بریا او پرمختګ له نړۍ

نوی کال له دې ۷ ښو عادتونو سره پيل کړئ

لیکنه: ياران

ژباړه: عمران لمر

د نوي کال پيل د ډېرو خلکو لپاره د ډېرو کارونو او موخو پيل وي، ډېر خلک دا عادت لري چې خپل بد عادتونه د تېر کال په ختمېدو سره پرېږدي او ښه عادتونه راخپل کړي.

ډېر خلک د کال تر پايه له خپلو غوښتنو او موخو پاتې هم وي؛ مګر پوهېږو چې ټول داسې نه وي.

د نوي کال بدلونونه د بيا پيل لپاره ښه لاره ده؛ مګر ذهن او وجود دا بدلونونه نه مني او په سخته ورسره عيارېږي.

زمونږ مشوره دا ده، د دې پرځای چې غواړئ ۱۸۰ درجې ځان تغير کړئ؛ له دې ۷ ښو عادتونو سره کولای شئ په نوي کال کې کامياب ژوند ولرئ.

د څو اونيو يا مياشتو له تېرېدو وروسته به وکولای شئ چې د ذهن او وجود سکون ترلاسه او نوي ژوند ته يې آماده کړئ:

۱- ډېرې اوبه وڅکئ.
ممکن د نوي کال په پيل د څو اونيو لپاره د صحي غذايي رژيم نه بې پروا شئ او يا ورته لاسرسی ونه لرئ.
که له داسې غذا ګانو سره بلد نه يئ؛ نو په نوي کال کې به يې پيل درته يوه سخته ننګونه وي، مګر بايد پوه شئ چې اوبه ستاسې له بدن سره مرسته کوي چې د اوبو حجم نورمال وساتي او ستاسې وجود له بې اوبه کېدلو وژغوري.

کله چې تاسې د يو څه وخت لپاره درانده او وچ خواړه خورئ؛ نو ستاسې د بدن اوبه کمېږي. له دې عادت سره به تاسې نوی کال په ښه ډول پيل کړئ.

د اوبو په دايمي څښاک سره تاسې د وجود له ټولو سيستمونو سره مرسته کوئ چې خپلې دندې په ښه ډول او پرته له کوم ځنډه سرته ورسوي.

اوبه د ورځې د لومړني شي په توګه مصرف کړئ؛ تر ټوله ښه غذايي مشوره دا ده چې يو ګيلاس ګرمې اوبه د ليمو له اوبو سره يوځای د ورځې په پيل کې وڅښئ.

۲- په نوي کال کې له الکټرونيکي وسايلو يو څه فاصله واخلئ.
هر کال چې تېرېږي؛ زمونږ ژوند له ټکنالوجۍ سره ډېر يوځای کېږي. د نوي کال يو ښه عادت دا هم دی چې ملګرو ته د نوي کال له مبارکۍ ويلو وروسته، د تلويزيون، آنلاين اپليکشنونو او مجازي نړۍ فکر مو له سره وباسئ.

کولای شئ يو نوی ژوند پيل کړئ او د دې وسايلو شتون مو په ژوند کې کمرنګه کړئ.

که د کورنۍ غړي مو تل تلويزيون ګوري او يا لوبې او آنلاين آپليکشنونه تاسې بوختوي؛ نو ښه ده چې يواځيتوب غوره کړئ او له خپل ځان سره وخت تېر کړئ.

۳- د ساه اخېستلو آراموونکي تمرينونه
د ذهن او بدن د آرامولو لپاره ژوره ساه اخېستل تر ټولو ساده او آسانه لاره ده. يواځې د ۷ ثانيو په اوږدو کې د پوزې له لارې هوا واخلئ او بيا يې په اتو ثانيو کې وباسئ؛ خو يو لاس مو بايد په سينه او يو مو په خېټه ايښی وي.
کله چې ساه اخلئ؛ د خېټې حجم مو بايد له سينې زيات شي او چې کله يې باسئ؛ نو بايد پرېږدئ چې ټوله هوا بيرون ووځي.

ژوره ساه اخېستل د اضطراب او سټريس په کمولو کې مرسته کوي.

ځان عادت کړئ او چې هر کله هم درباندې فشار راتلو؛ نو مخکې له دې چې درته زيان ورسوي، ژوره ژوره ساه واخلئ او فشار له ځانه لېرې کړئ.

۴- پياده مزل هم د نوي کال لپاره ښه عادت دی.
که په نوي کال کې هوا ډېره سړه نه وي او يا بارانونه زيات ونه اوري؛ نو کولای شئ له پياده مزله او د دې ګټور ورزشه استفاده وکړئ.

ښې منظرې، ښه حال او انګېزې چې په نوي کال کې ورسره مخ کېږئ؛ له تاسې سره مرسته کوي چې د پياده تګ خوندورې لحظې تجربه کړئ.
همدا موضوع تاسې ته يوه اضافي هڅونه هم کېدای شي.

کولای شئ د نوي کال د ځينو پېښو د وړاندوينو چې ممکن ورسره مخ شئ: لکه مسافري، مېلمانه او يا نورې پېښې چې ستاسې د ورزش په مخ کې خنډ کېږي؛ مخه يې ونيسئ.

۵- لږ تر لږه ۲۰ دقيقې په يواځيتوب او چوپتيا کې فکر وکړئ.
په لاره تګ د ميډيټيشن يا فکري عبادت يو کارنده چوکاټ ګڼلی شئ، په لاره د تګ پر مهال کولای شئ چې خپل خفه فکرونه راټول او په يواځيتوب کې فکر وکړئ. همدارنګه کولای شئ په يوه خاموشه خونه کې کښېنئ او د اړيکو ټولې لارې مو وتړئ.

بيا په تړليو سترګو يو څه فکر وکړئ، خپل احساسات مو راښکاره کړئ او خپل ځان ته وخت ورکړئ چې هر هغه څه درته په رښتينې توګه ووايي چې ستاسې په داخل کې رامنځته کېږي، بيا د هر څه د کنترول او ښه کولو لپاره يوه لاره پيدا کړئ.

که بد سلوک ولرئ او يا د فکر بد طرز لرئ؛ نو ذهن او وجود مو يو څه نښې ښکاره کوي چې تاسې ته وښايي چې دا تېروتنه ده؛ کله چې يواځې يئ نو دا نښې په ښه ډول درک کولای شئ.

۶- له يواځيتوب وروسته ياداښتونه
په نوي کال کې يو ښه عادت همدا په يواځيتوب کې ياداښتونه ليکل دي؛ دا طريقه په هيڅ ډول بې ارزښته مه ګڼئ.
په دې د پوهېدلو لپاره چې په ذهن او بدن کې مو څه دي؛ همدا وخت ښه فرصت دی چې تاسې له خپل ځان سره يواځې يئ او فکر کوئ.

کولای شئ يوه کتابچه د ځان لپاره واخلئ او خپل ذهن مو په کې خالي کړئ.
په دې وخت کې کولای شئ چې خپلې موخې مشخصې کړئ او يا مو خپل احساسات له هر ډول ډاره پرته ځان ته ووايئ.

۷- د راتلونکو ۳۱ ورځو لپاره د پلان درلودل
له پورته شپږو مرحلو وروسته مو ذهن او بدن د دې لپاره آماده دی چې د نوي کال لپاره د نوي پلان سره ځان تيار کړي.

په ذهن کې د موخو په ټاکلو سره تاسې کولای شئ چې د يو تعداد مشخصو ښو عادتونو سره پلان جوړ کړئ او خپله هڅه پيل کړئ.

لنډ مهالي عادتونه او پلانونه سخت نه وي؛ خو بريالي وي، ځکه چې مونږ د لويو بدلونونو په وړاندې مقاومت کوو؛ مګر کوچني عادتونه د لويو عادتونو لپاره مقدمه جوړېدلی شي.

تاسې په نوي کال کې دا ۷ عادتونه تجربه کړئ او په راتلونکي کال کې مو خپل وضعيت وڅېړئ چې همدې کوچنيو عادتونو مو په ژوند څومره مثبت تاثير پرېښی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران