خواړه روغه سټه

د خیټې کمولو لپاره ۱۵ مهمې سپارښتنې

لیکوال: ډاکتر سچن ګویل
ژباړه: ډاکتر شمیم اتل

*****

د ننګرهار سرحدي ولسوالیو ته اضافي سرتیري استول شوي
*****

غټه خیټه نه یوازې چې یوه روغتیايي ستونزه ده؛ بلکې په اوس وخت کې غټه خیټه لرل د ځینو لپاره یو څه د خجالت وړ ګڼل کیږي او ښه هم نه ښکاري. خیټه د مختلفو لاملونو له امله غټیږي. ډیر خواراک او تمرین نه کول د خیټې د غټیدو اصلي لاملونه ګڼل کیږي.
دلته موږ په دې غږیږو، چې څنګه خپله خیټه کمه کړئ. څو مهمې سپارښتنې لرو، چې د خیټې په کمولو کې به له تاسې سره مرسته وکړي.

۱ـ یو ګیلاس تړمې اوبه، لیمو او یوه کاشوغه شات سره ګډ کړئ او سهار يې په نهاره وڅښئ. څو ورځې داکار تکرار کړئ. دا د خیټې د کمولو لپاره یوه له مهمو او ګټورو لارو څخه ده.

۲ـ وریژې خوړل کم کړئ او په ځای يې پتیره ډوډۍ وخورئ.

۳ـ دانه لرونکي خواړه، وربشې او جواری هم خیټه کموي نو زور ورکړئ.

۴ـ ځان ته خپله له دیګه خواړه راچول هم تاوان لري. په داسې وخت کې اکثره خلک ځان ته ډير خواړه اچوي، چې بیا ترې ډیر خوړل کیږي هم؛ همدا لامل دی، چې خیټه يې غټیږي. نو ښه خبره داده، چې خپله ځان ته خواړه مه اچوئ.

۵ـ په یوه وخت ډیره ‌ډوډۍ مه خورئ، بلکې په بیلابیلو وختونو کې په مکرر ډول په کمه اندازه ډوډۍ وخورئ.

۶ـ هغه غذاوي، چې تیارې پخې وي، لکه برګر، چیپس، مساله لرونکي غذاوې او ورته نور خواړه مه خورئ؛ او په ځای يې صحي خواړه وخورئ.

۷ـ ډیره سبزي او تازه میوه وخورئ. شنه سبزیجات او تازه میوه د عمومي روغتیا لپاره هم ګټوره ده او ستاسو وزن هم کنټرولوي.

۸ـ د بورې او ټولو بوره لرونکو خوږو شیانو څخه ځان لرې وساتئ. خواږه خیټه غټوي.

۹ـ د غوښې خوړل کم کړئ او یا يې هم بیخې پریږدئ او په ځای يې سبزي وخورئ. د غټې خیټې د کمولو لپاره له غوښې سره بیخې مخه ښه وکړئ.

۱۰ـ د زیتونو غوړي هم د خیټې په کموولو کې مرسته کوي. هغوې چې غټه خیټه لري او غواړې کمه يې کړي، نو ورته پکار ده، چې د نورو غوړیو په ځای د زیتونو غوړي استعمال کړي.

۱۱ـ که د لوږې احساس مو وکړ، لږ څه وچه میوه وخورئ. همیشه مو لوږه په خوړو مه کموئ. د خیټې د کمولو لپاره دا هم یو ښه هنر دی.

۱۲ـ لږه اووږه د شپې له ویده کیدو مخکې وخورئ او یا يې هم سهار په نهاره وخورئ. هوږه د هاضمې سیستم پیاوړی کوي او د میتابولیزم اندازه لوړوي. دا کار د وازدې په ویلې کیدو کې اساسي رول لوبوي، چې ورسره خیټه کمیږي.

۱۳ـ تمرین وکړئ. جیم ته لاړ شئ یا کوم بل فزیکي تمرین وکړئ. بهانه مه کوئ. یوه ورځ هم تمرین مه قضا کوئ.

۱۴ـ د شپۍ ډير خوراک مه کوئ. یواځې په څه ډول یخني شوروا او تازه سلاد ګوزاره وکړئ.

۱۵ـ ډیرې اوبه وڅښئ. څومره چې امکان يې وې، اوبه وڅښئ. اوبه څښل نه یوازې چې د خیټې او وزن په کمولو کې مرسته کوي، بلکې د عمومي روعتیا لپاره هم ګټور دی.

اوس نو ستاسې وخت دی. د خپل خوراک او پرهیز پلان مو برابر کړئ او بسم الله کړئ. پیل کړئ او عملي کړئ. غوره نتایج به تر لاسه کړئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */