سینما او موسیقي

د نړۍ په ډېرو خوښ شویو کسانو کې د بالیووډ دا لوبغاړي شته

اعلان

د هندي سینما باچا او مشهور ستوری امیتاب بچن او ښکلې فلم لوبغاړې ډپيکا پډوکون په شمول د بالیوډ یو شمېر لوبغاړي په ډېرو مینوالو لرونکو او خوښ کړل شویو کسانو کې شامل دي.

یوې برتانوۍ کمپنۍ (یوګو) د هغو کسانو نوملړ خپور کړی چې زیات پېژندل شوي او خوښ کړل شوي دي.

د دغه ادارې له لوري په خپور شوي لیست کې د انلاین مرکو په وسیله جوړ شوی چې ۳۵ هېوادونو نه پکې ۳۷ زره کسانو برخه اخیستې او په نړۍ کې يې د خپلې خوښې شخصیت لپاره رایه ورکړې.

په دغه لیست کې زیات یاد شوی نومونو کې ۲۰ نارینه او ۲۰ مېرمنې شاملې دي.

یاد نوملړ کې د بالیوډ دغه مشهور ستوری په ۱۲ نمبر راغلی.

شاه رخ خان:

۲.jpg

د هندي سینما د باچا په نوم مشهور شاه رخ خان په ۱۶ نمبر کې ځای لري.

سلمان خان:

۳.jpg

د هندي سینما سلطان په نامه مشهور دغه لوبغاړی په خوښه کې تر شاه رخ خان یو څه وروسته راغلی، نوموړی تر شاه رخ خان دوه نمبره وروسته راغلی او ۱۸ نمبر یې خپل کړی.

ډپيکا پډوکون:

۴.jpg

په نړۍ ډېره خوښ کړل شوېو مېرمنو لیست کې د بالیوډ ښکلې او تکړه فلم لوبغاړې ډپیکا پډوکون ۱۳ نمبر لري.

ایشوریا رائي، سشمیتا سین

۵.jpg

په دغه لیست کې د بالیوډ د ښځينه ستور له ډلې ښکلې اداکاره ایشوریا رائي او سشمیتا سین هم شته.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی