نړۍ

د پولینډ لومړۍ وزیره ترافیکي پېښه کې ټپي شوې

د پولینډ لومړی وزیره بیتا سژیدلو په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوې، خو ددې ویاند ویلي چې هغه ښه ده او خپلې حکومتي چارې مخته وړلی شي.

د پولینډ د لومړۍ وزیرې د ټپي کیدو په اړه راپورونه وروسته له هغې خپاره شول چې لیموزین موټر یې په وارسا کې په یو ټکر کې ښکیل شو.

د نوموړې ویاند رافال بوښونیک وايي، درې پنځوس کلنه لومړۍ وزیره د یو څه وخت لپاره په وارسا کې په حکومتي روغتون کې بستري ده او ایکسرای عکسونه یې اخیستل شوي دي.

نوموړی دا تایید نه کړه چې ایا اغلې سژیدلو به د سه شنبې په ورځ په حکومتي غونډه کې ګډون وکړی شي او کنه.
په وارسا کې د هغه روغتون ډاکتر چې لومړی وزیره په کې بستر ده وايي، سژیدلو برسیرنه ټپي شوې او یو څه درد یې درلود، خو روغتیايي وضیعت یې د ډاډ وړ دی.

دا له نومبر میاشتې راهیسې په دې هیواد کې د حکومتي لوړ پوړو چارواکو د موټر د ټکر دریمه پېښه ده چې په دې هیواد کې یې د چارواکو د خوندیتوب په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.

د ټکر دا پېښه د جمعې په ماښام د پولینډ په ختیځ ښارګوټي اوسویڅیم کې پېښه شوې چې د لومړۍ وزیرې پلرنی ښارګوټي دی او د اونۍ د پای د رخصتۍ تیرولو لپاره ورغلې وه.

راپورونه وايي، د لومړۍ وزیرې موټر د درې موټرو د کاروان منځنۍ موټر و چې یو فیټ ډوله وړوکی موټر پرې شټرینګ وواهه او د لومړۍ وزیرې موټر یې له سړکه وویست چې یوې ونې سره ټکر شو.
په پېښه کې د لومړۍ وزیر موټرچلونکی او ساتونکی هم ټپیان شوي او روغتون کې دي.

په نومبر کې هم د پولینډ د لوړپوړو چارواکو د موټرو کاروان له ترافیکې پېښې سره مخ شوی و چې دوه لوړ پوړي چارواکي یې ټپیان کړي وو. دوه اونۍ مخکې د پولینډ دفاع وزیر هم له یوې ترافیکې پېښې روغ وتلی و. د ۲۰۱۶ م کال په مارچ کې ددې هیواد ولسمشر هم له یوې ترافیکې پېښې سره مخ شوی خو ژوبل شوی نه و.
په ۲۰۱۰ م کال کې د پولینډ د هوايي ځواک یوه الوتکه د روسیې په فضا کې نسکوره شوه چې ددې هیواد د هغه وخت ولسمشر لیخ کاڅژینسکي په کې له ۹۵ نورو کسانو سره ووژل شو.

نور په یاران کې:

دوامداره ناسته له سګریت څکولو هم مضره ده
سریدیوي وايي خپلې دوه لوڼې راته تر بل هر کار مهمې دي
د ويښتو پالنې په اړه څلور پوښتنې چې باید په ځواب یې پوه شئ
ازاد بازار او نامشروع سوداګري
د حزب اسلامي په اړه اشتباه مه كوئ ـ حقپال

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */