د مور مرګ؛ بریالی صمدي نوره د (سوالګرې مورې) سندره نه شي ویلی

انځور د 2012م کال دی؛ خبریال ایمل مړوند او بریالی صمدي

لیکنه: صادق طارق

مور چې څومره خوږه ده، هغومره یې بېلتون او له لاسه ورکول ډېر درد او زور لري.

د ادبیاتو او هنر یوه د پام وړ برخه د دغې لویې هستۍ په ستاینه، ارزښت، بېلتون او د لاسه ورکولو په درد پنځول شوې ده.

په دې برخه کې مشهور هنرمن بریالی صمدي هم د یادونې وړ دی.

هغه هم مور ته سندره ویلې، خو د مور له مړینې وروسته یې بیا نه شي ویلی.

د بریالی صمدي په اړه
بریالی صمدي د پښتو او دري ژبو مشهور هنرمن دی.

هغه اصلا د ننګرهار اوسیدونکی دی، خو په پېښور او کابل کې یې هم ژوند او موسیقي کړې ده.

د بریالي پلار استاد صمد نومیده. استاد صمد د افغانستان د موسیقۍ د پلار استاد محمد حسین سرآهنګ له نیږدې شاګردانو څخه و.

بریالی او کورنۍ یې ټول هنرمندان دي، د هغه یو بل ورور زریالی صمدي هم سندرې وایي.

د ده یو شمېر نور وروڼه او خپلوان د موسیقۍ آلې غږوي.

د هنري ځلیدو پیل
بریالی د طالبانو د حکومت له سقوط سره په څو سندرو ډېر مشهور شو:
په مزه- مزه کابل ته کډې لاړې
پېښوره دا زموږ پسې به ژاړې


د غزل هنرمن
د بریالي صمدي د مینه والو او هنر ارزونکو په وینا ده د مختلفو فورمونو سندرې ویلي، خو دی اصلا د غزل هنرمن دی.
صمدي هم غزل ډېر خوښوي، ډېر یې وایي او ډېر پکې بریالی دی.

د بریالي صمدي د مور سندره
د صمدي یوه سندره، چې دی یې ډېر مشهور کړ، د ( سوالګرې مور) سندره وه.
دا سندره، چې شعر یې هلال کږه وال لیکلې، په دې ډول ده:

پیوند جامو نه دې لوګی شم، مساپرې مورې

وږو بچیو ته خیرات غواړي سوالګرې مورې

د دې شعر په ویلو کې صمدي له لوړ هنر سره د زړه سوز او احساس هم ملګري کړي وو.
دا سندره خورا مشهوره شوې وه او ډېر مینه وال یې موندلي وو.

د مور مرګ او بریالی صمدي
د بریالي صمدي مور څو میاشتې وړاندې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
دغه ویر صمدي سخت حساس کړی. نوموړی څه موده مخکې په یوه تلویزوني خپرونه کې د مرکې پر وخت د (سوالګرې مورې) سندره په ژوندۍ بڼه ویله، چې پکې بند شو.

صمدي وویل: د مور له مړینې وروسته را ته استاد میناګل وویل، چې د مور سندره به بیا هغسې ونه وایې، چې اوس ریښتیا همداسې وشول!