سپورټ نړیوال کرکټ

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د لوبې لپاره نوي باراني اصول وضع شول

د لوبې باراني اصول د لوبې په اوږدو کې د باران، هوا او یا هم نورو وضعیتونو په اړه د لوبې د ټارګېټ یا هدف اېښودلو په باره کې دي، چې دا سیستم په لومړي ځل دوو انګلستانيانو رامنځته کړی دی.

ډي پر ایل مېتود د کرکټ په لوبه کې یوه ریاضیکي فارموله ده، چې په عمومي ډول یو درست او د ټارکېټ د تنظیم په برخه کې یو ټول منلی مېتود یا تګ لاره ده.

د کرکټ په لوبه کې دا سیستم او مېتود د لومړي ځل لپاره د دوو احصایه کوونکو له خوا چې فرانک ډک ورت او ټوني لیویس نومېدل رامنځته شو.

دا مېتود دوی دواړو په ۱۹۹۲ م کال کې د انګلستان او سهیلي افریقا ترمنځ د نړیوال پنځوس اوریز جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې رامنځته شو.

هغه مهال په لوبه کې باران پیل شو او ۱۲ دقیقې یې لوبه وځنډوله، چې سهیلي افریقا ته په ۱۳ توپونو ۲۲ منډې پاتې وې.

په ۱۹۹۷ م کال کې د جنوري په لومړۍ نېټه د زِمبابوې او انګلستان ترمنځ په لوبلړۍ یا سیریزکې هم د ډي پر ایل مېتود کارونه وشوه، چې هغه مهال د باراني اصولو له مخې لوبه زِمبابوې ته د ۷ منډو په توپیر په ګټه ورکړل شوه.

په ۱۹۹۹ م کال کې ډي پر ایل مېتود په رسمي ډول د هدف اېښودلو لپاره د باراني اصولو له مخې په لوبه کې شامل شو او تر ننه پورې کارېږي.

دېته ځکه ډي پر ایل مېتود وایي، چې دا د دوو انګلستانیانو له خوا چې فرانک ډک ورت او ټوني لیویس نومېدل د هغوی د نومونو له لنډیزونو څخه اخېستل شوی دی.

اوس له دغه مېتود سره ډي پر ایل ایس هم لیکل کېږي او دا ځکه چې په ۲۰۱۴ م کال کې د ډک ورت او لیویس له تقاعد وروسته د سټیون سټرن په نامه عالم په دې برخه کې کار کاوه او اوس ورته ډي پرایل ایس سیستم وایي.

ډي پر ایل ایس مېتود کې د ټارګېټ اېښودلو پرېکړه د دوو سرچینو یا مدرکونو پر بنسټ کېږي.

اول دا چې په لوبول شویو اورونو او توپونو کې د منډو جوړولو چټکتیا او یا نه چټکیتا ته کتل کېږي، د لوبډلې منډې ګوري چې په لوبول شویو او اورونو کې دوی په څومره اوسني رن رېټ مخته تللي دي په هماغه اندازه بیا د لوبې حالت ته په کتلو د باران او یا جوي حالاتو له امله ټارګېټ مقابلې لوبډلې ته ورکول کېږي.

او دوهم دا چې د توپ وهنې پاڼۍ لوبډلې وېکټو ته ګوري، چې دوی د لوبې په اوږدو کې څومره وېکټې له لاسه ورکړي دي، که وېکټې ډېرې لوېدلې وي او منډې کمې وي بیا نو ډي پر ایل ایس مېتود کې هم منډې ډېرې نه زیاتېږي. نو د دغو دوو سببونو له امله مقابلې لوبډلې ته د لوبې د څارونکو او رهبرۍ غړو له خوا ټارګېټ ورکول کېږي.

د کرکټ نړۍ والې شورا د ډي ایل ایس سیستم شرحه پیل کړې ده، چې د منډو په حسابولو کې یو بدلون رامنځته کړي او لا به دا برخه عصري کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا د لوبې وضعیت ته په کتو غواړي د لوبې په باراني اُصولو کې بدلون راولي او پرېکړه یې د 2018 م کال سپټمبر په ۲۹ مه نېټه وکړه او غواړي تغیرات پکې راولي.

د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه کې د ډي ایل ایس مېتود کې د تغیر سربېره د لوبغاړو د اخلاقو په برخه کې یې هم نوي اصول رامنځته کړي دي.

که چېري یو لوبغاړي ته کنځل وشي او یا هم له لوبغاړي ناسمه ګټه پورته شي دا برخه په دوهمه درجه یا دریمه درجه جرم کې راځي.

که چیري یو لوبغاړی د لوبڅار له لارښوونو نافرماني وکړي او یا هم لفظي شخړه وکړي دا جرم په لومړي درجه جرم کې راځي.

دوهم او دریم درجه مجرم ته به، چې پورته یې ذکر وشو ۱۲ منفي پواینټونه ورکول کېږي او له دولس یو ورځنیو لوبو یا شپږ ټېسټ لوبو څخه لوبغاړی منع کېږي.

د لومړي، دوهم او دریم درجه مجرم لپاره به نغدي جرمانه د لوبې د لوبڅار او قضاوتي کمېشنر له خوا ټاکل کېږي.

ځېنې اخلاقي بدلونونه به په ۵۰ اوریزو او ټېسټ لوبو کې رامنځته شي:

ځېنې نور تغیرات هم راغلي، چې د ټېست لوبو د چای او ډوډۍ خوړلو په برخه کې دي.

که چېري د یوې لوبډلې ۹ وېکټې لوېدلې وي او درې دقیقې د چایو او ډوډۍ دمې ته پاتې وي او که چېري وېکټ هم وغورځېږي او د روان اور توپونه پاتې وي، بیا هم وقفه نه شي اخېستلای ترڅو چې اور نه وي تمام شوی.

که چېري په لوبه کې نیم ساعت اضافه وخت ورکول کېږي او د لوبې د ختمېدو او یا هم بریا لپاره وخت کم پاتې وي په داسې حالت کې د لوبډلو لوبډلمشران کولای شي، چې لوبې ته دوام ورکړي او یا یې ورنه کړي، یعنې پرېکړه د لوبډلمشرانو او لوبڅار په مشورې و خوښې سره کېږي.

په دې برخه کې هغه لوبغاړی اوټ نه دی، چې د لوبې پرمهال له لوبغالي څخه ډیکلیر او یا هم رېټایر کېږي.

ځېنې وختونه په ټېسټ لوبه کې په وروستۍ ورځ لوبڅار اضافي وخت ورکوي، چې دا حق لوبڅار ته د دولسمې او اتې مادې پراساس چې د اضافي وخت ورکولو ماده ده ورکړی دی.

لوبڅار هغه وخت اضافه وخت اخلي، کله چې لوبه د ګټلو او یا بایللو پایلې لرونکې وي.

لوبڅار چې کله پوه شي، چې لوبه د اضافي وخت په ورکولو سره هم نه تمامېږي او مساوي کېږي بیا اضافه وخت نه شي ورکولای.

دولس ، اته، دوه : اصل، بیا د غرمې ډوډۍ او چایو دمې ته ځانګړی شوی.

لوبڅار باید لوبه دومره منظمه کړي، چې د ټېسټ لوبو څلور اورونه په ۱۵ دقیقو کې ترسره شي.

د شک د مخنیوي فقره ۱۱ او ۷ که چېري د یوې لوبډلې ۹ وېکټې لویدلې وي او لوبڅار ۳۰ دقیقې اضافي وخت اخېستې وي، بیا نو نورې ۱۵ دقیقې وخت له دېرشو دقیقو سره نه اخېستل کېږي.

همدا کال د افریقا خلاف د هندوستان لوبغاړي له مېدانه د غرمې ډوډۍ لپاره وتلي وو په داسې حال کې چې هندوستان ته په یو ورځنۍ لوبه کې دوه منډې پاتې وې. دا منفي ټکی په نوو اصولو کې له منځه وتلی دی.

که چېري یوه پاڼۍ توپ وهنه د مهالوېش سره سمه بشپړه شوه، باید ژره تر ژره د دمې وخت عملي شي او مقابله لوبډله باید په ۳۰ دقیقو کې پاڼۍ پیلولو ته راشي.

که چېري یوه لوبډله خپله لومړۍ پاڼۍ مخکې پای ته رسوي او لس دقیقې وخت یې پاتې وي، بله لوبډله به راځي او دغه لس دقیقې وخت به ډکوي او بیا به د مهالوېش مطابق مخته ځي.

که چېري د لومړۍ پاڼۍ لوبه د باران او نورو عواملو له امله ځنډېږي بیا د لوبې اورونه راکمېږي.

که چېري په یوه پاڼۍ کې د باران او یا نورو عواملو له امله لوبه ۱۵ دقیقې وځنډېده، بیا نو اضافي وخت ورکول له منځه ځي او د رښتینو منډو شمېره به هم کمېږي.

که چېري د حقیقي وخت پنځلس دقیقې ضایع شي بیا نو ۳۰ دقیقې وقفه هم کمېږي.

که چېري یوه لوبه د باران له امله وځنډېږي؛ نو بیا د لوبې پایلې ته کتل کېږي ، اضافي وخت باید له لس دقیقو کم نه وي.

ډېری نور تغیرات هم شته، چې ډي پرایل ایس مېتود کې راغلي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې