کلتور او هنر

په ۲۰۱۹ کې د بالیووډ ریلیز کېدونکي فلمونه

اعلان

د ۲۰۱۸ کال د هندۍ سېنما د پاره یوه ښه کال ځکه ګڼلی شو چې په دغه کال کې دغه سېنما په زیات شمېر سره کامیاب فلمونه بازار ته وړاندې کړل او بېرته د مینوالو د ښه غبرګون سره مخ شول، که څه هم دغه کال د بالیوډ د خانانو لپاره ښه کال نه وه او د درې واړو فلمونه په بازار کې ښه ونه چلېدل، خو تر څنګ یې نور فلم ستورو کامیاب او ښه فلمونه بازار ته وړاندي کړي ول، چې ښه ګټه یې وکړه.

د ۲۰۱۹ کال پیل سره سم هم د هندۍ سېنما د فلمونو بازار ښه ګرم دی خو د فلم څارونکی تمه لري چې دغه کال به د تېر په څېر یو غوره او ښه کال وي.

په دغه کال کې به هم د هندوستانۍ سېنما لخوا ځینې په زړه پورې فلمونه نندارې ته وړاندې چې یو شمېر ته یې مینوال په بې صبرۍ انتظار باسي.

جنوري میاشت کې:


په دغه میاشت کې تر اوسه د جنوري په ۱۱ د فلم ستوري کشال او تکړه اداکارې یامي ګوتم فلم (اړی) ریلیز شوی.

د دې تر څنګ به په ۲۵ د جنوري درې غټ فلمونه ټهاکری، منی کارنیکا، کوين اف جهانسي او چیټ انډیا ریلیز شي، خو دا چې شیوسینا د دغه فلم ټیم ته اخطار ورکړی نو د چیټ انډیا فلم به هم د ۲۵ تاریخ پر ځای پر ۱۸ تاریخ پر سېنماګانو روښانه شي.

فبرورۍ میاشت:


په لومړۍ د فبرورۍ کې به هم د بالیوډ د تکړه اداکار انیل کپور او د هغه د لور سونم کپور فلم (ایک لړکي کو دیکها تو ایسا لګا) چې دواړو په کې جوړه کار کړی بازار ته ووځي، په دغه فلم کې فلم لوبغاړی راجکمار راؤ او ښکلي ستورې جوهي چاوله هم شته.

په ۸ د فبرورۍ به د اداکار سوشانت سنګهـ راجپوت او بومي پانډیکر فلم(سونچیرایا) هم ریلیز شي، په ۱۴ د فبرورۍ به د عالیه بهټ او رنبیر کپور فلم (ګلي بوائي) هم خپور شي.

او په ۲۲ د فبرورۍ به د اداکار انیل کپور، اجي دیوګن، مادهوري دکشت، ایشا ګپتا، رتیش مکهـ، ارشد وارثي او جاوید جعفري په څېر د لویو ستورو لخوا جوړ شوی فلم (ټوټل دهمال) هم پر سېنما روښانه شي.

مارچ میاشت:


په لومړۍ د مارچ به فلم (سندیپ او پنکي فرار) هم خپور شي په دغه فلم کې ارجن کپور او پرنیتي چوپړا کار کړی، په همدغه تاریخ به د فلم ستوري کارتک اریان او کیرټي سونن فلم (لکا چهپي) هم خپور شي.

په ۸مه نېته د مارچ به فلم (بدله) هم پر سېنما روښانه شي، په دغه فلم کې امیتابهـ بچن، تاپسي پانو، اکاش پوري او علي فضل د خپلې اداکارۍ جوهر ښودلی.

۲۱ د مارچ به د زیار ایستونکي فلم ستوري اکشي کمار او پرنیتي چوپړا فلم (کیسرا) هم خپور شي.

په ۲۹ د مارچ به د نقادي ادکارې کنګنا رناوټ، راجکمار راوؤ او جمي شیرګل فلم (مینټل هی کیا) هم نندارې ته وړاندې شي.

اپریل میاشت:


په ۵مه نېته د اپریل به د ښه اندام لرونکي فلم لوبغاړي ودیوت جموال فلم(جنګلي) هم ریلیز شي، په ۱۸ د اپریل به سنجي دت، مادهوري دکشټ، ورون دهون، عالیه بهټ، ادیتیه رائی کپور او سوناکشي سنها په یوه فلم (کلنګ) کې راښکاره شي.

مئ میاشت:


په لسم د مئ میاشت به د تکړه او ښکلي فلم ستوري ټائیګر شروف، انانیا پانډي او تارا سوتاریا فلم ( سټوډنټ اف دې ايئر۲) بازار ته وړاندې شي، ۱۷ د مئ به فلم (جبریا جوړي) فلم هم خپور شي چې په کې سدهارت ملهوترا او پرنیتي چوپړا جوړه کار کړی.

جون میاشت:


د جون میاشتې په پنځمه نېټه د وړوکې اختر د شپو ورځو پر مهال باليووډ کې د سلمان او کټرینا کیف فلم چې ډېر مینوال ورته منتظر دی (بهارت) هم ریلیز شي، په دغه فلم کې ډيشا پټاني او سنیل ګرور هم مهم رول لوبولی دی.

جولای میاشت:


د دغه میاشت په ۱۹ نېټه به د کرینه کپور او اکشي کمار فلم (ګوډ نیوز) هم د مینوال تلوسه ورختمه کړي.

اګسټ میاشت:


په ۱۵ د اګسټ به د جان ابراهم او مرونال ټهاکر فلم (باټلا هاؤس) هم تر مینوالو ورسیږي، په داسې حال کې چې په دغه ورځ باندې اکشي کمار او ودیا بالن فلم (مشن منګل) هم د خپرېدو اعلان کړی، ممکن په دغه ورځ د دواړو فلمونو تر منځ سخته سیالۍ وشي.

اکټوبر میاشت:


۲۵ د اکټوبر به د اکشي کمار، کیرټي سونن، رتیش دیش مکهـ، کیرټي کهربندا، بوبي دیول او چنکي پانډیا په څېر د مشهور ستورو فلم (هاؤس فول۴) خپور شي.

نومبر میاشت:

په ۸مه نېټه د نومبر به د فلم لارښود ریموډي سوزا فلم(ABCD3) نندارې ته وړاندې چې په کې ورون دهون او شردها کپور مرکزي رول ادا کړی.

ډسمبر میاشت:
په میاشت کې به سلمان خان د خپل فلم کیک چې کامیاب ثابت شوی وه، دویمه برخه (کیک۲) په ۲۰ د ډسمبر بازار ته وړاندې کړي، په همدغه تاریخ به رنبیر کپور، عالیه بهټ، امیتابهـ بچن او موني روئی ټول په یوه فلم(براهمسترا) کې یوځای راښکاره شي.

د دې نه هاخوا:
د دغه فلمونو ډریم ګرل، مرد کو درد نهي هوتا، سینا او د یو شمېر نورو د ریلیر کېدو تاریخونه نه دې په ډاګه شوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی