ټولنیز ژوند روغه سټه ګټه وټه

ممکنه ده چي د بېړي او عجلې پرته کارونه پر وخت ترسره کړو؟

ژباړه: نوراحمد فضلي

په دې مطلب کښي غواړو هغه کسان د ارواپوهني له نظره وڅېړو چي همېشه پرېشان او مضطرب دي او غواړي چي کارونه په بېړي او عجلې سره ترسره کړي او ژر پایلي ته ورسېږي.
ور اخیستې وي؛ ځغلي، پرته له دې چي له حاله خوند واخلي. خو ولي همېشه دوی پرېشان وي؟ ددې بېړي او عجلې منشاء څه شي ده؟ څرنګه پوه سو او زده کړو چي په کرارۍ سره د” کرار “ تڼۍ کښېکاږو؟

نهه دېرش کلن فردریک وايي:” هغه دقیقې چي ژر ژر تېرېږي، ما ناراحته او پرېشانه کوي. همېشه احساسوم چي کافی وخت نلرم. د پلي تلو پر ځای، ځغلم او د غذا د ژوولو پر ځای؛ هغه ژوندۍ تېروم. “فردریک وايي چي دا احساس یې له حده زیات نه آزاروي، مګر د هغه له زیانونو خبر دی. دی وايي:” کله چي پر شاوخوا کسانو خاصتاً اولادونو موي فشار راوړم، په ښه ډول احساسوم چي هغوی آزاروم او نه سم کولای د هغوی له شتونه خوند واخلم، ځکه همېشه د پاته کارونو بېړه او عجله راسره وي. “

متاسفانه موږ اکثره داسي فکر کوو چي هرڅه بوخت یوو هغومره به بریالي اوسو. موږ پرته له دې چي متوجه سو ناسمه لوبه مو را پیل کړې ده. سمه ده چي دا لوبه به تر یوه بریده موږ ته بریالیتوب را په برخه کړي، مګر په اوږدمهال کښي خورا زیان اړونکې ده او زموږ پر روح و روان او حتا ټول ژوند باندي نه جبرانېدونکي اغېزې پرېږدي. په حقیقت کښي د کار ترسره کولو سرعت د هغه تمرکز او ارامښت په اندازه چي باید پر کار یې ولرو؛ مهم نه دی.

کله چي بېړه کوو، په حقیقت کښي ژوند له لاسه ورکوو. که خپل ګامونه کرار واخلو او د لېونیانو غوندي ګړندیتوب مو را کم کړو، کولای سو د ژوند له رنګینیو خوند واخلو او بیا به هم حیران سو چي هرڅه خورا په منظم او بشپړ تنظیم سره پرمخ ځي. مګر څنګه؟

د آرام او سکون لرلو په موخه تر ټولو لومړی او مهم ګام ددې موضوع درک دئ چي که د ژوند د ټولو لحظو په بېلابېلو ورځنیو کارونو ډکولو پر ځای، کرار او له سکونه ډک سلوک غوره کړئ یو بهتره ژوند به ولرئ. په حقیقت کښي په دې سلوک سره کولای سئ د خپل ژوند له هري یوې لحظې جلا خوند او بهترینه فایده واخلئ.
مثلاً:” کله چي خپله ډوډۍ په چابکۍ سره وخورئ پرته له دې چي د هغې مزې او خوند ته متوجه سئ ښه به وي یا که په حوصله او کرارۍ سره ئې وخورئ؟ “
– که ستاسي په خپل فکر لس کارونه پر یوه ځای وکړئ مناسب به وي یا یو مهم کار تر پای او کمال ته رسولو پوري ترسره کړئ؟
– که د خپل دوست یا ملګري سره په کافی اندازه وخت تېر کړئ ښه به وي یا که په بېړه یوازي ورته څو پیغامونه پرېږدئ؟

څو ساده لارښووني
که نه سو کولای چي د ټولو له پاره د عجلې او بېړي پرته د کرار سلوک د تشویق او ترغیب په موخه قدم په قدم لارښووني چمتو کړو، مګر سته څو داسي موارد چي ستاسي په درد خوري؛ البته دا هرڅه وخت ته اړتیا لري او نه سو کولای چي پرته له ځنډه دي د بېړي او عجلې رفتارونه ترک کړو:

– لږ کار وکړئ
خپلي کاري پروژې او د وظایفو فهرست مو را کم کړئ. رښتیا، ډېر د کمیت پر ځای پر کیفیت کار وکړئ. د ورځي دوه یا درې- یا حتا یو کار- ډېر مهم په نظر کښي ونیسئ او په ډاډه زړه هغه ترسره کړئ. هغه ورځني کارونه چي چندان مهم نه وي کولای سئ د ورځي په وروستیو کښې ترسره کړئ.

– له وخت مصرفوونکو الکترونیکي وسایلو لېري والی تمرین کړئ
کله کله هیڅ بده نه ده چي مبایل، آی پاډ، کمپیوتر او نور وخت ضایع کوونکي وسایل مو خاموش کړئ. دا وسایل مو نه یوازي با ارزښته وخت نیسي، بلخوا تاسي نه پرېږدي چي د خپل دوست ترڅنګ اوسېدو څخه خوند واخلئ او یا د ځان له پاره مناسب وخت ولرئ. داسي وخت چي وکولای سئ پرته له زوږه کتاب مطالعه کړئ، پلی تګ وکړئ یا حتی په کرارۍ او آرامۍ سره غذا وخورئ. تاسي کولای سئ حتا یوه بشپړه ورځ له دې وسایلو لېري تېره کړئ. ډاډه اوسئ چي هیڅ تاوان به ونکړئ.

– کمي کاري ناستي ولرئ
دا ناستي هومره ګټي نلري، لکه څومره چي ستاسي وخت تلفوي. تر کومه چي کولای سئ په دې ناستو کښي مو خپل قېمتي وخت مه ضایع کوئ.

– له بېکارۍ مه وېرېږئ
نن سبا چي خلک مجبورن د یوڅه تمه وکړي، بې حوصلې کېږي. پر دې مهال خوښوي چي ځان یا په تلفون اخته کړي یا کوم کتاب یا یوه مجله ولولي. هغوی د ځانو سره فکر کوي چي بېکاره پاتېدل یوازي د وخت تلفول دي او حتمن باید یو کار وکړي. په داسي لحظو کښي بهتر دا دي چي له مخته راغلي فرصته استفاده وسي او په کرارۍ او راحت سره په کوم ځای کښي کښېني له خپلي شاوخوا څخه خوند واخلي. یا که د خلکو په صف کښي ولاړ یاست، کولای سئ چي د خلکو سره خبري وکړئ او د هغوی خبري واورئ. دا کار تمرین کړئ او تر یوڅه وخت وروسته به ووینئ چي هغه په خوشحالۍ سره ترسره کوئ.

– مسئولیتونه مو راکم کړئ
د ژوند تر ټولو مسئولیتونو مه لاندي کېږئ؛ ځکه دا کار تاسي بېړي او عجلې ته تشویقوي. د کار وېش بهترین حالت دئ. په ضمن کښي غیر ضروري کارونه هم لېري کړئ. بېړه مه کوئ څو خوږ ژوند ولرئ.

– کافي وخت په نظر کښي ونیسئ
که همېشه خپلو کارونو ته په بېړه حاضرېږئ، په دې معنا دي چي تاسي هغو ته کافی وخت نه ورکوئ. که باید کوم ځای ولاړ سئ، حتمن د چمتو کېدو له پاره کافی او مناسب وخت په نظر کښي ونیسئ چي اړ نه سئ هلته د حاضرېدو له پاره بېړه وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي