سپورټ نړیوال کرکټ

د خپلې لوبډلې په ګټه د بنګله دیشي لوبڅار غلطه پریکړه

اعلان

د بنګله دېش او ویسټ انډیز تر منځ د شل اوریزو لوبو په دریېمه لوبه کې بنګله دیشي لوبڅار د بنګله دېش په ګټه ویسټ انډیز ته خپل نیت بد کړ.

سره له دې چې سیالۍ ویسټ انډيز وګټله خو ښکارېدله داسې چې بنګله دیشي امپایر تنویر احمد بې انصافي وکړه.

په دغه سیالۍ کې ویسټ انډیز بنګله دیش ته د ۱۹۱ منډو هدف ورکړی، چې بنګله دېشۍ لوبډله د همدې هدف په تعقیب توپ وهنه کوله چې د څلورم اور کې اوشین تهامس په توپ لوبڅار د نوبال اشاره وکړه.

پر دغه بال باندې لټن ډاس د شپږیزې د وهلو هڅه کړې وه خو په مېډ اف پوزشن کې یې کیچ شوی و، اما د نوبال له امله له ميدانه ونه وته او ناټ اوټ حساب شو.

په میدان کې لګیدلي غټ سکرین باندې د ریپلي په وخت کې ښکاره معلومېدله چې د توپ اچوونکي تهامس د پښې ډېره برخه د لائن دننه ده، چې ویسټ انډيزي لوبغاړو د ريپلي په لېدو سره احتجاج وکړ.

د ډریسنګ روم څخه لوبغاړو ته اشاه شوې وه چې په دغه اور کې پنځم توپ په غلط ډول نوبال ورکړل شوی، په همدې خبره ویسټ انډیزی لوبډلمشر کارلوس بریت وایټ هم له میدان بيرون لاړ او د څلورم امپایر شرف الدوله او میچ ریفري جیف کرو سره یې دغه خبره شریکه کړه.

د نورو لوبڅارانو لخوا هم د بریت وایټ د ریویو اخیستلو غوښتنه ونه منل شوه او نوبال په خپل ځای پاتې شو، خو ویسټ انډیز لوبغاړو خپلې لوبې ته دوام ورکړ په همدغه نوبال باندې سومیا سرکار شپږیزه ووهله.

ددې اوور په لومړي فري هټ باندې هم شپږیزه لګېدلې وه، د اور له ختمېدو سره د کوربه بنګله دیشې لوبډلې منډې ۶۱ وې او یوازې یو لوبغاړی یې سوځېدلی وه خو یو وخت داسې راغی چې ټوله لوبډله په ۱۴۰ منډو راټوله شوه.

د ویسټ انډيز لخوا په توپ اچوونه کې کیمو پال ښه توپ اچوونه وکړه او ۵ لوبغاړي یې وسوځول. په توپ وهنه کې لیول ۸۹ منډې وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی