بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

مسؤلیت پیژندونکي اوسئ !

لیکنه: ياران

لــیکنه: ثـناءالله خـادم

یوه عموم قاعده داده چې غواړې پخپل ژوند کې پرمختګ وکړې او تل بریالۍ اوسې نو مسؤلیت پیژندونکی اوسه. هر شخص باید د خپل ژوند د مسؤلیتونو څخه باخبر اوسي. کچیري تاسي په یو موقف کې قرار ولرئ او تاسې خپل له مسؤلیتونو څخه ناخبر اوسی نو خلک بیا تاسو ته د ښه مامور خطاب نه کوې، تاسې بیا هغه څوک یاست چې خپل له دندي سره مینه درلودونکي نه یاست، نه هم تاسې مسؤلیت پیژندونکي یاست.

تر ټولو مهمه او اړینه خبره داده چې خپل له مسؤلیت نه خبر اوسی او خلک درته مسؤلیت پیژندونکی ووایي. په کورنۍ کې پلار او وروڼه هغه چاته مسؤلیت ور کوې چې هغه مسؤلیت پیژندونکی اوسې هغه ددې کورنۍ د ښه ژوند کولو مسؤلیت پر غاړه واخلي.

مسؤلیت پیژندل په دې مانا چې خپل دندي ته ژمن اوسئ. یو وخت یوه دفتر کې ناست وم یو مامور راغی او خپل مدیر ته یې وویل: مدیر صیب تاسې ولې هغه شاګرد ته اجازه ورکړه؟ مدیر صیب په ځواب کې وویل: ښاغلی دا زما مسؤلیت دی چې کوم چاته اجازه ورکوم یا نه، که چیري کومه پیښه وسوه ددې مسؤلیت ماته دریږي، تاسې خپل مسؤلیت وپیژنئ ستاسې مسؤلیت فقط د حاضیریو او ترقي تعلیم امضاء کول دي. په دې وخت کې د مامور او مدیر تر منځ لفظې شخړه وسوه، تر دې ورسیدل چې د یو بل غاړي ته لاس وراچوې زه یې مینځ کې ورولویدلم او د داوړو ترمنځ مې لږ څه لرې والی راویست.
که څه هم ما کومه رسمې دنده نه درلوده د خپل شخصي کار لپاره ورغلی وم نو ورته مې وویل: وبخښی که څه هم زما سره مناسبه نه ده چې ستاسې په وړاندې وغږیږم خو یوه خبره کوم چې هر څوک باید مسؤلیت پیژندونکی اوسې دې وخت کې د مدیر او مامور غوصه هم لږ څه سړه سوې وه نو مامور راته وویل له دې څخه دې مطلب څه وو؟ ورته مې وویل که چیري تاسو خپل په مسؤلیت پوهیدلای نو د مدیر صیب سره به مو جنجال نه کولای. مامور صیب وروسته ولاړ سو او د مدیر صیب څخه یې بخښه وغوښته چې زه ملامت یم ځکه چې زه خپل مسؤلیت نه پیژنم. نو که چیري خپل مسؤلیت وپیژنې نو د زیاتو جنجالونو څخه به خلاص اوسې. د ژوند پر مخ وړلو تر ټولو مهمه خبره مسؤلیت پیژندل دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران