بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

بریالی او مخکښ انسان

ژباړه: محمد عزيز پردېس

۱- هر چېرته او هر وخت د دې احتمال شته چې يوه اړيکه رامنځ ته کړئ.
کله ناکله داسې یو موقع برابرېږي چې هېڅ به مو په فکر کې نه وي. له همداسې فرصتونو څخه ګټه پورته کړئ. هرکله او هرچېرته چې د یو نوي شخص سره مخامخېږئ، نو هڅه وکړئ چې ځان وروپېژنئ او هغه هم دې ته وهڅوئ چې د ځان په اړه درته يو څه ووايي.
که مو احساس وکړ چې مقابل لوری مو خبرو ته لېوالتيا نه لري، نو مجبوره يې کړئ. همدارنګه له ډېرو پوښتنو او کنجکاوۍ ډډه وکړئ.

۲- له نوموتو کسانو سره پېژندګلوي پيدا کړئ.
ځیني کسان د مشهوره اشخاصو د بلدتيا سره وېره لري. که مهم او نوموتی کس نه ياست، نو د مشهوره خلکو سره د بلدتيا څخه مه وېرېږئ. رښتينې او صميمانه اړيکې د پراخې او پیاوړې ارتباطي شبکې په جوړولو کې رغنده رول لوبوي.
لومړی هڅه وکړئ چې د مقابل لوري په اړه بشپړ مالومات پيدا کړئ او بيا مو خپله د اړيکې شمېره ورکړئ.

۳- په اړیکه کې واوسئ.
د دې لپاره چې وشئ کولی خپل نوم خپلو ملګرو ته ورياد کړئ، نو د مختلفو مناسبتونو په عنوان کولی شئ چې د مبارکۍ، مننې او ستاينې کارتونه واستوئ.
د کمپيوټر، لاسي موبایل او د انټرنېټ به مرسته کولی شئ چې د ډېری ملګرو مالومات له ځان سره وساتئ.

۴- د ځان پورې اړوندو پېښو يا موخو کې برخه واخلئ.
بريالي انسانان په هغو مجلسونو، غونډو، سيمينارونو… کې ګډون کوي چې د دوی په ګټه وي او يا په بله اصطلاح د دوی مسلک پورې اړه ولري. د بېلګې په ډول: احمد يو ليکوال دی، هغه تل د کتاب د مخکتنو په غونډو، څېړنيزو غونډو، اړوندو ټلويزوني او راډيويي خپرونو …. کې برخه اخلي.

۵- کله ناکله د ځان پورې نه اړه لرونکو پېښو يا موخو کې هم برخه واخلئ.
هڅه وکړئ چې کله ناکله د خپلې خوښې خلاف يوې غونډې کې برخه واخلئ، ښايي هلته د لومړي ځل لپاره ورتګ درته ډېر جالب وي. ډېری وخت هغه څه مو چې د يو څه يا يو چا په اړه اورېدلي وي، په حقيقت کې هغسې نه وي.

۶- د خپلو پښو خاپونه مه ورانوئ.
د خپلو اړيکو په ساتلو کې هڅانده اوسئ، ترڅو د دې کار په مرسته ډېر فرصتونه ځان ته راجلب کړئ.
حتی که مقابل لوری/ لوري مو تاسو سره ښه رويه هم نه کوي نو، خپل احساسات کنټرول کړئ او له مناسب چلند څخه کار واخلئ.

۷- يو څوک مو چې ستايي، ترې مننه وکړئ.
يو ځای کې چې کله يو څوک ستاسو ستاينه کوي، نو اړينه ده چې ترې مننه وکړئ. هرو مرو به تاسو کې يو څه وي چې څوک مو ستاينه کوي. البته له مقابل لوري څخه ستاسو مننه او قدرداني بايد خپل ټاکلی حد ولري.

۸- په يوازې توګه خواړه مه خورئ.
د خوراک پر مهال د خلکو سره پېژندل ستاسو لپاره غوره موکه ده. د هغو کسانو سره چې مينه لرئ، پېشقدمه شئ او هغوی ته وړانديز وکړئ چې تاسو سره يو وخت خواړه نوشجان کړي، څو وشئ کولئ د هغوی د ځان، تجربو او فعاليتونو په اړه لا نور مالومات ومومئ. ( بې جرئتي يوې خوا ته کړئ ).

۹- د خپل ځان لپاره، وبلاګ، برېښناليک، وېبپاڼه او داسې نور ادرسونه جوړ کړئ.
اوسنی عصر د پرمختګ او ټکنالوژۍ عصر دی، د ځان لپاره مو ايميل، وبلاګ، وېبپاڼه، ټوېټر… جوړول نه يوازې دا چې تاوان نه لري، بلکې له دې ادرسونو څخه په ښې ګټې اخېستنې سره به مو په ژوندانه کې ډېر تغيرات راشي. د پورته ادرسونو له لارې خپل مهارتونه، وړتياوې او ښېګڼې له نورو سره شريکې کړئ.

۱۰- د ځان لپاره مو هڅوونکې بيانيه وليکئ.
د دې لپاره چې په يو اغېزلرونکي او مثبت شخص تبديل شئ، پکار ده چې په يوې هڅوونکې ليکنه کې د ځان لپاره د ژوندانه ټولې مهمې موخې وليکئ او هره ورځ يې يو ځل مرور کړئ، ترڅو وهڅول شئ. د بيانيې ليکل به مو دې ته وهڅوي چې تاسو بايد په موخو تمرکز ولرئ.
بيانيه بايد ستاسو د شخصيت، عمر او ژوندانه سره برابره وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی