اقتصاد

ځینې خلک ولې سوالګري کوي؟

سوالګري یوه ټولنیزه ستونزه ده، چې انساني تولیدي ماشین او انساني سرچینې ضایع کوي.

په ښکاره هغه ټولنې شاته پاتې ګڼل کیږي، چې سوالګر په کې ډېر وي، خو حقیقت داسې نه دی، ځکه د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې هم سوالګر کم نه دي. په عامه توګه، بېوزلي، بېکاري، کډوالي، ناروغي او معلولیت، بوډاتوب اوپه نشه یي توکو روږدیتوب د سوالګرۍ د ودې مهم عوامل ګڼل کیږي، خو دا هر یو په خپل ذات کې د حل لاره لري.

زه په کابل کې ډېر معیوبان ګورم، چې په ټرانسپورټي چارو کې بوخت دي.

معیوبان او معلولان په ډېرو هېوادونو کې د ممیزو په فابریکو او ګلخانو کې په کار ګومارل کیږي. یا په کارخونه کې د کارتن جوړونې او کارتن تړنې چارې ور سپارل کیږي. ډېر بېکاره کسان سهار وځي او د سوال پرځای په رېړۍ کې یوه بوجۍ کچالو اچوي او په کوڅو کې یې خرڅوي. ماښام دوه درې سوه افغانۍ ګټه کوي. ډېر سپین ږیري وینم، چې پر وړاندې یې قرطاسیه او نور توکي پراته وي او د ښوونځیو پر وړاندې یې پلوري. دا هر یو د حلالې او د لاس په تڼاکو ګڼل شوې روزۍ په خوند پوهیږي او همدا خوند او احساس یې کار کولو ته هڅوي.

پخوا په ښار کې سوالګرو په لاسونو کې جامونه ګرځول، چې څوک پیسې ور واچوي، یا به یې د ملنګانو په څېر جامې اغوستې او په غاړه کې به یې کچکول اچولی و. نن سوالګري هم مډرنه شوې ده. د سوالګرو په لاس کې د خرڅلاو توکي دي، هغه هم خرڅوي او سوال هم کوي. ډېر ځله داسې پېښیږي، چې قلم پر خلکو پلوري، خو د ماتې پیسو په برخه کې پلمه کوي، اخوا دې خوا ګرځي، چې ماتې یې کړي، بالاخره پېرونکی هم اړوځي، چې ووايي: « ځه ورک یې کړه، دا پاتې دې هم ستا وي».

په جرمني، امریکا او نورو اروپايي هېوادونو کې د سوالګرۍ لپاره ډېرې عجیبې او غریبې لارې کارول کیږي. یوڅوک دیوال ته ولاړ وي میوزیک غږوي، یوچا غاړې ته یو پلاکارډ اچولی وي او پرې لیکلي یې وي، چې ۱۹۸ ډالر لرم، خو دوو نورو ډالرو ته اړتیا لرم، چې کور راته کرایه کړم، یا دوکان پرې پرانیزم. په دې متن خلک هڅیږي، چې ځه دوه ډالر یې په کار دي، وریې کړه، چې کار یې وشي. هرکس که دا فکر وکړي، سړي ته په ورځ کې ډېرې پیسې را غونډیږي. ځینې شعار ورکوي، چې پلار مې فلانکۍ قبیلې وواژه، غواړم، چې کاراته او کنفو زده کړم، چې د ځان او کورنۍ دفاع وکړم.

د سویډن ستاکولم، یوتبوري او مالمو مشهور ښارونه دي، خو دا ټول له سوالګرو ډک دي.

د سویډن د پولیسو څیړنې ښيي، چې دلته ډېری سوالګر له نورو هېوادونو کډوال شوي کسان دي. هغوی له چا شرم نه کوي او نه داسې څوک پرې ور برابریږي، چې دوی یې وپېژني. هغوی شاوخوا ۵۰ په سلو کې سوالګر بېرته اېستي دي. په فنلنډ او ناروې کې قانون جوړوونکي پر دې غور کوي، چې څنګه د سوالګرۍ مخه ونیسي.

تاسې به ډېر کسان لیدلي وي، چې موټرو ته خیږي او په مختلفو چلونو له خلکو پیسې ټولوي. د چا پر وړاندې یوه پنډه درمل اېښي وي او چا خپل ماشومان په ملهمو تور اچولي وي، څو پیسې پرې ترلاسه کړای شي.

په دې ورځو کې خو په کابل کې په حجاب کې داسې نجونې لیدل کیږي، چې د هر موټر چلوونکي او پلي کس سترګې ور اوړي او د نظرماتي لپاره هم لسګون او شلګون ورکوي.

په خوشال مېنه کې زما یو ملګری کیسه کوي، چې یوې سوالګرۍ ښځې دوه کاله مخکې یو داسې کور وپېره، چې بیه یې له دوه سوه زره ډالرو کمه نه ده. مانا دا، چې سوالګرۍ ته اوس د یوې عایداتي سرچینې په توګه کتل کیږي او د یوې ځنځیري مافیا په توګه کار کوي. ابله ورځ له یوه موټرچلوونکي سره روان وم، یو سپین ږیری یې را وښود، چې زامن یې په سعودي عرب کې اوسیږي، دلته په کابل کې هم څو کورونه لري، خو پلار یې له سوالګرۍ نه لاس نه اخلي.

د موټرچلوونکي په وینا، زامنو یې غوښتل، چې په زوره یې سعودي ته بوځي، خو پلار یې ګواښ ورته کړی، چې که دا کار وکړي ټول به عاق کړي.

څومره، چې انساني منابع له دې مافیا سره یوځای کیږي، د ټولنې پر تولیدي ماشین او ودې منفي اغیز پرېباسي. ډېری دغه سوالګر د ټولنې شتمن کسان دي، خو بیا هم د ټولنې او نورو خلکو په اوږو بار دي.

کابل ښاروالي وخت ناوخت له ښاره سوالګر ور ټولوي، خو دې چارې تراوسه ګټه نه ده کړې. هغوی تر خوشي کېدو وروسته بېرته خپل «کسب» ته ورګرځي.

معقوله حل لاره به یې داوي، چې د سوالګرو تشخیص وشي: څوک دي؟ ولې سوالګري کوي؟ څه مجبوریتونه لري؟ څه هنر او وړتیا پکې لیدل کیږي؟ او داسې نور.

په دغه تشخیص سره هغوی کېدای شي په مختلفو کټګوریو ووېشل شي او په کار وګومارل شي. دلته هغه سوالګر پېژندل کېدای شي، چې له مافیايي کړیو سره لاس لري او سوالګري د یوه کسب او کار په توګه کوي. ددوی وروستی ځای زندان دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */