

د ځان په اړه بايد ډېر فکر وکړو؛ تر څو هغه فکر چې نور يې زمونږ په اړه کوي؛ راته تت ښکاره شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عمران لمر

عمران لمر خپلې منځنۍ او ثانوي زده کړې په چپلیار عالي لېسه کې کړي او لوړې زده کړې يې د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي په فقه او قانون څانګه کې بشپړې کړې دي.
نوموړی اوس مهال په جلال اباد کې د مزل راډيو د سيمه یيز خبريال په توګه دنده پرمخ وړي.