لوبې

هغوی چې غواړي ښه ورزشکار شي نو دا ۶ ټکي دې یاد لري

 

ژباړه: غازي عابد

هر ډول سپورټ علاقه او مینه غواړي، پرته له مینې نه شې کولی چې ښه ورزشکار شې. همداراز په سپورټ یا ورزش کې بریالتوب د علاقې ترڅنګ له مهارتونو سره نښتی، که ښه مهارتونه یاد ولرې او ویې کاروې، نو یو ښه او مسلکي سپورټ کوونکی درځینې جوړیدای شي. خو دا مهارت ترلاسه کول انتظار او حوصله غواړي؛ که چیرته پراخه حوصله ونه لرې او د ډیر انتظار وړتیا درکې نه وي، نو بیا ستونزمنه ده چې سپورټ یا ورزش کې مخکې تګ وکړې. ددې تر څنګ ځینې نورې کړنلارې او لارې چارې شته چې باید د ښه سپورټ کولو لپاره دریادې وي.

دلته ترې یادونه کوو:

۱- لوی خو ممکن اهداف
که غواړې چې په سپورټ کې بریالی اوسې، نو لازمه ده چې باید ستر اهداف او موخې وټاکې. خو ددې ترڅنګ به دا په رښتیا هم ترلاسه کیدونکي وي او داسې به هم نه وي چې هدف دې په یو کال کې نه ترلاسه کیږي او ته وایې ترلاسه کوم یې. بلکې دې ته دې باید فکر وي چې ته څوک یې او تر کومه حده دې وسه رسي، ځکه ښایي ته به نوی لوبغاړی وې. همداراز د اهدافو ترلاسه کولو لپاره باید وخت منظم کړې او که چیرته مو هدف ستر وي، نو په وړو یا کوچینو برخو یې وویشئ او بیا یې ترلاسه کړئ.

۲- نیک خویه سپورټ کوونکی اوسه

یعنې ته باید په سپورټ سره ښه رویه خپله کړې. له مثبتې طریقې او خوی نه باید استفاده وکړې. که چیرته مو لوبه وبایلله، نو باید د هغوی بریا قبوله کړې او د هغوی بریا ته احترام وکړې، نه دا چې کله لوبه بایلې، بیا لانجې او بد اخلاقي کوي او خبرې ورپسې کوې. ځکه که چیرته ته نن د بل چا بریا ومنې او درناوی ورته وکړې، نو سبا له تاسره هم همداسې چلند کوي او کله چې مو بریا ترلاسه کړه همداسې درناوی درته کوي.

۳- حوصله ناک اوسه
دا هیڅ کومه خبره نه ده چې ته په سپورټ کولو کې ستونزې لرې، ژر نه پوهیږې، ځکه مهارتونه او چلونه ورو ورو زده کیږي. دا باید ومنې چې ځیني داسې لوبغاړي به هم وي چې له تا تکړه وي، باید تکړه والی یې ومنې او یوازې به ځان نه منې.

باید ستا انګیزه ډیره پراخه وي او داسې فکر وکړې چې که نن نه وي څو کاله وروسته خو به ښه لوبغاړی شې، ضرور نه ده چې بې صبري وکړې او حوصله له لاسه ورکړې، ځکه که حوصله ونه شي، ممکن بیخي سپورت یا ځانګړې لوبه درنه پاتې شي.

۴- نیوکې ومنه

چې لوبه کوې، نو خامخا به له نیوکو او نیمګړتیا ښکاره کیدو سره مخ کیږې. ممکن ځیني وخت ستا روزونکی په تا غوصه شي یا نیوکه درباندې وکړي، خو ته باید ډیر نرم اوسې، هره نیوکه ومنې او نرم او اصولي چلند ورسره وکړې. همداراز دا نیوکې هم ځان ته داسې مه بوله چې ګواکې نه پوهیږې یا دا چې څـوک یا کوچ په تا نیوکه کوي، وړتیا به یې نه لرې، بلکې دا هر څه د زده کړې لپاره کاروه او منفي تعبیر ترې مه کوه.

۵- له خلکو او لوبغاړو سره خوږ او مینه ناک اوسه

له ټولو لوبغاړو سره باید نیک چلند وکړې. ځکه کیدای شي چې له نویو لوبغاړو او نورو عامو خلکو او مینوالو سره مخ شې؛ خو هڅه به کوې چې له ټولو سره دوستانه چلند وکړې. له لوبغاړو او نویو خلکو سره ښه چلند سره کیدای شي چې تاسې نور هم مخته لاړ شئ او ډیر ملګري پیدا کړئ. همدارنګه که مینه ناکه اوسې نو له هغو خلکو او لوبغاړو سره چې پیاوړي او تکړه وي، به دې هم ښه اړیکه وي او کولی شئ چې ډیر څه ورځیني زده کړئ.

۶- لږ شوخ او ساتیری هم اوسه

په سپورټ کې باید له نورو لوبغاړو او خلکو سره لږ ساتیری او ورین تندي لرونکی هم اوسې. ځکه تاسې لوبه د همدې لپاره کوئ چې خوښي ولرئ، نو ورشکار باید هر وخت له خلکو سره په خوښۍ چلند وکړي. یعنې په چوکاټ کې ټوکې ټکالي او مثبته ساعتیري یې هم باید د ژوند او حرفې برخه وي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */