خواړه روغه سټه

کیله د ۶ ناروغيو درملنه کوي

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه راټولونه: مریم محمدي

کیله په کافي اندازه ویټامینونه، منرالونه او طبیعي قندي مواد لکه سکروز او فرکتوز لري.
روغتیاپالان وايي که چیرې د معدې زخم، معدې جوش، کمخوني، ژورخفګان، د ویني فشار او د انرژي کمښت لرئ، نو که د یوې میاشتي لپاره هره ورځ دوه کیلې وخورئ، روغتیا ته مو ګټه لري.

۱- کیله د معدې زخم مخنیوی کوي
د ډاکترانو په وینا کیلې ښه او نرم ترکیب د انتي اسیدي ځانګړتیاوو د لرلو له امله د معدې د جدارونو په محافظه کي اغیزمن رول لري، او د هغه د تخریش څخه مخنیوی کوي ځکه نو له یوې خوا د معدې د زخم د جوړیدو څخه مخنیوی کوي. او همدانګه د هغه ناروغانو لپاره هم ګټور تمامیږي چې د معدې له زخم څخه ځوریږي.

۲- د معدې سوزش کموي
زیاتره خلک وایي سینه مې سوځي، اصل کې دا سینه نه بلکه د معدې تیزابیت وي چې ورسره معده سخته سوځي، کیلې د طبیعي انتي اسید په ډول د هغه کسانو لپاره ډېرې ګټورې دي چې د معدې له سوزش څخه شکایت کوي، یوازې د یوې دانې کیلې په خوړلو سره د معدې سوزش له مینځه ځي.

۳- د بدن وینه پوره کوي
بدن کې د وینې کموالی چې انیمیا بلل کېږي، بدن کې د وینې د سرو کرویاتو کموالي ته ویل کېږي چې بدن ته د اکسیجن رسولو دنده پر غاړه لري.

د وینې له کموالي د ځان ژغورنې لپاره اړینه ده چې د هېموگلوبین مناسبه اندازه وساتل شي ځکه چې کموالی يي د ستړیا او کمزورۍ په گډون د انیمیا ناروغۍ لامل هم گرځي.

کیلې په خپل ترکیب کې په کافي اندازه اوسپنه لري، د هیموګلوبین د تولید په تنبیه کولو سره د کمخونۍ په له مینځه وړلو کې هم رول لري.

۴- د ژورخفګان مخنیوی کوي
کیلې یوازنۍ میوه ده چېTryphtophan لري، نوموړې ماده په وجود کې په سیروتونین بدلیږي او سیروتونین په وجود کې د خوشحالۍ او آرامۍ احساس تقویه کوي او په دې ډول ژورخفګان له مینځه وړي.

۵- د وینې د فشار نورمال ساتي
کیلې په کمه اندازه سوډیم او په پراخه کچه پوتاسیوم لري چې دا د ویني د فشار په کنټرول او تنظیم او د زړه په روغ ساتلو کې خورا ستر رول لوبوي.

۶- د بدن انرژي پوره کوي
څېړونکي وايي، د انسان د بدن ځيني غړي او يا ټول بدن پر ستړيا او ټنبلۍ اخته کېدای شي، له کار کولو څخه وړاندې د کیلې خوړل په وجود کې کافي انرژي تامینوي او ستاسو د کارکولو ځواک لوړوي، چې له ستړيا او ټنبلۍ مو ژغوري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي