روغه سټه ساینس او ټیکنالوژي له نړۍ

رګ معلوموونکې آله جوړه شوه

لیکنه: ياران

ليکنه: زبير احمد علي

د نرسانو لپاره د زرقي دوايانو د تطبيق په وخت د رګ پيدا کول د پام وړ ستونزه ده، خو د نوې ټکنالوجۍ په برکت دا ستونزه په ختمېدو ده. د VeinViewer (رګ معلومونکي) په نوم جوړه شوې آله ستاسې په بدن کې په اسانۍ سره رګونه معلوموي. د کریسټي میډیکل شرکت لخوا دغه جوړه شوې آله د رګونو پيدا کولو لومړنۍ آله ده.

دا آله د بدن د پوستکي د پاسه نيول کېږي، د دې آلې انفرارد شعاع ګانې (Infrared Rays) د وينې پواسطه جذبېږي او شاوخوا انساج ورته انعکاس ورکوي چې د دې انعکاس له وجې رګونه واضحه معلومېږي او نرس په لومړي ځل پيچکاري ننويستلو سره کولای شي پيچکاري تطبيق کړي.

د يادونې وړ ده چې د پيچکاري د تطبیق په وخت کې نرس او مريض دواړه په تکليف کې وي. نرس نه شي کولای په اسانه رګ پيدا کړي چې د همدې له وجې مريض له ډېر تکليف سره مخ کېږي او بايد څو ځله په بدن کې د ستنې سوري وزغمي، خو دا نوې ټکنالوجي کولای شي دا ستونزه ختمه کړي او د مريض او نرس دواړو اندېښنه ختمه کړي او وخت يې وسپموي.

په افغانستان کې خو دا نن سبا یوه جدي ستونزه ده، مریض ته د کنول لګولو پرمهال ډیر کله مریض لا نور هم مریض کړي، ځکه یو لامل یې د مسلکي پوهې کمبود دی، نو که دا الې ټولې نړۍ ته ژر خورې شې، نو یوه ګټه به یې موږ ته دا وي چې نور به د رګ په پیداکولو کې نه ځوریږو او پوستکی به مو هسې څو ځایه نه سوری کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران