د بریالیو انسانانو څلوېښت عادتونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ فرصتونه ویني او پیدا کوي یې، چې نور یې نه ویني.
۲ ـــ له ستونزو څخه درس اخلي، په داسې حال کې، چې نور یوازې ستونزې ویني.
۳ ـــ د حل په لارو باندې تمرکز کوي.
۴ ـــ په ډېرې هوښیارۍ او ځیرکۍ سره خپله بریا جوړوي، په داسې حال کې، چې نور هیله لري، بریا دوی ته راشي.
۵ ـــ د نورو په څېر وېرې لري، خو اجازه نه ورکوي، چې وېرې دوی کنټرول او محدود کړي.
۶ ـــ له ځانه سمې پوښتنې کوي. هغه پوښتنې، چې دوی ته په مثبت ذهني تګلوري کې قرار ورکوي.
۷ ـــ ډېر کم له کوم څه څخه شکایت کوي او د هغه لپاره خپله انرژي له لاسه نه ورکوي.
۸ ـــ رټنه نه کوي ( واقعاً ګټه یې څه ده؟ ) هغوی د خپلو کارونو او د هغو د پایلو مسؤولیت پر غاړه اخلي.
۹ ـــ کله چې لاچاره وي، چې له خپلې وړتیا څخه ډېره زیاته ګټه واخلي، نو د خپلې وړتیا د لوړولو لپاره یوه لاره پیدا کوي او له خپلې وړتیا څخه، له ځانه ډېره تمه لري. هغوی له هغه څه څخه چې لرې یې، په سمه توګه ګټه اخلي.
۱۰ ـــ تل بوخت فعال او جوړونکي دي. کله چې ډېری کسان د استراحت په حال کې دي، نو دوی پروګرامونه جوړوي او فکر کوي، تر کله چې خپل کار ترسره کوي، کم سټرس ولري.
۱۱ ـــ ځان له هغو کسانو سره یو کوي، کوم چې له دوی سره همفکره دي، هغوی د یوې ډلې د یوې برخې د اوسېدو په ارزښت باندې پوهېږي.
۱۲ ـــ بلند پروازه دي او خوښېږي یې، چې حیرانونکي واوسي، هغوی په ډېرې هوښیارۍ سره دا ټاکي، چې تر ټولو غوره ژوند ولري او نه پرېږدي، چې ژوند یې په اتوماتیک ډول پرمخ لاړ شي.
۱۳ ـــ په واضحه او دقیقه توګه پوهېږي، چې له ژونده څه غواړي او څه نه غواړي، هغوی تر ټولو غوره واقعیتونه په دقیقه توګه د ځان لپاره انځوروي او طراحي کوي، پرځای د دې چې یوازې د ژوند ننداره کوونکي وي.
۱۴ ـــ له دې چې تر ډېره تقلید وکړي، نوښت کوي.
۱۵ ـــ د خپلو کارونو په ترسره کولو کې نن او سبا نه کوي او خپل ژوند د کار د ترسره کولو لپاره د غوره وخت د را رسېدو په تمه له لاسه نه ورکوي.
۱۶ ـــ هغوی د ژوند د ښوونځي زده کوونکي دي او د تل د زده کړې لپاره په خپل ځان باندې کار کوي. هغوی تل له بېلابېلو لارو، لکه د ښوونځي او پوهنتون زده کړې، لیدل او اورېدل، پوښتل او تجربه کول، زده کړه کوي.
۱۷ ـــ ګیلاس تل نیم ډک ویني او د سمې لارې د پیدا کولو وړتیا لري.
۱۸ ـــ په دقیقه توګه پوهېږي، چې څه باید وکړي او خپل ژوند له یوه ښاخ څخه و بل ښاخ ته په الوتلو سره له لاسه نه ورکوي.
۱۹ ـــ شمېرل شوې خطرې مني؛ مالي، احساسي او دنده ایزې خطرې.
۲۰ ـــ له هغو ستونزو او ننګونو سره، چې ورته رامخته کېږي، په چټکه او اغېزمنه توګه مخامخ کېږي او هېڅکله له ستونزو څخه نه پټېږي. له ننګونو سره مخامخ کېږي او له هغو څخه د خپل پرمختګ لپاره ګټه اخلي.
۲۱ ـــ د قسمت، برخلیک او چانس په تمه نه پاتې کېږي، ترڅو راتلونکې یې جوړه کړي. هغو په دې باور دي، چې په ژمنې، هڅې او فعالیت سره، د ځان لپاره تر ټولو غوره ژوند جوړوي.
۲۲ ـــ کله چې ډېری خلک کار نه کوي؛ هغو په فعالیتونو بوخت دي. هغو پرته له دې، چې کوم کار ته اړ شي، عمل کوي.
۲۳ ـــ د عادي کسانو په پرتله ډېر په خپلو احساساتو باندې کنټرول لري، هغوی هماغه احساسات لري، چې موږ یې لرو، خو هېڅکله د خپلو احساساتو غلام نه جوړېږي.
۲۴ ـــ ښه اړیکه ټینګونکي دي او په اړیکه باندې کار کوي.
۲۵ ـــ د خپل ژوند لپاره پروګرام لري او هڅه کوي، چې خپل پروګرام عملي کړي.
۲۶ ـــ په هغه وخت کې، چې ډېری خلک په هره بیه غواړي، له کړېدلو او په سختو شرایطو کې له اوسېدو څخه ډډه وکړي، بریالي کسان د کار کولو او په سختو شرایطو کې د اوسېدو په ارزښت باندې پوهېږي.
۲۷ ـــ د ژوند ارزښتونه معلوم دي او خپل ژوند د هماغو ارزښتونو پر بنسټ جوړوي.
۲۸ ـــ توازن لري. کله چې له مالي پلوه بریالي دي، پوهېږي، چې پیسې او بریا له یو بل سره مترادف نه دي. هغوی پوهېږي، هغه کسان چې یوازې له مالي پلوه په ښه سطحه کې مېشت دي، بریالي نه دي، دا په داسې حال کې ده، چې ډېری خلک فکر کوي، چې پیسې بریا ده، خو هغوی دا موندلې، چې پیسې هم د نورو څیزونو په څېر بریا ته د رسېدو لپاره یوه وسیله ده.
۲۹ ـــ په خپل ځان باندې د کنټرول لرلو ارزښت یې درک کړی دی. هغوی پیاوړي او ځواکمن دي او له دې څخه چې په کومه لاره باندې ځي، چې ډېر لږ کسان کولای شي، پرې لاړ شي، خوشاله کېږي.
۳۰ ـــ په ځان باندې ډاډه دي او دغو احساساتو ته هېڅ پام نه کوي، چې چېرته ژوند کوي، څه لري او څنګه ښکاري.
۳۱ ـــ خلاص او مهربانه لاس او زړه لري او له دې چې، له نورو سره مرسته کوي، ترڅو خپلو غوښتنو ته ورسېږي، خوشالېږي.
۳۲ ـــ کمینه او متواضع دي او خپلې تېروتنې په ډېرې خوشالۍ سره مني او په ډېرې آسانۍ سره بښنه غواړي. هغوی له خپلو وړتیاوو څخه ډاډه دي، خو په هغو باندې نه مغرورېږي. هغوی خوشالېږي، چې له نورو څخه یو څه زده کړي او له دې چې، له نورو سره مرسته کوي، ترڅو ښه معلوم شي، تر ډېره د خپل شخصي ویاړ له ترلاسه کولو څخه خوند اخلي.
۳۳ ـــ نرم او انعطاف منونکي دي او بدلون غنیمت ګڼي. کله چې داسې یو وضعیت رامنځته کېږي، چې ورځني عادتونه او هوساینه یې له منځه وړي، له هغو څخه هرکلی کوي او په خلاصه غېږه نوی او ناپېژاندی وضعیت مني.
۳۴ ـــ تل خپله بدني روغتیا په مطلوب وضعیت کې ساتي او پوهېږي، چې بدن یې هغه کور دی، کوم چې پکې ژوندکوي او د همدې لپاره بدني روغتیا ډېره زیاته ورته مهمه ده.
۳۵ ـــ ستر او ځواکمن ماشین لري. سخت کار کوي او لټي نه کوي.
۳۶ ـــ تل د خپلو کارونو د غبرګون په تمه دي.
۳۷ ـــ له بدو او بېباکو کسانو سره هېڅکله ناسته او ولاړه نه کوي.
۳۸ ـــ خپل وخت او انرژي په هغوی وضعیتونو او حالتونو باندې بېځایه نه مصرفوي، کوم چې له کنټرول څخه یې بهر دي.
۳۹ ـــ روښانه خاموشه کیلي لري، پوهېږي، چې استراحت وکړي او آرامه شي. له خپل ژوند څخه خوند اخلي او بوختېږي.
۴۰ ـــ خپل زده کړي څیزونه تمرینوي. د عجیبو او غریبو نظریو په اړه خیالبافي نه کوي، بلکې رښتینی او واقع بینانه ژوند کوي.