خواړه د ګټې خبرې روغه سټه

کیله د نورو ګڼو ګټو سربیره روحي فشار کموي

ډير کله انسان د ځینیو ستونزو له امله تر ستریس یا فشار لاندې راځي. د داسې یو حالت سره مبارزه بیلابیلې لارې چارې لري. یو هم له دې څخه خوراک ډول دی.

څيړونکي وايې، چې کیله د سټریس یا فشار په کنټرول کې اساسي رول لري. ددوې په وینا، چې کیله پوتاشیم لري او پوتاشیم د روحي فشار په کنټرول کې ستره ونډه لري.

کیله همدارنګه په لوړه اندازه ویټامین بي لري چې د اعصابو د ارامۍ سبب کیږي.

د امریکا د عصبي روغتیا اداره وايي، کیله د تریپټوفن په نوم پروتین لري چې وجود یې پر سیروتونین هورمون بدلوي. دا هورمون ستاسو د ارامتیا او طبعې د ښه کیدو سبب کیږي. همدارنګه په عمومي توګه د خوښۍ احسا کوئ.

هغوی چې د وینې کمی لري کیله د اوسپنې بډای خواړه دي چې مرسته ورسره کوي.

کیله همدارنګه د وینې شکر کنټرولوي، او د وینې فشار نورمالوي، دا ځکه چې کیله ډير زیات پوتاشیم او ډیره کمه مالګه لري، هغه څه چې د وینې لوړ او ټیټ دواړو ډولو فشارونو ته درملنه ګڼل کیږي.

همدارنګه پوتاشیم عصاب بیدار ساتي او که زده کونکې کې سهار مهال یوه کیله وخورې د ورځې په بهیر کې ښه زده کړه کولی شي.

کیله له هغو سره چې د سیګرټو پرېښودو هڅه کوي هم په دې چاره کې مرسته کوي، ځکه د ویټامین بي ۶ او بي ۱۲ په لرلو سره د ڼیکوټین څخه د وتلو جانبي عوراض راکموي.

سربیره پر دی، په کیله کې مګنیزم هم وجود لري، چې د عضلاتو د راحت او ارمتیا سبب کیږي.

هغوی چې له قبضیت شکایت لري نو کیله د هغوی لپاره د زیات فایبر په لرلو هم غوره غذا ګڼل کیږي.

کیله په وجود کې په طبیعي توګه د اسیدو ضد چاره ترسره کوي، هغوې چې د معدې له سوخت شکایت لري، د کیلې خوراک سمدستي ارام ورکولی شي.

سهارنۍ کې د کیلې خوراک ځکه ستاسو سهارنۍ تنبلي لرې کولی شي چې کیله د وینې د شکر اندازه نورمالوي او دا چاره د سهارنۍ لټۍ څخه تاسو په یو فعال کس بدلوي.

که خزنده چیچلۍ یئ نو مخکې له دې چې کوم طبي کریم پیدا کړئ، د کیلې د پوستکي دننه اړخ پر چیچلي ځای ومږئ. ډیرو کسانو دا چاره موثره ګڼلي د پړسوب او تخریش مخه نیسي.

کیله همدارنګه له نارینه و سره د جنسي قوت په ساتلو کې هم مرسته کوي .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */