بریا او پرمختګ روغه سټه طبیعت

پنځه څه چې همدا اوس د سکون او خوښۍ لپاره کولی شئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

نېکمرغي همدلته ده، په همدې شېبه کې، په شاوخوا چاپېریال او حتا ستاسو په دننه کې. د نېکمرغۍ تر ټولو اصلي او ننګونی درس دا دی، چې وپوهېږو، د خوشالۍ او نېکمرغۍ احساس زموږ په کنټرول کې دی.

هرومرو یې ولولئ

ـــ څنګه کولای شو، چې په خپلو پیسو نېکمرغي واخلو؟

ـــ د یوې ښې او سالمې کورنۍ د لرو ۵ رازونه؛ څنګه د کورنۍ له غړو سره خوشالي ووېشو؟

ـــ ۹ جالونه، چې ستاسو خوشالي محدودوي.

تر ډېره داسې تصور کوو، چې د خوشالۍ احساس له بریاوو او لاسته راوړنو سره تړاو لري. باور لرو، که چېرې په دنده کې ترفیع وکړو، خپل د خوبونو کور واخلو او یا د خپلې خوښ وړ کس سره واده وکړو، نو نېکمرغي په موږ پسې راځي او د تل لپاره پاتې کېږي. دا ډول تصورات له واقعیت سره ډېر واټن لري.

په دنده کې ترفیع کول، په بشپړه توګه یوه مهمه لاسته راوړنه ده او ستاسو د خوښۍ او خوشالۍ سبب ګرځي، د خپلو خوبونو په کور کې ګام ایښودل هم د ژوند یو له ستایونکو احساساتو څخه به وي او د خپلې خوښې وړ کس سره واده کول، به له ځانه سره، له مینې او نېکمرغۍ څخه ډک ژوند ولري، خو باید په دې باندې پوه شئ، چې له دې احساساتو څخه هېڅ یو یې د تل لپاره نه پاتې کېږي.

دا پېښې د دې سبب ګرځي، چې له دې وروسته، په هماغه شېبه کې او د لنډې مودې لپاره د نېکمرغۍ احساس وکړئ. خبره په دې ځای کې ده، چې په ډېره چټکه توګه له نوي موقعیت سره عادت کېږئ او هماغه پخواني حالت ته بېرته ورګرځئ، له دې امله، ټولو هغو پېښو ته په نه پام سره، چې ستاسو په ژوند کې رامنځته کېږي، باید پوه شئ، چې څنګه خپله روحیه او لید په کنټرول کې ولرئ. د ټولو نېکمرغیو د پېژندلو وړتیا او د هغو شېبو را منځته کېدل، چې د خوشالۍ د احساس لامل کېږي، د دې سبب ګرځي، چې په اوږد مهال کې ستاسو ژوند، هم په همدې بڼه، په خوشالۍ سره دوام پیدا کړي.

د دې لارې د پیلولو لپاره، هغه تګلارې وازمایئ، کومې چې لاندې یې در پېژنو:

۱ ـــ د هغه چا لپاره، چې ورسره د زړه له کومې مینه لرئ، د مننې یو یاددښت ولیکئ

په طبیعي توګه لېوالتیا لرم، چې له نورو سره اړیکه ټینګه کړم، د مینې لرلو او اړیکې احساس تجربه کړم، سره له دې، له هغو کسانو څخه د مننې لپاره، چې دا ډول احساسات یې په موږ کې رامنځته کړي دي، هڅې نه کوو او هغوی ته کافي وخت نه ځانګړی کوو. په همدې دلیل له تاسو څخه غواړو، چې همدا کار ترسره کړئ؛ هغو کسانو ته، چې ورسره مینه لرئ، ووایئ، چې ولې ستاسو لپاره ارزښت لري، ولې له هغوی څخه منندوی یاست او له هغوی سره د خوشالۍ او نېکمرغۍ احساس کوئ. د دې احساساتو څرګندونه، نه یوازې د دې سبب ګرځي، چې د خپلې اړیکې په ارزښت پوه شئ، بلکې ځواک یې لاپسې زیاتوئ او په دواړو لورو کې مثبته انرژي را منځته کوئ.

۲ ـــ سترګې پرانیزئ، د خپلې شاوخوا ښکلاوې ووینئ او وې پېژنئ

کله وخت په دې کچه بوخت یو، چې هېروو، خپل شاوخوا چاپېریال ته وګورو، همدا اوس دا کار ترسره کړئ، خپلې سترګې پرانیزئ او خپلې شاوخوا ته وګورئ، څه ښکلی څیز مو په شاوخوا چاپېریال کې شتون لري؟ په ګلدانۍ کې څو ګلان، یو ښکلی حجاب، یا د لمر ځلانده وړانګې؟ څو شېبې په تمه پاتې شئ او د ښکلاوو په لټه کې واوسئ؛ ځکه چې په چټکه توګه دې ته متوجه کېږئ، چې شاوخوا چاپېریال مو له ښکلاوو څخه ډک دی، تر ټولو په زړه پورې داده، چې څېړنو ښودلې، هر ښکلي څیز ته کتل، کولای شي، ستاسو روحیه ښه کړي.

۳ ـــ مسکا وکړئ

ډېره آسانه تګلاره، خو پیاوړې. مسکا کول د دې سبب ګرځي، چې په بدن کې د خوښۍ او خوشالۍ هورمونونه آزاد شي، چې په پایله کې یې لا ډېره مسکا کوئ، حتا یوه مصنوعي مسکا هم دا ډول حالت را منځته کولای شي، په زړه پورې ټکی دا دی، چې مسکا هغه تګلوری دی، چې په مرسته یې کولای شئ، په هر چاپېریال کې خپلې روحیې ته بدلون ورکړئ او یوه مثبته فضا رامنځته کړئ، همدا اوس یې وازمایئ، د خپلو شونډو څوکې پورته کړئ او د خندونکو څیزونو په اړه فکر وکړئ، وروسته دا خندا، ترڅو چې مثبت حالت شتون ولري، په خپلو شونډو یې وساتئ.

۴ ـــ په ځان باندې پام ساتئ

که غواړئ، له نورو سره مرسته وکړئ، باید مخکې تر هغې له ځان سره مرسته وکړئ. دا کار په ځان باندې په کوچني پام سره، ترسره کړئ، دا کوچنی او ساده پام تاسو ته انرژي دربښي، د روحیې د پیاوړتیا سبب ګرځي او روح مو تازه کوي. په دې ترتیب د خوښۍ، رضایت او آرامتیا د احساس لمس آسانه کېږي. دا شخصي کوچنی پام کولای شي، له ځان څخه مو کوچنی تعریف وي. د مخ له ماسک څخه ګټه اخیستنه او حتا د مدیتیشن تمرین، توپیر نه کوي، چې څه کار وي، یا د هغه لپاره څومره وخت مصرفوئ، مهم ټکی دا دی، چې په دې کار سره دا ښکاره کړئ، چې څومره په ځان باندې پام ساتئ او له خپل ځان څخه منندوی یاست.

۵ ـــ ساه وباسئ

د ساه ایستنې د ۴ـــ ۷ـــ ۸ تخنیک وازمایئ. تر ۴ پورې وشمېرئ او سږو ته هوا داخله کړئ، تر ۷ پورې وشمېرئ او ساه وساتئ او په بیا ساه ایستنه کې تر ۸ پورې وشمېرئ او ساه وباسئ. دا دوران څو ځله تکرار کړئ، ترڅو د ذهن د آرامتیا احساس، د غړو د هوساینې او د خوښۍ احساس بېرته تر لاسه کول تجربه کړئ.

ساه ایستنه ستاسو د پارا سمپاتیک عصبي سیستم سره په اړیکه کې ده، نو له دې امله د آرامتیا بښونکې ساه ایستنې تمرین کولای شي، ستاسو دننني احساس ته بدلون ورکړي.

هره ساه ایستنه د انرژۍ د ډېرښت او هره بیا ساه ایستنه، ستاسو د آرامتیا سبب ګرځي، له ټولې ساه ایستنې او بیا ساه ایستنې څخه په ښه توګه ګټه واخلئ. د دې کار د ترسره کولو پرمهال، له هغې ساه څخه چې باسئ یې او له خپل بدن څخه مننه وکړئ، ځکه چې له ساه ایستنې څخه پرته ژوند ناشونی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل