۲۰۱۸ اسیايي د کرکټ اسیايي جام لوبې سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

ولې مو بنګلدیش ته وبایلله؟ د افغان لوبډلې کمۍ او نیمګړتیاوې

لیکنه: ياران

لیکنه: یاران سپورټ

هره لوبډله د دې په لټه کې وي، چې د لوبې د ګټلو لپاره هلې ځلې وکړي.

په لومړي سرکې د لوبډلې او لوبډلمشر تقاضا او هڅه دا وي، چې پچه یا ټاس وګټي، ورپسې د دې په لټه کې وي، چې لوبغالی لومړۍ توپ وهنې ته ښه مساعد دی که دوهمې پاڼۍ توپ وهنې ته یعنې د ټارګېټ ورکولو او چېس کولو خبره ده، د لوبغالي شالید، پس منظر او یا هم بکروانډ ته کتل کېږي، چې په لوبغالي تېر کې لومړی توپ وهنه ښه ثابته شوې که دوهمه، که لومړۍ توپ وهنه اغېزناکه وه ټاس ګټونکی لوبډلمشر د توپ وهنې پرېکړه کوي او مقابله لوبډله په توپ اچوونه مجبوروي.

بله خبره بیا د توپ وهنې لپاره د لوبغاړو ګومارل او غوره کول دي، چې د پیل لپاره څوک راوغوښتل شي، منځ کې کوم توپ وهونکی راوغوښتل شي او وروستیو کې څوک توپ وهنې ته راشي.

سربېره پردې په وروستیو اورونو کې کله چې توپ وهونکي غواړي پوره هېټ وکړي؛ نو بیا د بالېنګ سایډ نه داسې څوک ټاکل کېږي، چې بلاک، یارکر، چېنج او د مختلفې توپ اچونې وړتیا ولري.

موږ اوس په به اصلې خبرې ته راشو چې افغانستان د اسیا کپ سیالو په مهم پړاو کې له بنګلدیش ماته ده؟
که فکرمو کړی وي د توپ اچوونې په پاڼۍ کې په وروستیو دوه توپونو کې شهزاد د ګلبدین نایب د وروستي اور پنځم توپ چې مهدي حسن ته یې وکړ او مېس شو ونه شو نیولای، چې همدغه توپ بنګله دېش ته د یوې منډې چانس ورکړ او ورپسې بیا ایمرول کېس، چې چمتو او سېټ لوبغاړی و، سټرایک ته واوښت.

دغه مهال ایمرول کېس کیڼ لاسی توپ وهونکی په ۶۸ منډو وروستي توپ ته د ودرېدو موقع د شهزاد د مېس کېپېنګ له امله پېداکړه او په وروستي توپ یې د اېکټسرا کور بونډري یا پولې په لوري څلوریزه ووهله، چې ټارګېټ یې ۲۴۵ منډو څخه ۲۵۰ ته پورته کړ. په وروستیو کې همدغه څلور منډې د افغانستان لپاره د سر دردي سبب شوې، چې افغانستان ته بیا د توپ وهنې پرمهال په یوه توپ څلورمنډې د بریا لپاره پاتې شوې، چې افغانستان پکې ناکام شو.

د توپ وهنې د پاڼۍ پرمهال کله چې افغانستان د ټارګېټ یا هدف په پوره کولو پسې مټې راونغاړلې؛ نو لومړۍ غلطي د وېکټ ترمنځ د توپ وهونکو د منډو جوړولو پرمهال ناسمه همغږي وه، چې رحمت شاه زُرمتی مو له لاسه ورکړ، شکېب وېکټ وویشته او زرمتی چې ون ډاون یا دریم لوبغاړی دی، وسوځېد.

په نړیوالو لوبډلو کې ون ډاون توپ وهونکی د لوبډلې د ملا تیر جوړوي، کله چې پیلوونکي لوبغاړي نه ښه لوبه ونه شي؛ نو ون ډاون توپ وهونکی د پیلوونکو لوبغاړو جبران کوي او په داسې ډول لوبېږي، چې وېکټ ژر له لاسه ورنه کړي او لوبډله ۹۰ سلنه له بُحران او کړکېچ څخه وباسي.

په افغان لوبډله کې رحمت شاه زُرمتی په ټوله معنی یو ورځنیو لوبو کې د ون ډاون یا دریم لوبغاړي وړتیا او ځانګړنې لري، د هغه توپ وهنه بالکل دېته برابره ده، چې لوبډله د بحران څخه وباسي، د هغه حوصله او صبر د ون ډاون توپ وهونکی دی او د هغه د شاټ سلېکشن د دې تقاضا کوي، چې هغه دې ون ډاون ولوبېږي، ځکه په دوه لوبو کې د هغه او حشمت الله ملګرتیا او چټکه توپ وهنه افغانستان ته له لاسته راوړنو خالي نه وه.

ولې مو لوبه وبایلله؟
لومړی ځکه چې ون ډاون رحمت شاه رن اوټ شو. دوهم دا چې د لوبغاړو کريز یا توپ وهنې ته راتګ کې ستونزه وه، تر ډېره پورې سمیع الله شینواری اوټ فوم دی، که د هغه پر ځای ګلبدین نایب او یا راشدخان راغلی وای؛ نو د مېس توپونو جبران کېدای شوای، سمیع الله شینواري د ۴۵ م اور ۶ توپونه ولوبول او یواځې شپږ منډې یې واخېستې، چې درې توپونه یې پکې مېس کړل، که هغه اور کې ۱۲ منډې اخېستل شوې وای؛ نو لوبه مو را اړولای شوای او دا وړتیا دغه وخت کې راشدخان کې وه، بله دا که دغه وخت کې شینواري محمدنبي ته یو سټاپ کړی وای، نو محمدنبي په شکېب ستر شاټ وهلی شو او حال دا چې محمدنبي هغه مهال د شکېب یو توپ ته هم ونه درېده.

بله دا چې افغان لوبډله که څه هم په توپ وهنه کې تر پخوا ښه شوې، ملګرتیا او توپ وهنه یې د ستایلو وړ ده؛ خو افغان لوبډله په بریا سره د لوبې ختموونکی یا فېنېشر نه لري، چې په وروستیو اورونو کې هارډ هېټېنګ وکړي او لوبه وګټي، لکه څنګه چې پاکستان کې شعیب ملک دی، لکه څنګه په هندوستان کې ډوني دی، لکه څنګه چې په سهیلي افریقاکې جی پي ډومني یا ډېوېډ مېلر دی، لکه څنګه چې په انګلستان کې جاس بټلر دی، افغانستان داسې یو فېنېشر نه لري، چې لوبې ته په بریا سره په هسکو ذمه وارو شاټونو د پای ټکی کېږدي، افغان لوبډله باید یو دغسې اعتمادي توپ وهونکی ولري.

بله خبره دا ده، چې افغان لوبغاړي د توپ وهنې پرمهال د غټ شاټ وهلو لپاره پوره زور کوي، تخنیک نه کار نه اخلي، چې دوه، درې منډې جوړې کړي، د افغانستان خلاف د پاکستان توپ وهونکو په ډېره لنډه فاصله او واټن کې دوه ، سېنګل او ډبل جوړول او د منډو لړۍ یې روانه ساتلې وه؛ هماغه و چې یوه ناممکنه لوبه یې د پاکستان لپاره ممکن کړه او بریا یې تر لاسه کړه.

افغان لوبغاړي له اف سټم شاټ نه کمزوري دي او په لېګ سټم ډېر ځواکمن دي، چې دا د مسلکي کرکټر ضعف او کمزوتیا ده.

د اصغر افغان وېکټ مو په لېګ سټم شاټ وهلو سره له لاسه ورکړه.

باید افغان لوبغاړي د اف سټم شاټ وهلو باندې پوره کار وکړي، چې اف توپونه په ښه ډول وشي لوبولای.

د چټکو توپ اچوونکو ستونزه
مونږ د فسټ بالرانو له ستونزې مخ یوو، دا چې یمین احمدزی په سکواډ کې اخېستل شوی؛ خو تر اوسه وخت ورنه کړل شو، په ۴ لوبو کې مسلسل افتاب ولوبېد باید یوه مهمه لوبه کې یمین احمدزی لوبېدلای وای.

د فسټ بالرانو کمبود، مېس فیلډېنګ او کېپېنګ، د لوبغاړو ناسمه ټاکنه، د لوبغاړو د شاټ ناسمه ټاکنه او د فېنېشر نه شتون هغه دلایل دي، چې افغان لوبډله یې په چېسېنګ برخه کې له ستونزو سره مخ کړې ده.

همداراز بیټینک کې د ۱۹ کلنولوبډلې تکړه لوبغاړي لرو، چې دروېش رسولي په عربي متحده اماراتو په ۳۵ توپونو د سلیزې ریکارډ لري، چې ښه هېټر دی باید په ملي لوبډله کې وازمایل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران