بریا او پرمختګ ګټه وټه

بريالي اشخاص د خپلو پیسو سره دا تېروتنې نه کوي!

ژباړه: نوراحمد فضلي

هغوی چي نن د بریا پر لوړو پوړو ناست دي؛ دې ځای ته د رسېدو له پاره له کړاوونو او ګړنګونو تېر سوي دي. اوس پوښتنه دا ده چي بریالي کسان په خپلو پیسو کوم کارونه کوي؟

په بریالیتوب کښي د پیسو اغېزناک مدیریت له مهمو مهارتونو څخه دی. ډېری بریالي کسان د خپل ژوند له لومړیو کلونو تصمیم نیسي چي د پیسو په اړخ کښي اغېزناک اوسي.

ستاسي د عوایدو پر بنسټ ژوند کول د مالي مدیریت یو مهارت دی. د نړۍ ډېرو بریالیو کسانو په خپل توان سره له دې اصله کار اخیستی دی. د بېلګي په ډول، سر جان تمپلتون، یو افسانوي پانګوال چي ميليونر سو، حتا کله چي له محدودو لارو تېر سو، خپله ۵۰ سلنه عواید یې سپما کړل. موږ که پنځوس سلنه نه سو کولای، کولای سو چي له لسو تر پنځلسو سلنه عوایدو په سپما کولو سره مالي بریالیتوب حاصل کړو.
ټکی: د سپما لاري چاري ولټوئ.

بریاليو کسانو ته د توکو بیه مهمتره ده
هغه نرخ چي د ډوډۍ، یوه جوړ کالو یا پانګوني له پاره یې په کار کښي ورکوئ یوازي د کیسې یوه برخه ده. بریالي کسان د یادو توکو نرخ ته هم حساب کوي. په پانګونو کښي، د هماغي پانګوني ودي ته په راتلونکي کښي حساب کوي.

د شخصي مواردو له پاره، باکیفیته توکي اخلي چي ډېر وخت او عمر ولري. د بېلګي په ډول: شونې ده یو ډول تجارتي بوټ چي بیه ئې ۲۰۰ ډالره یا تر دې ډېره وي مګر که له دې بوټو په صحیح توګه ساتنه وسي؛ کلونه وخت به ووهي.

ټکی: لوړ کیفیت لرونکي توکي وپېرئ چي د ډېر وخت له پاره دوام ولري.
بریالي کسان پوهېږي چي څنګه خپل ضمانتونه مدیریت کړي باید پر خپلو قسطونو په میاشت کښي یو حد کښېږدئ. د CNN په حواله، د آمریکايي کورنیو سامان آلاتو متوسط نرخ له ۱۵ زره ډالره زیات قسط په ځان پسي لري. همدارنګه بریالي کسان همېشه خپلو بانکي کمېشنونو/تنخواګانو ته هم یو نظر کوي؛ دا چي څومره اندازه له ATM کارده د استفادې او نورو پېښو له پاره ورکوي. کله چي مو د سیسټم د کار ډول لاره بیاموندله، ددې کمېشنونو/تنخواګانو څخه د خلاصون لار آسانه ده.

ټکی: یوازي په هره میاشت کښي له ۵ الی ۱۰ دقیقو خپل مالي حساب ته بیاکتنه، هغه ټول وخت دی چي ددې کمېشنو/تنخواګانو د درک او په هغو کښي د سپما له پاره لازم دی.

بریالي کسان په ژوند کښي تر ژورو تحولاتو وروسته خپله شتمني د هغه سره مطابق/هماهنګ کوي
آیا تازه واده مو کړی دی؟ آیا ستاسي خاوند ستاسو له هیلو او ارزوګانو خبر دی؟ دا هغه ټکي دي چي بریالي کسان یې په خپلو مالي چارو کښي په خورا اغېزناک ډول ترسره کوي. خپل ژوند او خپلو مالي طرحو ته بیاکتنه کول لږترلږه په کال کښي یو وار، دا د مهمو حالاتو او شرایطو لاندي راتلو پر مهال خورا عالی او بهترین اسلوب دی.

بریالي کسان پر ولاړو او سوکه عوایدو قانع نه دي؛ هغوی د خپلو عوایدو د لوړولو له پاره د لارو په پیداکېدو پسې دي.

ځینې کسان د ډېرو پیسو غوښتنه نلري یا یوازي د لږو پیسو په ترلاسه کولو سره چمتو کېږي. متاسفانه ستاسي د عوایدو هغه اندازه چي تاسي پر ځای ولاړ یاست، دا ستاسي څخه د پېر قدرت اخلي. بلخوا، بریالي کسان د لا ډېرو عوایدو په ترلاسه کېدو پسې دي. ډېر عواید، تاسي ته د خپلو شخصي علایقو له پاره انتخاب او یو ډول د خوندیتوب احساس درکوي.

بریالي کسان هره ورځ د خپلو عوایدو د لوړېدو له پاره کار کوي. د بېلګي په ډول: په زده کړییزو دورو کښي د خپلو مهارتونو د زیاتېدو له پاره ګډون کوي یا د خپل شرکت له پاره د نوښت او خلاقیت زیاتېدو په نظریاتو کښي همکاري کوي. هغوی پوهېږي چي څرنګه د زیاتو پیسو له پاره اقدام وکړي.

ټکی: د ځانو سره لطف وکړئ او داسي مهارتونه ترلاسه کړئ چي د لوړ عاید درلودونکي وي.

بریالي کسان په هره میاشت کښي د خپلو مالي چارو د بیاکتني له پاره د اخطار یو دوره وار زنګ لري
مالي بریالیتوب ته رسېدل د ځینو آرامو او مستمرو عادتونو ایجادول غواړي. په دې کي کېدلای سي ستاسي د بېلانس د کنټرول عادت هم شامل سي. بریالي کسان په هره میاشت کښي له ۳۰ الی ۶۰ دقیقو د خپلو مالي چارو بیاکتني ته ورکوي: پانګوني، بانکي حسابونه، د اعتبار کاردونه او… کله چي تېروتنه ويني، سملاسي اقدام کوي.

بریالي کسان د خپلو پیسو په باره کښي احمقانه ریسک نه اخلي
د وارن بافت (Warren Buffett) له قوله، چي ويلي یې دي:” د پیسو دوه قانونه دي: لومړی قانون دا دی چي هیڅکله پیسې له لاسه مه ورکوئ. دوهم قانون: لومړي قانون ته پاملرنه وکړئ. “ هر ډول پانګونه له یو لړ خطرو سره تړلې ده (او پر دې اساس د پیسو د لاسه ورکولو پوتنشیل هم په ځان پسي لري.) ویل سوي دي چي بریالي کسان له ماتي او ضرر څخه د پرهېز په موخه له دوو قوي وسایلو استفاده کوي. هغوی د خطر د کنټرول له پاره د عاید ګټونکي شتمنۍ ایجاد او د بیمې ارزښت درک کوي. ( لکه کور او د عمر بیمه)

بریالي کسان متخصصو کسانو ته مسئولیت نه سپاري
بریالي کسان د متخصصو کسانو سپارښتني تعقیبوي او سره له دې هیڅکله مسئولیت نه سپاري. د بېلګي په ډول: دا ډېره ښه ده چي د خپلو مالي چارو د پلانولو له پاره دي د مالیاتي حسابدار څخه سپارښتني طلب کړئ، مګر بریالي کسان د پوښتلو له پاره وخت ورکوي او له هغه کس څخه د سپارښتنو اخیستلو دمخه یوار هغه ارزیابي کوي.

بریالي کسان پوهېږي چي مالي بریالیتوب یوازي د بریالي ژوند یو اړخ دی
په مالي بریالیتوب پسي تلل یو ارزښتمن هدف دئ. مهمي مالي منابع، تاسي ته زیات انتخابونه درکوي څو هغو دلایلو ته په کتلو سره چي تاسي پرې باور لرئ؛ وخت او انرژي ځانګړي کړئ. همدارنګه کېدلای سي چي ټکنالوجۍ، روغتیا او فراغت ته د لاسرسي په معنا وي مګر بریالي کسان پوهېږي چي مالي بریالیتوب یوازي د ژوند یوه برخه ده. د بېلګي په ډول: د پیسو ضایع کېدو له وجي روغتیا ته پام نه کول، یو ډېره کمزورې ستراتېژي شمېرل کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي