افغانستان سیاست

د بلخ جنجال؛ دفاع او داخله وزیران یې د اساسي حل خبر ورکوي

لیکنه: بشر درویش

د افغانستان په شمال کې مېشت ۲۰۹ شاهین قول اردو د بلخ د نوي امنیه قومندان د ټاکلو پرسر د حکومت او عطامحمد نور د رامنځته شوي جنجال د اساسي حل خبر ورکوي.

یاد شوي قول اردو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا جنجال بلخ ته د دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت د سرپرست مسعود اندرابي له پروني سفر سره حل شوی دی.

غیرسیاسي سکتور او ناسم پوهاوی
د قول اردو د خبرپاڼې له مخې د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو له عطامحمد نور سره په لیدنه کې امنیتي سکتور یو غیر سیاسي سکتور ګڼلی.

دوی دغه راز رامنځته شوی جنجال یو (ناسم پوهاوی) ګڼلی او په نه تکرار یې ټینګار کړی.

د نیول شویو کسانو خوشې کیدل
شاهین قول اردو د بلخ د اوړمې ورځې د ناندریز وضعیت پر وخت د ګډوډۍ په تور د نیول شویو کسانو د خوشې کیدو خبر هم ورکوي.

وایي دا کار له دفاع او کورنیو چارو وزیرانو څخه د بلخ د ځینو مشرانو په غوښتنه شوی.
خو سرچینه ټینګار کوي، چې نور به چا ته د وضعیت اخلالولو اجازه ورنه کړل شي.

پرون د کورنیو او دفاع وزارتونو سرپرستانو له عطا محمد نور سره ولیدل

نور چارواکي نه بدلیږي
شاهین قول اردو دا هم ویلي، چې په پرونیو لیدنو کې دفاع او کورنیو چارو وزیرانو عطا محمد نور او پلویانو ته یې ویلي، چې نور پولیس چارواکي نه بدلیږي.

وېل کیږي، چې عطامحمد نور د خپل نفوذي امنیه قومندان له بدلون سره د نورو پولیس چارواکو د بدلیدو اندیښنه لرله، خو داسې ښکاري چې د حکومت ورغلو وزیرانو په دې اړه ډاډ ورکړی.

شاهین قول اردو وایي په لیدنو کې پریکړه شوې، چې ټول پولیس چارواکي به د نوي امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز تر مشرۍ لاندې په عادي ډول خپل کارونه سمبالوي.

د عطامحمد نور دریځ
د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور، چې د جمیعت اسلامي ګوند اجرایه ریس هم دی، پرخپلې فیسبوک پاڼې له پرونیو لیدنو خوښي ښودلې ده.

عطامحمد نور ورغلي وزیران بریالي او په خبره پوه خلک ګڼلي او ویلي، چې لیدنو یې ګټورې پایلې لرلې.

نور زیاته کړې، چې د لیدنو پایلې به بلخ ته ورغلی پلاوی کابل ته تر ستنیدو او د حکومت له رهبرۍ سره تر خبرو وروسته اعلان کړي.

د بلخ جنجال ته یو نظر
کورنیو چارو وزارت تېره چارشنبه مل پاسوال عبدالرقیب مبارز د بلخ نوی امنیه قومندان اعلان کړ، خو عطامحمد نور یې د مخنیوي ګواښ وکړ.

تېره پنجشنبه د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشال سادات له یو شمېر ځانګړو پولیسو سره بلخ ته لاړ او د عطامحمد نور د پلویانو د وسله وال مزاحمت باوجود یې نوی قومندان دندې ته معرفي کړ.

د نوي قومندان د معرفۍ پروخت د عطا د پلویانو او پولیسو ترمنځ نښته هم وشوه، چې د یوه پولیس د وژل کیدو او له دواړو لوریو د یو شمېر کسانو د ټپي کیدو خبر پکې ورکړل شو.

غبرګونونه
د عطامحمد نور لخوا حمایه شوي ولسمشریز نوماند حنیف اتمر د بلخ په موضوع کې حکومت د خلکو پر وړاندې د قهریه قوې په کارولو تورن او و ویل، چې د دغه کار پوښتنه به وکړي.

په کابل کې د امریکا سفیر وویل: زموږ په مرسته جوړشوی افغان امنیتي ځواک دې د سیاسي ستونزو د حل لپاره نه کارول کیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي دفتر(یوناما) هم د امریکا سفارت ته ورته دریځ درلود.

وېل کیږي، چې بلخ ته د لوړپوړو امنیتي چارواکو سفر هم د همدغو سیاسي فشارونو په پایله کې شوی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي