بریا او پرمختګ

د بریالي ژوند څو رازونه

ژباړه: محمد عزيز پردېس

۱- خپله بريا مجسمه کړئ.
که مو په ذهن کې د ځان لپاره څه مجسم کړل، نو هغه به په واقعيت کې هم وګورئ. مثبت ليد، ښه ليد، مثبت فکر او په ذهن کې مثبت انځور جوړول… دا ټول هغه څه دي چې ستاسو خوبونه په واقعيت اړوي. دا کار نه يوازې دا چې تاسو ته مثبت انرژي دربښي، بلکې تاسو دې ته هڅوی چې تل د خپلو موخو او هيلو په ترلاسه کولو کې هڅانده پاتې شئ او پرته له شکه څوک چې هڅه کوي، هغه به هرو مرو بريالی کېږي.

۲- واقعبينه اوسئ.
دا په ياد ولرئ چې موخې مو بايد مطلوبه او ترلاسه کېدونکې وي. د دې اونۍ لپاره مو ځان ته داسې کارونه وټاکئ چې ترسره کولی شئ او د وخت په تېرېدو ورو ورو لويو لويو کارونو ته مخه کړئ.

وارن بافټ وايي: زه د دوه مترو خنډونو پسې نه ګرځم چې اړ شم د هغه پر سر ټوپ ووهم، بلکې هڅه مې دا ده چې د نيم مترو خنډونو سره ځان مخامخ کړم، څو وشم کولی په اسانۍ سره د يوه ګام اخېستلو سره ترې تېر شم.

له کابل څخه ولسي جرګې ته خپلواک نوماند الحاج عزت الله نیازی

۳- خپلې اوږدمهاله موخې مو روښانه کړئ.
خپلې لوړې او اوږدمهاله موخې مو واضحه کړئ. آيا غواړئ خپلو زده کړو ته مو دوام ورکړئ؟ يو نوی کار په لاره واچوئ؟ کورنۍ رامنځ ته کړئ؟ …

هر هغه غوښتنه چې لرئ، ويې ليکئ او هغه په داسې ځای کې کېږدئ چې تل مو مخې ته راشي او ويې لوستلی شئ؛ ترڅو په ياد ولرئ چې لا مو مخې ته څومره واټن پروت دی.
په دې ترتيب سره به تاسو د موخې / موخو لرونکي شئ.

۴- ځان ته مو هيلو کولو او خيال پردازۍ اجازه ورکړئ.
کله چې مونږ لويېږو نو خپلې هيلې هېروو؛ په داسې حال کې چې هيله او ارزو هغه ستنې دي چې د هغو په مرسته کولی شو خپلې لوړې موخې ترلاسه کړو.
هرکله مو چې ذهن ته يوه مفکوره او ايډيه راغله، نو دفعتا يې وليکئ.

۵- دا مو عادت وګرځوئ چې هره ورځ د پرمختګ لپاره يو ګام پورته کړئ.
هره ورځ د خپلو اوږدمهاله موخو د ترلاسه کولو لپاره واړه ګامونه واخلئ. لوړې موخې مو وټاکئ او د وخت په تېرېدو سره واړه واړه ګامونه پورته کړئ، څو ورو ورو خپل لوړ هدف ته ورسېږئ.

۶- له نورو څخه هم ګټه پورته کړئ.
هېڅکله د نورو لپاره ژوند مه کوئ، خو له هغوی څخه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره انګېزه واخلئ.
کله چې نور ستاسو له برنامو څخه خبر شي، نو تل به تاسو څاري او تعقيبوي به مو، ترڅو وشي کولی هغوی هم ځانونه ستاسو په څېر شي. هڅه وکړئ غوره واوسئ.

۷- شرافت او عزت مه هېروئ.
که ومو ليدل چې يو هدف د رسېدو لپاره مو عزت او وقار زيانمن کېږي، نو د هغې موخې له خيره تېر شئ.
دا سمه ده چې په غبن او تېروتنو به خپلو موخو ته ورسېږئ، خو د يو دروغحن، فرېبکاره او بې شخصيته شخص په توګه به وپېژندل شئ او په ټولنه کې به ښه انځور ونه لرئ.

۸- خپل ژوندانه د مفهوم ورکولو په موخه، خيريه کارونو ته لاس واچوئ.
هغه داوطلب کسان، لکه د خوړو مرسته کوونکي چې کله دې متوجې کېږي چې د دوی د هڅو په پايله کې يو ډله خلک مړېږي؛ نو دوی د خوښۍ او ګټورتوب احساس کوي.
تل د نورو سره مرسته او همکاري د خپلو موخو يوه برخه وګرځوئ.

۹- تل د ځان لپاره موخې وټاکئ.
د موخې لرل انسان ته ښه حس ورکوي. خو دا چې کله خپلې موخې ته ورسېږو نو احساس کوو چې هرڅه وشول او په دې نپوهېږو چې نور به څه کوو.
نو پکار ده چې تل ځان ته موخې وټاکئ او تل د وخت په تېرېدو سره ورته متوجه واوسئ، کله مو چې يوه موخه بشپړه کړه، بلې ته يې متوجه شئ.

۱۰- هغه څه مو چې پيل کړي، پای ته يې ورسوئ.
که دا مو عادت وي چې هر کار په نيمه کې پرېږدئ، نو په دې پوه شئ چې په جدي شرايطو او موقعيتونو کې نشئ کولی چې ځان ته مو هيله من پاتې شئ او نور به هم پرتاسو اعتماد ونکړي.
هر کار چې پيلوئ، تر پايه يې ورسوئ، ترڅو بريالي شئ.

۱۱- خپلو لاسته راوړنو ته قدر ورکړئ.
انسان هېڅکله په دې نپوهېږي چې اهداف به يې په پايله کې هغه چېرته رسوي.

ښايي اوس هم خپلو ځينو موخو ته رسيدلي نه ياست، خو پرته له شکه چې تر دې دمه به ډېرې لاسه راوړنې لرئ، چې بايد پرې غلي پاتې نشئ. همدغه لاسته راوړنې په حقيقت کې تاسو ته دا فکر درکوي چې خپلې تعقيب کړئ او ځان ورته ورسوئ.

۱۲- ډېر مسوليتونه پر غاړه واخلئ.
په کاري ساحه کې د کارونو د مخ ته وړلو لپاره، لومړيتوب بې پايلې نه وي. د يوې څېړنې په اساس، هر هغه کارکوونکی چې دغه پورته ځانګړنه په ځان کې ولري، نو د پرمحتګ چانس به يې د نورو په پرتله ډېر وي.

۱۳- په اختياري برنامو کې برخه واخلئ.
کله چې له داسې يوې غونډې، سيمينار، ورکشاپ او هر ډول پروګرام څخه خبرېږئ چې په هغې کې ګډون کول کوم ځانګړي شرايط نه لري، نو چانس له لاسه مه ورکوئ او هرو مرو پکې ګډون وکړئ. البته دا مهمه ده چې خپل اړين کارونه مو بايد پاتې نشي.
البته د شرکتونو مالکين او مشران تل د دې په هڅه کې دي چې د خپلې ادارې لپاره داسې کسان وګوماري چې له پخوا نه د دوی د کارونو سره بلدتيا او لېوالتيا ولري.

۱۴- د خپل چوکاټ له ماتې څخه مه وېرېږئ.
ډېری انسانان انعطاف منونکي دي او د بدلون او تغير پر وړاندې مقاومت کوي. د UCLA پوهنتون وروستۍ څېړنې ښيي چې ۹۱ سلنه لويان د ډېر عمر خاوندان نوې ايډيې او نظريات نه مني.
د نويو نظريو په نه منلو او د هغو په نه عملي کولو، هېڅکله نړۍ کې بدلون نه راځي او نوي څه نه رامنځ ته کېږي.
په همدې اساس هڅه وکړئ چې د هغه ۹ سلنې له ډلې څخه واوسئ چې موجوده وضعيت تر پوښتنې لاندې راولي او د پخوانيو نظريو څخه دومره استفاده نه کوي.

۱۵- خپل غږ د نورو تر غوږونو ورسوئ.
که انسانانو خپلې ايډيې او نظريات تل د ځانونو سره ساتلې او د نورو سره يې نه شريکولی، نو نړۍ به هېڅکله هم پرمختګ نه وی کړی.
دا چې خپل نظريات د نورو سره شريکوئ، مه وېرېږئ او شرم هم مه کوئ.
البته خپله به هم په دې پوهېږئ چې تل به مو نظريات نه منل کېږي، خو د دې کار په کولو به د نظر خاوند په توګه وپېژندل شئ.

۱۶- د هغه ايډيې پر وخت لګولو چې ښايي کومه پايله ونه لري، مه وېرېږئ.
که يوه ايډيه مو کومه پايله ونه لري، دا د دې مانا نه ورکوي چې ستاسو هڅه بې ارزښته ده.
حتا که د خپلې خوښې پايلې ته هم ونه رسئ، نو کومې تجربې مو چې په دومره موده کې ترلاسه کړي دي، په بل ځای کې به مو په کار راشي. یانې نه يوازې دا چې څه له لاسه نه ورکوئ، بلکې نور هم پخېږئ.

۱۷- نويو کارونو ته لاس واچوئ او تل سخت کار وکړئ.
هر هغه انسان چې سخت کار وکړي، نوښت ولري او د خبرو په پرتله يې عمل ډېر وي؛ نو لاسته راوړنې به يې هم ډېرې وي. تاسو هم کولی شئ چې په سخت کار سره خپلو موخو ته ځانونه ورسوئ.

په ياد ولرئ چې لازمي او ضروري نه ده چې نوموتی شخص دې واوسئ. د برياليتوب هر پړاو ته چې ورسېږئ، يوه ډله شته چې ستاسو په قدر او وړتيا پوه شئ.

۱۸- نوښت او خلاقيت مو خپله دنده وګرځوئ.
دا وينا له پخوا څخه موږ ته راپاتې ده: ( چې د سبا وخت راورسېد نو په اړه به يې فکر هم وکړو ). خو په دې نړۍ کې داسې انسانان شته چې خپلو ذهنونو کې يې د سبا لپاره هم فکر کړی دی، نو د همدې لپاره له نورو وړاندې او مخکې هم دي.
تاسو هم دا کړنه ترسره کړئ. خلاق واوسئ او د فکر کولو پر مهال هېڅکله مه پرېږدئ هغه موارد چې ناشوني دي؛ تاسو ووېروي او وروسته مو پاتې کړي.
خپل فکرونه، نظريې او ايډيې پټې مه پرېږدئ او د نورو سره يې شريکې کړئ.

۱۹- هغه کسان چې ستاسو د نوښت مخه نيسي، ترې ډډه وکړئ.
په هر ډول چې وي، له منفي بافه کسانو څخه ځانونه لرې وساتئ او مه پرېږدئ چې د پرمختګ مه مو ونيسئ. بدبيني کرغېړنه ناروغي ده، ترې ډډه وکړئ.
خو که شرایط داسې وي چې نشئ کولی د هغوس سره اړيکې برې کړئ، نو هڅه وکړئ هغوی سره خيلې ايډيې شريکې نه کړئ.
په دې ترتيب به هغوی يوازې تاسو د مبارکۍ وخت ولري، نه دا چې کاره مو منصرفه کړي.

۲۰- مثبت انديشي تمرين کړئ.
د ييل پوهنتون د يوې څېړنې په اساس، هغه کسان چې خوش بينه دي؛ د مايوسه کسانو به پرتله اوه نيم کاله ډېر عمر کوي.
د دې پرځای چې ووايئ: ( زه هېڅکله لوړ مقام ته نه رسېږم ) يا ( زه په ازموينه کې نه بريالی کېږم )، فکر وکړئ؛ که هڅه وکړئ، هرځای ته رسېږئ.

۲۱- هڅه وکړئ چې غوره واوسئ.
هر هغه څه مو چې د پرمختګ مخه ډب کوي، له شره يې ځان خلاص کړئ او هغه کسان چې ذهنونه يې ککړ دي، ترې ډډې وکړئ.

خلاصه دا خپل چاپېريال او شاوخوا مو داسې جوړ او مديريت کړئ چې تاسو پءمختګ او برياليتوب ته وهڅوي.
پرېکړه چې غوره واوسئ، څو وشئ کولی له ژونده ښخ خوند واخلئ.

۲۲- تل په شونډو موسکا ولرئ، حتی که حوصله يې هم ونه لرئ.
موسکا تاسو سره مرسته کوي چې ښه احساس ولرئ، حتی که د زړه له تله هم نه وي.
د يوې څېړنې پايله ښيي چې مثبت فکر او ليد له ناروغانو سره مرسته کوي چې پر دردونو برلاسي شي.

۲۳- خپل رښتينی حالت ومومئ.
له دې وروسته چې هرچا ستاسو د حال پوښتنه کړه، مه ووايئ چې ښه ياست؛ بلکې ووايئ چې غوره ياست.
که غواړئ چې غوره ژوند ولرئ، نو د ژوند په اړه مو ښې او غوره خبرې وکړئ. ښه فکر کول او ښې خبرې کول د پرمختګ او بريا لپاره ستنيز ګامونه دي.

۲۴- په ځان مو بدګماني مه کوئ.
شک او دوه زړه توب مو ورځنی ژوند تريخوي، ستاسو او د ملګرو ترمنځ مو واټن ډېروي.
د پرېکړې پر مهال لازم او اړين مالومات لاس ته راوړئ او وارخطا کېږئ مه؛ ترټولو غوره پرېکړه وکړئ او شک پرې مه کوئ.

۲۵- وخت پېژندونکي واوسئ.
هرکله چې پر وخت او موقع سره يو ځای ته حاضر شئ، يانې نورو ته احترام لرئ او دا څرګندوئ چې د هغوی وخت هم تاسو ته ارزښت لري.
وخت ته ارزښت ورکول د بریاليو کسانو له غوره ځانګړنو څخه ګڼل کېږي.

۲۶- سرعت مو راکم کړئ.
سرعت مو کم کړئ. مړۍ مو ورو ورو وژدويئ، له هرې مړۍ خوند واخلئ او په مزه مزه يې وخورئ. په ارامۍ سره خبرې وکړئ. په ټاکلي او مناسب سرعت سره موټر وځغلوئ او هغه چلوونکی چې غواړي له تاسو مخکې شي، لاره ورکړئ.
بريالي کسان ډېر وارخطا او چټک نه دي، بلکې په نرمښت او پوره متانت سره خپل حرکت ته دام ورکوي.

۲۷- د کار روږدي مه اوسئ.
که له حد او اندازې پرته په خپل کار بوخت ياست، نو له خپل ځان څخه وپوښتئ چې څه لاس ته راوړئ؟
له ۹ ساعتونو څخه ډېر کار مه کوئ. د دې پرځای چې تر ناوخته د کار په ځای کې پاتې شئ، غوره به دا وي چې پر وخت او په ټاکلي وخت، لږ خو ښه کار وکړئ.

۲۸- خپلو غوښتنو او موخو ته بياځلې کتنه وکړئ.
هېڅوک هم د مرګ په بستر کې دا فکر نه کوي چې ای کاش ډېر څه يې اخېستي وی.
که د هغه څيزونو د لاسته راوړلو لپاره چې ورته اړتيا لرئ، له سهاره تر ماښامه کار کوئ؛ نو د دې وخت رارسېدلی دی چې خپلو موخو ته بياځلې کتنه وکړئ.

۲۹- هغه څه چې تاسو ته مهم دي، لومړيتوب ورکړئ.
ژوند لباس نه دی، چې کله زوړ شي؛ نوی لباس يې پر ځای غوره شي.
له خپل ځان څخه پوتنه وکړئ، چې کله مو د ژوند وروستۍ نېټې راورسي، نو څه ډول ژوند غواړئ ويې لرئ.
خپل لومړيتوبونه مشخص کړئ او هغو ته په کتو پرېکړه ونيسي، چې بيا پښېمانه نه شئ.
د برياليتوب لپاره بايد حرکت وکړئ. غوره به وي چې په دې پوه شئ، هر کار چې يوه نالوستي او بې سواده ترسره کړی دی؛ هر هغه کس چې ښه ذهني وړتيا ولري نو هغه يې هم په ښه ډول او دوه برابره د هغه په نسبت ترسره کولی شي. نو پکار ده چې بهانې ونه لټوئ او همدا اوس لاس پکار شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی