د نوښت لرونکو او برياليو کسانو ۲۰ ځانګړنې

ژباړه: محمد عزيز پردېس

نوښت لرونکي او بريالي کسان ولې د ژوند په ټولو پړاوونو برلاسي دي؟ لاملونه يې څه دي؟
هغوی څه څه کارونه ترسره کوي او څنګه يې ترسره کوي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې د ۲۰ شمېرو په ترڅ کې به تاسو ته ځواب شي او تاسو ته دا وړانديزونه کوي:

۱- له خپل ځان څخه مو شک او وېره لرې کړئ
شک او بدګماني هغه تورې او کرغېړنې بلاوې دي چې د وخت په تېرېدو سره د انسان ژوند زبېښي او له منځه یې وړي. شک او بدګماني انسان له حقيقتونه څخه لرې ساتي او د يوې ناروغۍ په څېر انسان کمزوری کوي.

۲- خپلې روغتيا ته مو ارزښت ورکړئ
د امريکې متحده ايالتونو پخواني ولسمشر باراک اوباما به د ورځې ۴۵ دقيقې ورځې ورزش کوه. يو سالم ذهن او جسم د برياليتوب لپاره لومړني شرطونه دي. ستاسو جسم د هغه ماشين په څېر دی چې ستاسو اړوند ټول موضوعات حل او لېږدوي. بدني فعاليت او ورزش نه يواځې دا چې ستاسو جسم سالم ساتي، بلکې ستاسو ذهن او فکر هم پياوړی کوي.

۳- له وېرې څخه مو ځان وژغورئ
کله چې ټول څه ترسره شوه او پای ته ورسېدل، نو د هغو چانسونو په اړه چې تاسې نه لرل او د هغو چانسونو په اړه چې تاسو لرل او ګټه مو ترې پورته نه کړه، ډېر يې په اړه تشويش مه کوئ او له وېرې څخه مو ځان وژغورئ. څه چې تېر شوه، هغه هېر شوه.

۴- له درغلۍ، مکر او چل څخه ډډه وکړئ
تقلب کوونکي کسان هېڅکله هم نشي کولی چې د ارامه ذهن څخه خوند واخلي، خو په برعکس ډول صادق او رښتيني کسان څومره چې نور له دوی راضي او خوښ دي، هغومره له ځان څخه هم راضي او خوښ دي.

۵- ژور فکر کول هېر نه کړئ
ژور فکر کول او يا په بله اصطلاح مديتيشن چې په دې وختونو کې يې رواج موندلی، کولی شي چې تاسو سره مرسته وکړي څو ښه تمرکز ولرئ. د دې کار ګټې دا دي چې د شاوخوا کسانو سره به ښې اړيکې لرئ، يو ډول واقعي سکون او ارامښت به مو په برخه وي او تل به له ځان څخه خلاقيت ښکاره کوئ.

۶- خپلو ارزښتونو ته اهمیت ورکړئ
خپل وخت او انرژي د نورو سره به پرتله کولو کې له لاسه مه ورکوئ. کله چې د يو کار د ترسره کولو په پايله کې ښه احساس لرئ، نو اجازه مه ورکوئ چې د نورو نظريات او لاسته راوړنې ستاسو دا احساس له منځه يوسي. که څه هم دا مايوسوونکې ده چې د نورو غبرګونونو سره مقابله وکړئ او هغه په بشپړ ډول له منځه يوسئ، خو اړينه نه ده چې ځان د نورو سره مقايسه کړئ او تل هڅه وکړئ چې د نورو نظريات د ځان لپاره جدي ونه نيسئ. تاسو هېڅکله د نورو د قضاوت پايله نه ياست، يانې خلک چې څه وايي؛ تاسو هغسې نه ياست.

۷- پراخ ذهن ولرئ او راتلونکي ته هيله من واوسئ
تقريبا زموږ ټول تشويشونه د دې لپاره دي چې، د تېرو کارونو په هکله خواشيني، په اوسني حال تمرکز نه لرو او د راتلونکو پېښو په اړه وېره لرو. دا ومنئ چې ترټولو مهم ستاسو اوسنی حالت دی، په اوسني حالت مو تمرکز وکړئ.

۸- د برياليو کسانو سره ناسته پاسته وکړئ
بايد د دې لپاره ډېره هڅه وکړئ چې شاوخوا ته مو الهام بښنونکي اشخاص وي او په تاسو کې د ( د لا ښه والي ) ميل زيات کړي. خو هغه کسان چې تاسو ته منفي احساس درکوي، څه بايد ورسره وشي؟ ولې هغوی ته دا اجازه ورکوئ چې د ژوند يوه برخه مو واوسي؟ ژوند لنډ دی، داسې کسانو لپاره بايد اصلا وخت ورنکړئ.

۹- ستاسو اراده او غوښتنه مهمه ده
يوازې هغه څه چې ستاسو د موخې د رسېدو لپاره اړين دي، هغه ستاسو اراده او غوښتنه ده، دا بسنه کوي چې تاسو يو څه وغواړئ. اراده او پياوړی هوډ ستاسو د برياليتوب لپاره لومړني شرطونه دي.

۱۰- وړو پرمختګونو ته ارزښت قايل شئ، چې لوړو پايلو ته ورسېږئ
د فورډ کارخونې بنسټ ايښودونکی هنري فورډ وايي: کله چې يو څه په برخو برخو ووېشل شي نو هېڅ ستونزمن او سخت به نه وي. بريالي اشخاص ورور او په تدريجي ډول پرمختګ کوي. همدا واړه واړه ګامونه دي چې انسان د لويو موخو پر لور بيايي.

۱۱- صبور واوسئ او کافي وخت تېر کړئْ
په ژوندانه کې برياليتوب تر بل هرڅه وخت ته اړتيا لري. نوموتی کاناډايي ليکوال، ملکم ګلډول وړانديز کوي او وايي: دا چې په هر څه ښه برلاسي شئ، نو تمرکز ته اړتيا لرئ، هغه هم داسې تمرکز چې خستګي ونلري. ډېری بريالي اشخاص دې وړانديز سره همغږي دي.
هنري فورډ په لومړيو کې د دوو موټرونو تجارت پيل کړ، چې په دواړو کې يې ماتې وخوړه؛ خو بلاخره يې په ۴۵ کلنۍ کې د فورډ کارخونه رامنځ ته کړه. همدارنګه ارتو هري برنسټن چې ټول ژوند يې په ليکوالۍ تېر کړی و، په ۹۶ کلنۍ کې يو له هغو ليکوالانو څخه شو چې اثارو يې تر بل هرچا ډېر مينه وال پيدا کړل او بې حده پلورل کېدل.

۱۲- تل خپل ذهن او فکر کنټرول کړئ
په ژوندانه کې برياليتوب له له ارامه ذهن څخه سرچینه اخلي. که مقابل لوری پر تاسو غوسه وي، نو چوپتيا، سکوت او پر شونډو موسکا د هغه لپاره غوره ځواب دی.

۱۳- سهر وختی پاڅېدل مو عادت وګرځوئ
ټايم کوک د اپل شرکت يو مدير او جيفري امېلټ د جنرال الکتريک شرکت مدير د هغو کسان له ډلې څخه دي چې سهار وختي له خوبه پاڅېږي. دوی مخکې له دې نه چې رسمي دفتري کارونه يې پيل شي، په معمول ډول خپل ورځيڼي پلانونه او برنامې تنظيموي. په ژوندانه کې برياليتوب تصادفي نه دی، که غواړئ د ژوند په ټولو چارو کې بريالي شئ، نو د برنامې او پلان له مخې مخکې لاړ شئ.

۱۴- تاسو به همغه څه واوسئ چې فکر يئ کوئ
که تاسو فکر کوئ چې ستاسو راتلونکې به روښانه او نېکمرغه وي، نو پرته له شکه چې راتلونکې به مو کټ مټ همغسې وي. که تاسو نن او سبا د دې لپاره سخت او په مينې سره نقاشي کوئ چې په راتلونکې کې يو تکړه او زبردست نقاش شئ، نو پرته له شکه چې ستاسو ارمان پوره کېدونکی دی.

۱۵- له مختلفو بوختياو څخه مو ځانونه وژِغورئ
شاوخواته مو وګورئ. ټول بوخت دي، يو به له يوې جلسې څخه بلې جلسې ته ځي او ژر ژر به ايميلونه کوي. په همدې صورت کې به د هغوی له ډلې څخه څومره به يې واقعا نوښت لرونکي وي؟ او د کسب او کار په ژوندانه کې به د برياليتوب په کوم پړاو کې موقعيت لري؟ د کسب او کار په ژوندانه کې برياليتوب يوازې دا نه دی چې حرکت او فعاليت دې ولرئ، بلکې ټوله پاملرنه مو بايد تمرکز ته وي. يانې له دې څخه ځان مطمئن کړئ چې له وخت څخه مو په ښه او منظمه توګه ګټه پورته کوئ.

۱۶- پر ژوندانه مو سمه کتنه او کنټرول ولرئ
په ژوند کې ډېر داسې شرايط شتون لري چې د دې لامل ګرځي چې تاسو دې خپل کنټرول او ښه اروزنه له لاسه ورکړئ.
په همدې صورت کې تاسو کولی شئ دا کنټرول کړئ چې په څومره اندازه د هغو څيزونو په اړه غبرګون ښکاره کړئ چې ستاسو له کنټرول څخه وتلي دي. ستاسو غبرګون هغه څه دی چې ستاسو يوه تېروتنه په يوې تجربې اړوي او تاسو په دې مطمئنوي چې د يوې بريا په ترلاسه کولو سره کول شئ پر نفس اعتماد پيدا کړئ. تاسو نشئ کولی چې په هره مبارزه کې بريالي شئ، خو د سم فکر او غور په کولو سره کولی شئ چې تل بريالي واوسئ.

۱۷- په دې ځان مطمئن کړئ چې ټول ستاسو پلوي نه دي
دا حقيقت دی چې ټول اشخاص ستاسو ملاتړ نه کوي، ځيني کسان شته چې ستاسو پر وړاندې به منفي بافي، بد چلند، او حسادت کوي؛ خو دا ټول هېڅ اهميت او ارزښت نه لري، ځکه؛ امريکايي ليکوال ډاکتر سوس وايي:

هغه کسان چې مهم دي، هغوی منفي بافۍ ته ارزښت نه ورکوي او هغه کسان چې منفي بافۍ ته ارزښت ورکوي مهم نه دي.

احتمالا نشئ کولی چې د ټولو ملاتړ راجلب کړئ او قطعا نشئ کولی چې ټوله انرژي په دې مصرف کړئ چې هغه کسان چې ستاسو ملاتړي نه دي، پرې بريالي او برلاسي شئ. د هغو کسانو نظرياتو ته نه پاملرنه کول چې مهم نه دي، تاسو ته دا فرصت درکوي چې لا په خپلو چارو کې پرمختګ وکړئ.

۱۸- له پامه غورځېدلو موضوعاتو ته دومره ارزښت مه ورکوئ
که غواړئ په خپل کاري ماحول او د ژوند په نورو چارو کې بريالي واوسئ، نو هغه موضوعات چې له پامه غورځېدلي او دومره ارزښت نه لري، دومره پاملرنه ورته مه کوئ؛ بلکې دا زده کړئ چې هرې موضوع ته ژور ليد ولرئ او اصلي موخه يې ترلاسه کړئ.

۱۹- بدلون ته اهميت ورکړئ
که د دې مينه وال ياست چې پخپل کاري چاپېريال او د ژوند په نورو برخو کې برياو ته ورسېږئ، نو د ژوند په يوه برخه کې مو بايد بدلون راولئ. هڅه وکړئ چې د بدلون او تغيير پر وړاندې خوشبين واوسئ.

۲۰- نوښت منونکي واوسئ

نوښت او تنوع د ژوند له ځانګړنو څخه دي، بريالي کسان د ژوند په ټولو برخو کې نوښت او تنوع ته هرکلی وايي او په ورين تندي يې مني. يو ډول او يکنواخته ژوند په رښتيا هم ستړی کوونکی وي.

About محمد عزیز پردیس 280 Articles
محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي. نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی. د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ. په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی