سپورټ له نړۍ نړیوال کرکټ

هغه نړیوال کرکټ لوبغاړي چې بندیان شوي

کرکټ داسې یوه لوبه ده، چې ځانګړي اُصول او قوانین لري، دغو قوانینو، مقرراتو او اُصولوته باید ټول لوبغاړي په کرکټ کې دخیل کسان احترام ولري او په مراعت کولو یې مکلف دي.
خو په نړۍ کې بیا ځېنې کرکټ لوبغاړي د اصولو په ساتلو کې پاتې راغلي او بلاخره بندي شوي دي.

ډېری کرکټ لوبغاړي د پولیسو له خوا نیول شوي دي او بیا ترې د سلوک په اړه څېړنې شوي.

تازه شاپور ځدران د افغان کرکټ بورډ د ډېسپلین کمېټې لوبڅار، روزونکي او لوبډلمشرسره د ناسمې ژبې کارونې له امله له لوبو محروم شوی و او اوس یو ځل بیا لوبډلې ته راستون شو.

د کرکټ په اصولو کې د بال ټېمپرکول یا ګرول، د لوبې جوړجاړی، لوبغاړو سره بد چلند کول، ننداره کوونکو، لوبڅارانو، توپ اچوونکو او نورو سره ناسم چلند ټول منع دي.

فساد او رشوت بیا په لوبوکې داسې دي، لکه اور او اوبه.

سلمان بټ محمد عامر او محمد اصف هغه پاکستاني لوبغاړي وو، چې په انګلستان کې په لوبه کې د جوړجاړي له امله په بند محکوم شوي وو او هم له لوبو محروم وو، چې بیا په ۲۰۱۵ م کال کې دا بندیزونه پای ته ورسېدل او یو ځل بیا لوبو ته ستانه شول.

دوی په ۲۰۱۰ م کال کې مېچ فېکسېنګ کړی و، چې د کرکټ ټوله نړۍ یې ولزړوله.

پاکستانۍ کرکټ لوبډلې د مظهرمجید په نوم یو تن څخه د انګلستان خلاف په ټېسټ لوبه کې د رشوت غوښتنه کړې وه.
دا لوبه د انګلستان په لارډز لوبغالي کې روانه وه، چې د کرکټ کور یا د کرکټ روح هم ورته وایي.

محمد اصف او سلمان بټ د رشوت یا لوبې جوړجاړي خبره کړې وه او محمد عامر چې نوی لوبډلې ته راغلی و هم په دې درغلۍ کې دخیل و. دغو ټولو لوبغاړو د بند موده تېره کړه.

سلمان بټ ۳۰ میاشتې بندي و، محمد اصف ۱۲ میاشتې بندي و او محمدعامر ۶ میاشتې بندي و.
او مجید بیا ۳۲ میاشت په بند کې تېرې کړې.

تازه د اکټوبر په شلمه نېټه د هندۍ لوبډلې سلو لېګ برېک توپ اچوونکی امېت مېشرا د پولیسو له خوا په بنګلور ښارکې ونیول شو.
نوموړی تورن دی، چې یوه ښځه یې د اوبو په بوتل ویشتلې ده.

له ده وړاندې انګلستانی بېن سټوکس هم د انګلستان په برېسټول سیمه کې د پولیسو له خوا له دې امله نیول شوی و او تاڼې ته یې وړی و، چې یو ایجیړا یې په سوک وهلی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې