ټولنیز ژوند روغه سټه

د بې حوصلګۍ پر وړاندې مبارزه وکړئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

بې حوصلګي هغه وخت رامنځ ته کېږي چې موږ د خپلو شاوخوا کسانو او ورځنيو فعاليتونو ته علاقه مندي ونه ښيو او خوند ترې وانخلو. بې حوصلګي په حقيقت کې له ژوندانه څخه د تنوع او انګېزې تېښته ده. د انسان يوه ځانګړنه دا ده چې تل غواړي تنوع او بدلون وکړي.

حسي جوړښتونه د دې سبب ګرځي چې موږ دې د تکراري فعاليتونو څخه ستړي شو. حسي جوړښت ياني: کله چې يو څه زموږ پر وړاندې غير محرک او په يوه بڼه وي. د بېلګې په توګه، کله چې يو نوی مبايل اخلو، نو په لومړيو کې ترې په پوره شوق او ذوق ګټه پورته کوو؛ خو وروسته له يوڅه مودې موبايل زموږ لپاره ستړی کوونکی کېږي.

په همدې اساس پکار ده چې په تنوع غوښتنې او بدلون کې محدوديت رانه ولو او که نه اړ به يو چې تل بې حوصله او زړه توري واوسو او د رضايت مزه ونه څکو. ترټولو مهم ټکی دا دی چې خپل شته او هر هغه ( معنوي او مادي ) څه چې لرئ يې ورته کتنه او پرې فکر وکړئ. يانې خپل ټول مهارتونه او وړتياوې، اخلاقي خصوصيات، هيلې، راتلونکې موخې او برنامې، لنډمهاله او اوږدمهاله موخې او داسې نور…

که غواړئ له بې حوصلګۍ څخه ځان وژغورئ، نو دا لارښوونې ولولئ:

۱- مخکې له هر څه او هر کار څخه بايد خپلې وړتياوې، معقولې موخې او هغه څه چې په لاس کې يې لرئ، په اړه يې فکر او غور وکړئ.

۲- يوې موخې ته د رسېدو لپاره يوه منظمه برنامه او ټايم منجمنټ جوړ کړئ.

۳- که منفي افکار، د کمزورۍ احساس او د خپل ځان کم حسابول ستاسو د بې حوصلګۍ سبب شوي وي، نو خپل ټول ښه کړه وړه ياد ته راولئ، مثبت ټکي مو د يو کاغذ پر مخ وليکئ، ناهيلي او نا اميدي مو له ځانه لرې کړئ او راتلونکې ته مو هيله من شئ او د ناستې پرځای حرکت وکړئ.

۴- د الله تعالی ياد او په هغه لوی ذات توکل او همکاري غوښتل به تاسو ته د ارامښت په راوستلو کې ډېره مرسته وکړي او راتلونکي ته به مو هيله من کوي.

۵- بايد د خپلې ارادې د کمزورۍ لاملونه وپېژنئ. فکر او څېړنه وکړئ چې چې ستاسو د ارادې د کمزورۍ سببونه څه دي، کله مو چې سببونه وموندل، نو د حل لارو لپاره يې له رښتينو دوستانو سره مشوره وکړئ؛ ترڅو د حل په موخه يې لازم اقدامات وکړئ.

۶- بايد په دې باور ولرئ چې د نورو انسانانو په څېر تاسو هم د ډېرو وړتياو لرونکي ياست. مه هېروئ چې د انسان د قوت ټکي د هغه د ضعف ټکو څخه ډېر دي. تاسو هغه وخت ښه پرېکړه کولی شئ چې د خپل قوت ټکي ښه وپېژنئ.

۷- هڅه وکړئ چې انګېزه لرونکی چلند ولرئ او د خپلو مختلفو چلندونو ته مو پام او کتنه وکړئ.

۸- له ډېر خوب، ډېر خوراک او د ټنبلۍ له هر ډول وسايلو څخه ډډه وکړئ.

۹- د يو عمل په ترسره کولو کې ژر نه پرېکړه کول، زموږ د ډېرو مادي او معنوي ګټو له لاسه ورکولو په مانا دي او د ډېرو ناکاميو سبب ګرځي. له دوه زړه توب څخه ډډه وکړئ او وروسته له ښه فکر څخه خپله نهايي پرېکړه وکړئ.

۱۰- هره ورځ يو نوي څه زده کړئ او د خپلې پوهې پله مو لاپسې درنه کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی