ټولنیز ژوند کورنی ژوند

ماشومان د والدینو دا چلندونه هېڅکله نه هېروي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د والدین چلند د ماشومانو په ذهن کې یې د تل لپاره پاتې کېږي، ځکه چې د ماشومانو لپاره تر ټولو لومړۍ او اصلي بېلګه یې مور او پلار دي. خپله ځیرکتیا او دقت لاپسې ډېر کړئ، ځکه ماشومان ستاسو ټولو چلندونو ته په ډېر دقت سره ګوري. که چېرې فکر کوئ، چې ماشومان د والدینو چلند ته نه ګوري او دغه راز ورته پام نه کوي، نو ستره تېروتنه کوئ. آیا پوهېږئ، چې د والدینو تر ټولو اغېز ښندونکي چلندونه، چې د تل لپاره د ماشومانو په ذهن کې پاتې کېږي، کوم دي؟ له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ، ترڅو د دې چلندونو تر ټولو مهمو ۸ بېلګو سره یې آشنا شئ:

۱ ـــ کله چې د هغه لپاره مو قرباني ورکړه
د ژوند شریک او ماشوم مو ستاسو په ژوند کې ډېر زیات ارزښت لري، له دې امله تاسو چمتو یاست، چې خپل ژوند مو د هغوی لپاره قربان کړئ. ښایي داسې فکر وکړئ، چې څوک ستاسو د سرښندنې په ارزښت باندې نه پوهېږي، یا حتا ترې یادونه هم نه کوي، خو تېروتنه کوئ، ځکه دا کړنې به مو په ماشومانو باندې ډېر زیات اغېز وکړي. هغوی تاسو ته ډېر زیات درنښت کوي، ځکه چې د هغوی په ګټه له خپلو هیلو څخه تېر شوي یاست. هغوی به په یاد ولري، چې څنګه مو د هغوی د نېکمرغۍ او خوشالۍ لپاره هڅې کړې دي. په حقیقت کې هغوی یې له تاسو څخه زده کوي او له مینې او محبت څخه به مو په خپل خپلواک ژوند کې بېلګه واخلي.

۲ ـــ کله چې له هغه څخه ساتنه کوئ
کله چې ماشوم مو بد خوب ویني، له بې خوبۍ او وېرې، ستاسو غېږې ته پناه دروړي، کله چې اندېښمن او خواشینی دی، هغه ته وایئ، چې هېڅ ستونزه به را منځته نه شي او هرڅه به سم شي، یا کله چې هغه په خپله غېږه کې ټینګ نیسئ او د ناروغۍ د درملنې لپاره یې یوه او بل روغتیا پال ( ډاکټر ) ته ځئ… دا ټولې شېبې به یې په حافظه کې ثبت کړئ، په ډاډ سره ویلی شم، چې هېڅکله به یې هېر نه کړي، چې په هر ډول شرایطو کې مو د هغه لپاره قرباني ورکړې ده او دردونه او کړاونه مو په ځان باندې منلي دي.

۳ ـــ کله چې هغه ته نصیحت کوئ
ژوند ډېرې زیاتې لوړې او ژورې لري، هر انسان، حتا ستاسو ماشوم به یې هم تجربه کړي، خو له هغه ځایه، چې ستاسو تجربه د ماشوم په پرتله مو ډېره ده، هغه له تاسو څخه بېلګه اخلي او د نصیحت او وړاندیز اخیستلو لپاره، تاسو ته مراجعه کوي، که څه هم تاسو د هغه د پوښتنو په ځواب باندې نه پوهېږئ، خو همدا چې له هغه څخه ملاتړ کوئ، د هغه لپاره خوندیتوب او آرامتیا ده. حتا که هغه ستاسو په نصیحتونو باندې عمل ونه کړي، بیا هم دومره اغېز ښندونکي دي، چې د تل لپاره به له تاسو څخه منندوی وي.

۴ ـــ پخواني دودونه
دا پخواني قوانین او دودونه دي، چې زموږ شخصیت جوړوي. هغه له یوه څخه بل نسل ته لېږدېږي او په هر فرد باندې خپله اغېزه ښندي. که چېرې تاسو یوه دود ته ارزښت ورکړئ، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې ماشوم به مو هم هغه دود ته ارزښت ورکړي او لکه څنګه چې تاسو خپلو ماشومانو ته ورزده کړي دي، هغوی به یې هم له یوه نسل څخه بل ته ولېږدوي. له دې امله کوم قوانین، چې ستاسو په کورنۍ باندې حاکم دي، دومره ارزښت لري، چې ستاسو د ماشوم د ژوند تګلوری مشخصوي.

۵ ـــ کله چې د دعا کولو په حال کې یاست
په هرڅه باندې، چې باور ولرئ، هر کله مو چې خپله عقیده د خپلو ماشومانو په وړاندې بیان کړې ده، یا حتا کله چې له خپل الله (ج) سره د راز و نیاز په حال کې یاست، دا ټولې شېبې به مو د ماشوم په حافظه کې ثبت شي. هغه تصویر، چې کله په خپلو زنګونو باندې ناست یاست او خپل لاسونه مو لپه کړي دي او له خپل خدای (ج) څخه د کومې هیلې د پوره کېدو غوښتنه کوئ، نو د ماشوم د حافظې په چوکاټ کې به مو حک شي. ستاسو ماشوم به هغه څه هېڅکله هېر نه کړي، په کوم باندې، چې عقیده او باور لرئ.

۶ ـــ لکه څنګه چې د خپل ژوند له شریک سره چلند کوئ
کله چې د خپل ژوند شریک ښکلوئ؛ لاسونه یې نیسئ، یا چې د خپل ماشوم په وړاندې له هغې سره مینه څرګندوئ، په ماشوم باندې به مو ډېره زیاته اغېزه وکړي، چې دا اغېزه به تل پاتې وي. هغه ستاسو له ټولو چلندونو څخه، څه ښه او څه بد، بېلګه اخلي او په خپل راتلونکي ژوند کې له هغو څخه درس اخلي، له دې امله، د خپل ژوند له شریک سره، په خپل چلند باندې ډېر پام کوئ، ځکه تاسو د هغه د ګډ ژوند یوازینۍ بېلګه یاست.

۷ ـــ کله چې د هغه لپاره وخت په پام کې نیسئ
د اوونۍ د وروستیو ورځو رخصتیانې، سفرونه یا هر کم وخت، چې د ماشوم لپاره مو په پام کې نیولی دی، د هغه لپاره به ارزښتمنې خاطرې وي، چې د تل لپاره به ترې یادونه وکړي. هغه به په راتلونکې کې دا یاد کړي، چې تاسو یې د ښوونځي په لمانځه غونډه کې ګډون کړی دی، یا په ښوونځي کې د هغه د ترانه لوستنې له کبله مو هغه ته یوه ښه ډالۍ اخیستې ده. په دې شرایطو کې له هغه څخه ستاسو ملاتړ، د هغه لپاره، یوه نړۍ ارزښت لري.

۸ ـــ کله چې د ډېرې خندا له امله مو ساه بندېږي
زموږ تر ټولو ښې او په زړه پورې خاطرې، په هغو پېښو پورې تړلې دي، چې د ډېرې خندا له امله مو ساه بندېږي. که چېرې دا موضوع په کورنۍ کې رامنځته شي، د ټولو په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره به ډېر زیات ارزښت ولري. ښایي ماشوم مو په یاد را نه وړي، چې کومې موضوع تاسو دومره خوښ او خوشاله کړئ، خو ستاسو خوشاله او خندېدونکې څېره به هېڅکله هېره نه کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل