ټولنیز ژوند کورنی ژوند

له خاوند سره چلند؛ مېرمنې دې یې ولولي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

داسې وګڼئ، چې مېلمانه لرئ، ستاسو خاوند په ډېرې حوصلې او لېوالتیا سره یو کیک پخوي او مېلمنو ته یې راوړي، خو د کیک د مخ ډیزاین خرابېږي، تاسو غوسه او خپه کېږئ، صبر نه کوئ، ترڅو مېلمانه لاړ شي او وروسته په خپل خاوند باندې نیوکې وکړئ، په تمه نه پاتې کېږئ او د ټولو په مخکې پرې نیوکې کوئ. آیا دا چاره بې ادبي نه ده؟ که چېرې په یوه اړیکه کې یو بل ته درنښت ونه کړئ، نو دا ډول پېښې به هرومرو رامنځته کېږي. که چېرې کومه ښځه اړینه ونه ګڼي، چې خپل خاوند ته درنښت وکړي، نو لرې نه ده، چې دا ډول پېښې را منځته شي، نباید اجازه ورکړئ، چې په ژوند کې مو دا راز پېښې را منځته شي، په ډاډ سره ویلی شم، چې یو بل ته په درنښت کولو سره، د دې ډول پېښو مخنیوی کولای شئ.

ولې باید خپل خاوند ته درنښت وکړئ؟
ځواب آسانه دی: مېرمن او خاوند باید یو بل ته درنښت وکړي، لکه دوه لویان. مېرمن او خاوند له یو بل سره برابر دي. نارینه د درنښت او ویاړ په لټه کې دي او ښځې د مینې، ډاډ او پاملرنې په لټه کې دي. ( دا په دې مانا نه ده، چې درنښت ته اړتیا نه لري ).
خاوند ته مو ستاسو درنښت، هغه دې ته هڅوي، چې د کورنۍ د رییس په توګه خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي، په هغه درنښت سره، چې خپل خاوند ته یې کوئ، ستاسو د هیلو د پوره کولو لپاره په ځان باندې اړین باور ترلاسه کوي او پوهېږي، چې تاسو تل له هغه څخه د ملاتړ لپاره چمتو یاست.

ستاسو د کورنۍ نارینه، که پوه شي، چې تاسو د هر کوچني څیز لپاره یې نه رټئ، نو د سترو او مهمو تصمیمونو د نیولو لپاره به له وېرې او تردید سره لاس و ګرېوان نه شي. له بلې خوا که چېرې د خپل خاوند په هر حرکت باندې نیوکه وکړئ او وې غندئ، نو خپل مسؤولیتونه به په سمه توګه ترسره نه کړي.

نور دلیلونه، چې باید د خپل کور نارینه ته درنښت وکړئ:
ـــ له احساسي او مالي پلوه، له خپلې کورنۍ څخه ملاتړ کوي.
ـــ ډېره زیاته هڅه کوي، ترڅو کورنۍ یې خوشاله او راضي واوسي.
ـــ ستاسو د ماشومانو بېلګه ده.
ـــ له قید او شرط پرته له تاسو سره مینه لري او په هر ډول شرایطو کې ستاسو ترڅنګ ولاړ دی.
ـــ په تاسو باندې ډاډه دی او له هر ډول ستونزې سره چې مخامخ شي، نو له تاسو سره یې شریکوي.
ـــ ستاسو درنښت، د هغه ځانګړتیاوې ستاسو لپاره د خاوند په توګه او د ماشومانو لپاره د پلار په توګه ثابتوي.
ـــ ستاسو درنښت هغه ته انګېزه ورکوي، چې له تاسو سره لا ډېره زیاته مینه ولري.

څنګه درنښت وکړئ؟
هرومرو په دې باندې باوري شوي یاست، چې درنښت مو څنګه ستاسو د ګډ ژوند اړیکې ته ټینګښت او پایښت ورکوي، نو اوس باید پوه شئ، چې څنګه خپل خاوند ته، خپل درنښت ښکاره کړئ.

له هغه څخه همغږي وغواړئ
خپل خاوند په خپله تصمیم نیونه کې شریک کړئ، ترڅو احساس وکړي، چې درته ارزښتمن دی. هغه ته دا ښکاره کړئ، چې نظریاتو او باورونو ته یې درنښت لرئ، خو دې ته یې مه اړ کوئ، چې ستاسو پرځای تصمیم ونیسي. د بېلګې په توګه: هغه دې ته مه اړ کوئ، چې ستاسو جامې او بوټونه وټاکي، بلکې په مهمو موضوعاتو کې لکه: د کورنۍ په مالي مسایلو، د ماشومانو روزنه او دې ته ورته نورو څیزونو کې ترې همغږي وغواړئ.

لومړیتوبونه یې په یاد ولرئ
کله چې له هغه څخه د نظر غوښتنه کوئ، نو ټاکنې او لومړیتوبونه یې یاد ته وسپارئ، ترڅو بل ځل پوه شئ، چې څه غواړي. د خپل خاوند په سلیقه باندې ځان پوه کړئ.

ویې ستایئ
کله چې له خپلو دوستانو او خپلوانو سره د خپل خاوند په اړه خبرې کوئ، نو له ښو او غوره ځانګړتیاوو څخه یې یادونه وکړئ، خو نه دا چې اغراق وکړئ او باټې ووهئ او د ټولو په منځ کې خپل خاوند خواشینی او وشرموئ. یوه رښتینې ستاینه کولای شي د ګډ ژوند اړیکه مو په حیرانونکې توګه پیاوړې کړي او خاوند به مو هم په ځان باندې د ډېر باور احساس ولري. په یاد مو وي، چې خپل خاوند د ماشومانو په وړاندې وستایئ، ځکه چې هغه د ماشومانو بېلګه دی او هغوی به د لارښوونې غوښتلو لپاره پلار ته مراجعه وکړي.

کار او مسلک ته یې پام وکړئ
د خپل خاوند کار او دندې ته پام وکړئ او ورسره لېوالتیا څرګنده کړئ. نارینه به له کار څخه ستړي او ستومانه شي، که چېرې مېرمن یې د هغه مهارتونو، وړتیاوو او استعدادونو ته درنښت ونه کړي، نو هغه به خپله انګېزه له لاسه ورکړي. د خپل خاوند لپاره د انګېزې سرچینه واوسئ، ترڅو هره ورځ د ډاډ ګیرنې اخیستلو لپاره، تاسو ته راشي. په کار او مسلک باندې یې ستاسو نیوکې او په اړه یې منفي نظرونه کولای شي په ځان باندې یې باور را کم او شخصیت یې ووژني. که چېرې ومو لیدل، چې خاوند مو اندېښمن او پرېښانه دی، نو په ډېرې آرامۍ او دوستانه فضا کې ورسره خبرې پیل کړئ، ترڅو تاسو ته لا ډېرې خبرې وکړي، خو په خپلو پوښتنو سره یې مه بمباروئ.

پرانیستی ذهن ولرئ
د خپل خاوند د نظریاتو او باورونو په اړه پرانیستی ذهن ولرئ او فکر ته یې سپکاوی مه کوئ، خو په تړلو سترګو یې هم سپارښتنې مه عملي کوئ؛ له هر اقدام مخکې لومړی یې وارزوئ.

خپله ستاینه په خوله راوړئ
ستاینې مو په خپل زړه کې مه ساتئ او په ژبه یې راوړئ، ځکه ترڅو چې دا کار ونه کړئ، خاوند مو نه پوهېږي، چې ستاسو د ستاینې وړ دی. خاوند به مو ستاسو ستایونکې خبرې خوښې کړي او داسې احساس به وکړي، چې ټولې هڅې یې وینئ او پرې پوهېږئ او دغه راز په ارزښت یې هم پوهېږئ. خاوند مو ستاسو له خوا د ستاینې په لټه کې دی، ترڅو انګېزه واخلي.

له موخو څخه یې ملاتړ وکړئ
ستاسو هڅونه هغه خپلو موخو ته نږدې کوي او ستاسو رټنې او نیوکې یې له خپلو موخو څخه لرې کوي، ستاسو ملاتړ خپلو موخو ته په رسېدو کې یې مثبت اغېز لري، څه یې په خپل کار او څه یې په ژوند کې، سره له دې دا مه هېروئ، چې د خاوند وده او پرمختګ مو ستاسو پرمختګ هم دی او ګټه به یې ټولې کورنۍ ته ورسېږي. که چېرې د خپل خاوند ملاتړې او حامي ونه اوسئ، نو هغه به د هڅې لپاره شور او لېوالتیا ونه لري.

که چېرې تېروتنه مو وکړه، نو ترې بښنه وغواړئ
ښایي کله وخت تېروتنه وکړئ ( داسې څوک شته چې تېروتنه یې نه وي کړي؟ ) او ښایي په نا غوښتلې توګه خاوند مو په خپل ناسم چلند سره خپه او وځوروئ. د خپلې تېروتنې د نالیدلي نیولو پرځای، منطقي واوسئ او له خاوند څخه مو بښنه وغواړئ. د ګډ ژوند اختلافاتو ته د پای ټکي ایښودلو لپاره، ترټولو غوره لاره داده، چې له تاسو دواړو څخه یو کس بښنه وغواړي او لانجه پای ته ورسوي. بښنه مو د دې ښکارندویي کوي، چې خپله تېروتنه مو منلې او بیا به یې تکرار نه کړئ.

هغه ته غوږ ونیسئ
کله چې خاوند مو له تاسو سره خبرې کوي، په بشپړه توګه خبرو ته یې غوږ ونیسئ. که چېرې له خپل خاوند سره د خبرو کولو پرمهال، د ټلویزیون په ننداره کولو، د کور په کارونو او یا هم د ماشومانو په سمبالولو ځان بوخت کړئ، نو نه شئ کولای، چې له خپل خاوند سره تعامل، رښتینې او دوستانه خبرې اترې ولرئ. د خاوند خبرې مو مه پرې کوئ او اجازه ورکړئ، چې له هر ډول پایلې اخیستنې څخه مو مخکې، هغه خپلې خبرې بشپړې کړي.

د نورو په مخکې په خاوند باندې مو نیوکې مه کوئ
دا تر ټولو بد کار دی، چې کولای شئ خاوند ته مو د بې احترامۍ لپاره یې ترسره کړئ. توپیر نه کوي، چې خاوند مو باید څه کار کړی وای، چې نه یې دی کړی، یا څه تېروتنه یې کړې ده، په هرصورت کې تاسو دا حق نه لرئ، چې د نورو په وړاندې په هغه باندې نیوکې وکړئ او وې رټئ. هغه ته د خپلې تېروتنې د ور یادولو لپاره باید تاسو دوه کسان واوسئ. د ماشومانو، د کورنۍ د غړو او یا هم د دوستانو په وړاندې په هغه باندې چیغې مه وهئ.

هیله مه لرئ، چې بشپړ او بې عیبه واوسي
هېڅوک بشپړ نه دی، له دې جملې څخه تاسو او خاوند مو هم. که چېرې هیله لرئ، چې خاوند مو تل بې نیمګړتیا او سمې کړنې ترسره کړي، نو منطقي نه یاست. کمزورتیا او نیمګړتیاوې یې درک کړئ او وې منئ. که چېرې خاوند مو هېرجن دی، پرې پټکې مه کوئ، دا ومنئ، چې هېرجن توب یې عادت دی، ترڅو وکولای شئ، د دې کمزوري ټکي د پیکه کولو او حتا له منځه وړلو لپاره یې د حل لاره پیدا کړئ.

له خبرو کولو مخکې فکر وکړئ
کلمې مو سپکې او درنې کړئ، دا عادت تل مهم دی، خو کله چې غواړئ له خپل خاوند سره خبرې وکړئ، لاپسې مهمېږي. اصطلاحګانې په ډېرې ځیرکتیا او دقت سره وټاکئ او دې ته مو ښه پام ونیسئ، چې داسې کلمه له خولې څخه بهر نه کړئ، چې خاوند مو پرې خپه شي.

د ماشومانو په وړاندې، په پلارې پسې یې بدې ردې مه وایئ
که چېرې ماشومان مو وویني، چې تاسو خپل خاوند ته درنښت کوئ، نو هغوی به هم خپل پلار ته درنښت وکړي. د هغوی په مخکې د پلار ستاینه یې وکړئ او په ښو خبرو یاد کړئ او ورته وایئ، چې څنګه شپه او ورځ زیار باسي، ترڅو موږ او تاسو خوشاله او آرامه واوسو، که چېرې ماشومان له خپل پلار څخه خپه شي، نو د نظر غوښتنې لپاره، تاسو ته راځي؛ له خپل خاوند څخه ننګه وکړئ، ترڅو ماشومان پوه شي، چې پلار یې په حقه دی.
کله وخت ښایي خاوند مو تاسو وځوروي او خپه مو کړي، خو تاسو باید آرامه او مثبت پاتې شئ، هڅه وکړئ، چې په ډېرې ځیرکۍ او پوهې سره شرایط او حالات کنټرول کړئ او د خپلې ستونزې لپاره د حل مناسبې لارې پیدا کړئ.

څنګه خپل خاوند وستایئ
چلند مو له خبرو څخه ډېر غوره دی، که چېرې وکولای شئ، ستاینه او درنښت مو په خپل چلند سره ښکاره کړئ، نو خاوند به مو بې قید و شرطه در باندې میین شي، لاندې تاسو ته څو سپارښتنې لرو، چې څنګه خپله ستاینه او درنښت څرګند کړئ.

مثبت واوسئ
خوشبین واوسئ او د هر څه مثبت اړخ ووینئ. د خپل خاوند د زیار او زحمت په ارزښت باندې پوه شئ او دا درک کړئ، چې ټولې هڅې یې د کورنۍ د خوشالۍ او نېکمرغۍ لپاره دي. ژوند تل هوسا، آرامه او مینه ناک پرمخ نه ځي، خو ستاسو مثبت فکر کولای شي، چې سختې او ستونزمنې ورځې په ښه او غوره توګه مدیریت کړئ.

باورونو ته یې درنښت وکړئ
داسې تصور وکړئ، چې د خپل خاوند نظر غواړئ، خو کله چې هغه خپل نظر څرګندوي، نو په افکارو باندې یې نیوکه مه کوئ، ستاسو دا کار د هغه د چوپ کېدو سبب ګرځي او بل ځل یې چې نظر وغواړئ، نو ستاسو هماغه چلند به په یاد ولري او خپل نظر به څرګند نه کړي. د نظریاتو او وړاندیزونو په اړه یې فکر وکړئ او پرېږدئ، پوه شي، چې واقعاً درته مهم دی، ترڅو د ارزښتمن اوسېدو احساس وکړي، په افکارو باندې یې ملنډې مه وهئ او اجازه ورکړئ، چې په ډېرې هوساینې او آرامتیا سره، ستاسو په وړاندې خبرې وکړي.

غوسه مه کوئ
خاوند مو یو بالغ او رسېدلي نارینه دی، هڅه مه کوئ، چې له هغه سره د ماشومانو په څېر چلند وکړئ. هغه ته لږ وخت ورکړئ، ترڅو له خپلې آزادۍ څخه خوند واخلي او وکولای شي په خپلواکه او مستقله توګه تصمیم ونیسي.

منندوی واوسئ
هېڅکله هڅه مه کوئ، چې خاوند مو نالیدلی ونیسئ، هغه ته دا ووایئ، چې څومره یې منندوی یاست. کوم کار چې ترسره کوي، څه کوچنی وي او څه ستر، نو مننه به مو اړیکې ته ټینګښت او پایښت ور وبښي.

هغه ته مسکا وکړئ
مسکا کول، په ژوند کې خوشالي خپروي او اړیکه مو پیاوړې کوي. د خپل خاوند پرمخ په مسکا سره ور پرانیزئ او د غوښتنې ځواب یې په مسکا سره ورکړئ.

په فزیکي توګه هم خپله مینه څرګنده کړئ
که چېرې په خپل کار او دنده کې یې بریا تر لاسه کړه، نو په خپله غېږه کې یې ونیسئ او وې ستایئ، که چېرې له ماشوم سره مو مرسته کړې ده، چې په خپلو درسونو کې بریالي شي، نو ښکل یې کړئ او ترې مننه وکړئ، داسې کار وکړئ، چې د مهم اوسېدو احساس وکړي.

خپلې لهجې ته پام وکړئ
کله چې له خپل خاوند سره خبرې کوئ، نو په خپلې لهجې باندې پام کوئ، په ځانګړې توګه کله چې غوسه یاست، حتا که چېرې ستاسو د ځور لامل هم شوی وي، بې ادبي مه کوئ، تر ټولو مهمه چیغې مه پرې وهئ، په دې کار سره به مو د ماشومانو لپاره، ډېره بده بېلګه وئ.

د ماشومانو په اړه له یو بل سره خبرې وکړئ
د ماشومانو په ښوونه او روزنه کې، د خپل مور او پلار اوسېدو د رول په اړه، له یو بل سره خبرې وکړئ او په دې تړاو د خپل خاوند نظر وپوښتئ، ښایي ستاسو دواړو د فکر بڼه له یو بل سره توپیر ولري او اړینه وي، په خبرو کولو سره یوې هوکړې ته ورسېږئ.
ښایي خپل خاوند ته د درنښت ښودلو لپاره هر کار وکړئ، خو کله هم وضعیت هغه ډول چې غواړئ پرمخ نه ځي، آیا په دغه راز شرایطو کې داسې نه ترسترګو کېږئ، چې خپل خاوند ته بې احترامي کوئ؟

خپل خاوند ته غوږ نه نیسئ
د خپل خاوند نظریاتو ته غوږ نیول او ارزښت ورکول، هغه ته د درنښت یو له اصلي لاملونو څخه دی. جوړې باید وکولای شي، چې خپل افکار له یو بل سره شریک کړي، پرته له دې چې وډار شي او یا له تردید سره لاس و ګرېوان شي. که چېرې د خپل خاوند خبرو ته پام ونه کړئ او تل یې خبرې پرې کړئ، یانې هغه ته درنښت نه کوئ.

په پلار او مور باندې یې نیوکه کوئ
تاسو که هرڅومره هم د خپل خاوند له پلار او مور سره د نظر او سلیقي اختلاف ولرئ، باید په دې خبره باندې ځان پوه کړئ، چې هغوی ستا د خاوند مور او پلار دي، لکه څنګه چې تمه لرئ خاوند مو ستاسو مور او پلار ته درنښت وکړي، تاسو هم همدا کار وکړئ.

خاوند مو مه خپه کوئ
خاوند مو تاسو په یوې ډالۍ سره حیرانوي، خو تاسو هغه ناهیلی او خپه کوئ او وایئ، چې دا ډالۍ مې نه خوښېږي، سترګو ته یې ګورئ او وایئ، چې هېڅکله زما په سلیقه باندې پوه نه شوې او هېڅکله ځان نه په زحمت کوې، چې پوه شې، زما څه خوښېږي. ستاسو دا چلند د هغه ټول شور، شوق او لېوالتیا وژني او له دې وروسته به تل، تاسو ته د ډالۍ په اخیستلو کې له شک او تردید سره لاس و ګرېوان وي. ښایي دې پایلې ته ورسېږي، چې هرڅه مو خوښ وي، په خپله یې د ځان لپاره واخلئ. بده او تونده لهجه، ځورونکې او بې ادبه کلمې او جملې، خپل خاوند ته ستاسو د بې احترامۍ نښې دي.

متقابل احترام، د هرې اړیکې بنسټ دی او د ګډ ژوند اړیکه هم له دې څخه مستثنا نه ده. کله چې خاوند ته مو درنښت کوئ، نو په بدل کې یې هغه هم تاسو ته درنښت کوي. داسې یوه کورنۍ په پام کې ونیسئ، چې غړي یې یو بل ته درنښت کوي، په ډېر ښه لهجه له یو بل سره خبرې کوي او له رټلو، چیغو وهلو او غندلو پرته ستونزې حل کوي، دا کورنۍ کولای شي، ستاسو کورنۍ وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل