افغانستان اقتصاد

د بڼوالۍ ملي پروګرام او مېرمنې؛ دا پروګرام ولې کامیاب او د ښځو په نوم نور پروګرامونه ولې ناکام شول؟

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له سقوط وروسته د نوي حکومت او بهرنیو مرستندویانو یو لوی شعار د افغان ښځو د ژوند بدلولو لپاره کار کول و.

دا شعار تر یوه ځایه عملي شوی هم دی؛ میلیاردونه ډالره په څه باندې اتلسو کلونو کې د ښځو د ژوند ښه کولو لپاره لګول شوي، خو د امریکا د مرستو د څار ادارې سیګار په ګډون ګڼ څارونکي په دغو مرستو کې د پراخ حیف و میل ادعا لري او وایي مرستې پر بې ضرورته او بې نتیجې برخو ډېرې لګول شوي.

دا قضاوت تر ډېره ریښتیا هم دی، واقعیت دا دی چې اکثره پروژې د ښځو لپاره داسې ډیزاین شوې وې، چې یا له اصله پکې د غلا نیت و او یا د پروژو ډیزاینونکي د افغانستان په فرهنګ او مزاج نه پوهیدل او پروژې یې ناکامیدې.

څو مثالونه

د طالبانو د حکومت تر سقوط وروسته په جلال اباد کې څو ځایه یوې مرستندویې ادارې د ښځو لپاره لوکس حمامونه جوړ کړل.

دا حمامونه اوږده موده همداسې بې استفادې پاتې وو، یو وخت د عامه تشنابونو استفاده ترې کیده او بیا ښاروالۍ د ځینو نورو کارونو لپاره له سره ورغولې.

همدا شان لیدل شوي، چې ډېرو سیمو ته په داسې لباسونو کې د مرستندویو ادارو ښځینه فعالانې او نور له داسې اجنډاوو سره خلکو ته تلي او د ښځو د حقونو خبره یې کړې، چې د هغو سیمو له رواج سره برابر نه و.

دا ډول کارونه د ښځو د ګټې پرځای دوی ته د تاوان سبب شوي او عکس العملونه یې هم پارولي.

په لنډ ډول ویلی شوو: هغه پروژې چې تر ډېره د ښځو لپاره پلان شوي او تطبیق شوي، له لویدیزه راغلو کسانو د کابل او ځینو ناپښتنو او ازاد خیاله سیمو په نظرکې نیولو سره پلان کړي.

دا پروژې په ډېرو سیمو، خاصتاً په پښتنو سیمو کې ناکامې شوي او عبث شوي دي.

ولې د بڼوالۍ پروژه کامیابه ده؟

د ملي بڼوالۍ د پروژې په شان به ډېرې نورې پروژې هم وي، چې د افغانستان د خلکو په مزاج او فرهنګ برابرې دي او ښه پایله یې ورکړې.

دلته به د کرنې وزارت له لورې د ملي بڼوالۍ پروژې د یوې لاسته راوړنې لنډه کیسه درته وکړو.

د ننګرهار اچار جوړونکې

کرنې وزارت وایي د یادې پروژې له لارې یې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په خوشکنبد کلي کې یو شمېر ښځینه وو ته د اچار جوړونې امکانات برابر کړي.
په دوی کې یوه ښځینه ۲۵ کلنه بي بي واسعه ده.

واسعه وایي ډېره هيله يې لرله چې د ژوند په چارو کې له خپل پلار سره مرسته وکړي خو په وينا يې داسې کار نه پيدا کېده، چې ښځې يې وکولای شي او اقتصادي ارزښت يې هم ښه وي.

په همدې کې د ۲۰۱۹ کال په پيل کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې (#NHLP) کارکوونکي د دوی کلي ته ورغلل او هغو مېرمنو سره، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د کار کولو علاقه لرله د مرستې او همکاری غږ وکړ.

د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامه د ۲۰۱۹ ام کال په پیل کې بي بي واسعې ته یوه کورني باغچه جوړه کړه. د سبو د کښت، اوبولګولو، خشاوې کولو او د حاصلاتو د راټولولو د روزنې تر څنګ يې ورته د بادرنګو، کریلې او ترایي تخمونه هم ورکړل چې په کورني باغچه کې يې وکري.

واسعه وايي:

«له دغې شنې خونې څخه مې ۱۴ خلتې بادرنګ راټول کړ، چې یوه خلته مې په ۱۱۰ افغانۍ خرڅه کړه، چې ټوله ۱۵۴۰ افغانۍ شو. اوس هم بادرنګ ترې اخلو او خرڅوو يې او ترڅنګ یې په کور کې هم بادرنګ مصرفوو. ترټولو ښه خبره خو داده، چې د دې شنې خونې په مرسته اوس کولی شو چې بې موسمه سابه هم وکرو.»

هغې زیاته کړه:

«د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې کارکوونکو چی زما علاقه مندي ولیدله نو د سبو د پروسس توکي یې هم راکړل او د سبو او ترکاریو د پروسس په برخه کې یې وروزلم.»

بي بي واسعه وایي، چې د سبو د پروسس د لارو چارو تر زده کولو ورسته یې د سبو پروسس ته مخه کړې، چې په درېوو میاشتو کې یې ۲۰۰ بوتله بېلابېل اچار جوړ کړي او په بازار کې یې خرڅ کړي دي.

نوموړې وویل:

«يو بوتل اچار مې په۱۰۰ افغانۍ خرڅ کړ او په درې میاشتو کې مې۲۰ زره افغانۍ په اچارو وګټلې.»

بي بي واسعه وايي اچار يې ښه بازار لري ځکه چې د جوړولو پر مهال يې د روزونکو ټولې خبرې په پام کې نيسي او دغه راز يې پاکوالي ته یې هم ډېر پام کوي.

دا وايي هغه پيسې چې د اچارو له پلور څخه تر لاسه کوي پرې د کور لګښتونه پوره کوي او په دې ډول خپل هغه ارامان ته رسېدلې ده، چې يو وخت يې غوښتل د کور په لګښتونو کې له خپل پلار سره مرسته وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند