سپورټ نړیوال کرکټ

ای سي سي د سیالۍ پر مهال د بال ټمپرینګ سزا سخته کړه

د کرکټ نړیوالې شورا هغو لوبغاړو ته چې بال ټمپرینګ کوي یا توپ خرابوي په خپل قانون کې د تېر په پرتله سزا سخته کړې ده.

بال ټمپرینګ یا د بال خرابول چې په بېلابیلو طریقو سره د توپ خرابول دی چې د ټمپرینګ په صورت کې بیا توپ وهنې ته خنډ کیږي او په سمه توګه توپ وهنه پرې نه کیږي او د توپ نیونې اړخ لوبډلې ته مرسته کوي.

د بال ټمپرینګ یا د سیالۍ پر مهال د توپ د خرابولو پر مهال د کرکټ د نړۍ مشهوره لوبغاړي نیول شوي او لیدل شوي چې بیا ورته د اې سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا له اړخه له بندیز سره هم مخ شوي دي.

خو مخکې د بال ټمپرینګ جرم په دویمه درجه جرمونو کې حسابېده او سزا يې هم د اوس په پرتله کمه وه، خو د نوي قانون له مخې اوس دغه سزا ډېره شوې ده.

د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه کړې چې د بال ټمپرینګ د توپ خرابولو، ګرولو او سلولو په صورت کې به لوبغاړي له شپږو ټسټ سیالیو څخه کینول کیږي او یا به پرې په ۱۲ یو ورځینو سیالیو کې د لوبېدو بندیز وي.

د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د کرکټ نړیوالې شورا د توپ خرابولو سزا سخته کړې او دویم لیول څخه په دریم لیول سزا کې شامله کړې ده چې د دغه قانون له مخې به لوبغاړي د ۶ ټسټ او یا ۱۲ یو ورځنیو سیالیو کې له لوبېدو منعه کیږي.

ای سي سي ویلي چې مخکې به د بال ټمپرینګ له امله له یوه لوبغاړي ۸ پوائنټونه کمېده چې اوس دغه پوائنټونه ۱۲ ته پورته شوي چې له مخې یې دغه ماده هم په دریم لیول کې شامله شوې ده، چې له مخې به یې میچ ریفري په تیزۍ سره د لوبغاړي پر وړاندې فیصله کولی شي.

د نوي قانون له مخې به د څلورمې درجې سرغړونکو لوبغاړو ته یو کمسیون جوړیږي چې په ورته سزا اوروي او د امپایر سره بد چلند، د یو بل سره ناوړه چلند او بال ټمپرینګ نه غیر به لوبغاړو ته له ټولو سړغړونکو په صورت کې د دوېمې او دريېمې درجې سزا ګانې اورول کیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا دغه راز په D/L میتود قانون کې هم بدلون راوستی.

د اې سي سي د خبر له مخې دغه قانون له د ۳۰ د سپټمبر څخه د جنوبي افریقا او زمبابوې تر منځ په سیالۍ کې پلي شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی