خواړه روغه سټه

که د کیلې جوس په مناسبه اندازه وخوړل شي، ګټور تمامیږي

لیکنه: پلوشه فضلي

ژباړه: پلوشه فضلي

زیاتره خلک د کېلې او شیدو شېک یا جوس چښل له دې وجي خوښوي چي د خوند ترڅنګ انرژي ورکوونکي دي. بلخوا، ځیني کسان په دې باور دي چي یاد جوس تاواني دی. اوس حقیقت څه دي؟

د کېلې او شیدو جوس په رښتیا هم ګټور دی. ځکه چي په دې کښي سته پروټین د عضلاتو قوي کوونکي دي او سربېره پر دې، یاد مشروب کښي له فایبر، پروټین، کلسیم، ویټامینونه او منرالونو هم سرشار دی. دا مشروب وزن نه زیاتوي خو هغه وخت چي په متوسطه اندازه وخوړل سي.

پروټین چي د عضلاتو قوي کوونکي دي، ویټامینونه او منرالونه چي د بدن میتابولیزم ښه کوي او وجود فعاله ساتي او په یاد مشروب کښي سته فایبر نس تر ډېري مودې موړ ساتي او د بې ځایه خوړلو یې منعه کوي. یاده دي وي، چي د ډیرو ګټو ترڅنګ که یاد مشروب ډېر وخوړل سي د هاضمې سیسټم زیانمن کوي.

ډیر پام مو وي چې هر ډول جوس باید په داسې ماحول کې وڅښل شي چې له ګرد او غبار بچ وي.
تاسې به په ډیرو سیمو کې لیدلي وي چې د جوس جوړولو وسایل او ماحول ډیر خیرن وي، نو په داسې چاپیریال کې ممکنه ده چې ګڼ ناروغۍ هم ورسره وزیږي.

یادونه: دا موضوع د عامه مالوماتو له پاره ده، مریضانو ته په دې اړه د ډاکټر مشوره حتمي ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي