ټولنیز ژوند زده کړې ګټه وټه

دا سپارښتنې مو دفتري چارې پياوړې کوي !

لیکنه: ګلاب هېواد

لیکنه او را ټولونه: ګلاب هیواد

زموږ خلکو ته خو یا کار نه پيدا کیږي، بیا چې کار پيدا شي، له کارونو، دفتري ماحول او سل و زرو ستونزو شکایتونه کوي.

تاسې هم کیدای شي لږ و ډېر له دې منفي ځانګړنو برخمن اوسئ، که نه هم یاست، راځئ دا مطالب ولولئ، چې د نېکمرغه ماموریت خوند درپه برخه شي!

دفتر او دنده یوازې د معاش وسیله مه ګڼئ!
تاسې چې په یوه دفتر کې مقرریږئ، خامخا مو زده کړې کړي، تجربه او تخصص لرئ، شخصیت لرئ، راتلونکی مو جوړول غواړئ او په ټوله کې هدف دا دی چې لا وځلیږئ او سترو منصبونو ته مو لاس ورسي.

چې داسې ده دفتر ته یوازې د دندې د ځای او معاش ګټلو د ادرس په سترګه مه ګورئ. په دې فکر وکړئ چې دلته تګ راتګ، کړه وړه او عملي کار مو د یوه ـ یوه همکار، حتا صفا کار تر ذره بیني څار لاندې دی.

دلته شته خلک هر یو د دې ټولنې برخه دي، دلته راغلی هر څوک یو شخصیت دی، ستاسې په شان پرخپل راتلونکي فکر و کار کوي.

که دوی سره مو چال چلند خراب و، دوی ته د ځان په اړه منفي تصور ورکوئ، بله ورځ د همدې دفتر مشر یا کوم عادي کارمند مو یا لوړ منصب پيدا کوي، یا د یوه عادي کس په حیث یې یو مثبت نظر ستاسې شخصیت ابادولی او بربادولی شي.

له دې كبله درته وایوو، چې دفتر ته د څو کسیز یا څو سوه کسیز ځای په سترګه مه ګورئ، دا یوه ستره ټولنه ده، ستاسې نن، سبا او شخصیت هرڅه باندې اغېز لري.

اضطراب مو را کم کړئ!
که کار مو سخت وي او اضطراب جوړوي، هیڅ اندیښنه مه ورته کوئ. پښتو متل دی، چې: که غر لوړ دی، په سر یې لاره ده.

هرکار کیدونکی دی، هیڅ کار د دې ارزښت نه لري، چې ستاسې فکر او ذهن خراب کړي.

د هیڅ کار او سختیو په اړه یې اندیښنه مه کوئ، کارونه کیدونکي دي، خو د اندیښنو له اړخه یې تاسې ته اوښتونکي زیانونه په اسانۍ د جبران وړ نه دي.

د اضطراب کمولو لپاره په دفتر کې قدم وهل، له همکارانو سره خبرې او دوستانه تعلقات هم ګټور دي.

مېز او چوکۍ سره جوړ راشئ!
ځینې له خپل مېز او چوکۍ نفرت لري، کیناستل ورته په اور کیناستل ښکاري. دلیل یې دا دی، چې دوی کاږه واږه کیني، ملا یې خوږیږي، له همدې وجې یې خپل مېز او چوکۍ نه بد راځي.

په داسې شکل کیناستل زده کړئ، چې درته طبیعي وي او ځان پکې ارامه احساسوئ.

پر مېز مو د خوښې وړ او مناسب شیان کیږدئ، مثلاً: د ګلونو یوه وړه ګلداني، په ښکلي خط لیکل شوی یو شعر، یا الهام بښونکې جمله.

کیدای شي خپل یا د کوم ایډیال شخصیت عکس مو هم د مېز پر یوې څنډې کېږدئ.

بې خوبي مه کوئ!
ځینې دفتر ته په داسې نارامه ذهن او وجود ځي لکه روغتون ته چې د ارام لپاره تلي وي. تاسې داسې مه کوئ. په کور کې مو خوب پوره کړئ، په یوې خاصې انګېزې او د ښه کارپه نیت دفتر ته لاړ شئ.

که مو خوب لږ کړی وي، ذهن به مو نارامه وي، نه به شئ کولای، چې خپل کارونه سم ترسره او له همکارانو او مراجعینو سره سمه رویه وکړئ.

تفریح به کوئ!
تفریح په دفتر کې هم ضرور ده. داسې تفریح نه لکه چېرته چې په مېلو او چکر ځئ.

دفتري تفریح داسې ده، چې په یوه مناسب وخت کې کومه سندره واورئ، هغه هم په داسې شکل، چې بل چا ته مزاحمت ونه کړي.

یا د خوراک څه ولرئ، هغه وخورئ، یا څو همکارانو سره یوه شېبه ټوکې ټکالې، یا ستاسې له ذوق سره برابر او ممکنه بله تفریح .

خو د خوراک لپاره به خپل مېز نه کاروئ، ځکه څېړنو ښودلې چې کاري مېزونه تر ډېره میکروبي دي او ګڼ تاوانونه لري.

ټولنیزو رسنیو سره پام کوئ!
ایمیل ، فیسبوک یا ټویټر ممکن ستاسې د کار اړوند هم وي، خپل رسمي کار ترې اخلئ خو ځان مه ورسره مصروفوئ.

خواله یا ټولنیزې رسنۍ درته سرخوږی جوړوي، له کاره مو باسي، ذهن مو بلې خوا ته بیایي او په ټوله کې د رسمي کار پروخت استعمال یې ښه نه وي.

دا کار مو اداري اړیکې خرابولی او آمرین درته په غوسه کولای شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ګلاب هېواد