ادبیات رسنۍ

د دانش خوږه شاعري او د اورولو ځانګړی انداز

لیکنه: مهر تاج

دا لور دې سکول ته بوځه ښه، په لور دې سبق ووایه
په دې کې غیرت مه ګوره غیرت ته بلا لارې دي

په کوزه پښتونخوا کې زما د خوښې شاعرانو له ډلې يو هم پروفیسور “بخت زاده دانش” صیب دی. دانش صیب د ډېرو داسې صفاتو څښتن دی، چې زه نه یوازې ترې متاثره یم بلکې کله کله مې رخه وشي، چې ولې داسې صفتونه زه نه لرم.

یو صفت یې د شعر د اورولو ځانګړی انداز دی.

ځینې شاعران ډېره ښه شاعري کوي خو هغه شان ښه یې نه شي اورولی څومره چې یې ښکلي لیکلي وي. خو ددې برعکس ځینې شاعران بیا د شعر د اورولو دومره خوږ او ښکلی انداز لري چې اوریدونکي له ځان سره د خیال په وزرونو یو داسې نړۍ ته بیولی شي چې یوازې شاعر لیدلي وي. دوی ان له خپلو اوریدونکو دا هیروي چې په شعر کې تخنیکي لوړو ژورو ته تم شي، بس د شعر او اورولو فضا یې غیږ کې واخلي.

د مزې خبره دا ده چې دانش صیب د ښې او ګلالۍ شاعرۍ ترڅنګ خپل شعرونه په خپل سُر و تال او ځانګړې انداز اوروي، او کله چې ښه شاعري د اورولو له ځانګړې انداز سره ملګرې شي، نو زړونه ورته غیږې پرانیزي. ځکه خو په کوزه او بره پښتونخوا کې د دانش د شعر مینه وال هم د هرې ورځې په تیریدو ډیریږي.

ښاغلي دانش د علم پوهې په جامه سنبال شاعر دی، هغه د کالج استاد دی او دې له نوموړې سره مرسته کړې چې د ټولنې هغو ستونزو ته یې پام شي چې د عادي وګړو ورته یا پام نه دی او یا یې د یادولو ځواک نه لري، خو ښاغلی دانش دا مسلې د شعر په ډیره ساده او د ده په ځانګړې انداز راپورته کوي، او نه یوازې هنري ښکلا رامنځ ته کوي بلکې د پښتنې ټولنې ډیرو مسلو ته د خلکو پام را اړوي.

ښاغلی دانش د هغو شاعرانو په څیر نه دی چې د هنر پنځوونې په موخه خپلې خبرې او د شعر تصویرونه دومره په ابهام او فلسفو کې وپیچي چې اوریدونکیو ته پرې پوهیدل ګران شي. هغه پوهیږې چې څنګه زموږ ټولنیزو واقعیتونو ته په ساده ژبه د هنر داسې ژبه ورکړي چې شعرونه یې خوله په خوله وګرځي. اخر د هنر لپاره ضرور نه ده چې تصویرونه او خیالونه دې پیچلې شي. هنر په ساده ګۍ کې دی، اوپروفیسر دانش په دې خبره تر بل هر چا ښه پوهیږي.

خبرې، مجلس او ورسره بنډار هم په هر اړخیز درک سمبال او هیله، حوصله بښونکي او جانانه وي.

څه موده وړاندې په خواله رسنۍ فیسبوک مې د یو ورور د غزل په ځواب کې د هماغه په ردیف ځوابیه غزل ولیکه، موخه مې ارزونه وه چې لوستونکي څومره انصاف کوي او څرنګه یې ارزوي. د اټکل له مخې هماغسې یې پایلو جدي عکس العملونه، ناندرۍ او ګرم بحثونه راوپارول. ما خپل جواب ترلاسه کړ؛ یاد غزل یو نارینه لیکلی و چې په واه واه او ستاینو ونازول شو، خو که یوې ښځینه ولیکه نو پښتو ادب ته یې ستره د بد اخلاقۍ ضربه ورسوله، ګڼو نارینه وو وښکنځلم. یوازې خاموشه او خفه شوم؛ دانش صیب مې احوال واخیسته، ما له زړه ژړل چې ما ته سړو کنځلې وکړې. د لوی فکر دانش صیب راته وویل: کوم څوک چې ښځې ذات ته کنځلې وکړي هغې ته نر ویلو شو؟ زه چوپ وم، دا خبره یې د تاکید په ډول درې ځلې تکرار او پوښتنه وکړه. اخر موسکۍ شوم او سر مې په “نه ” وخوځاوه: نه! کوم نر چې ښځه ښکنځي هغې ته نر نشو ویلای…

نکل یې راته وکړ، ویل یې : ما په خپله فیسبوک پاڼه دا بیتونه شریک کړي وو؛

که تور پیکی د سړي خوښ شي نو دا بده ده څه؟
یا سور بنګړی د سړي خوښ شي نو دا بده ده څه؟
کسم پخدای د سړي خوښه په خپل وس کې نه وي
کسم پخدای د سړي خوښ شي نو دا بده ده څه
نه نو پدې به راله دومره لوی عذاب راکوي
که يو څه شی د سړي خوښ شي نو دا بده ده څه

بیا راته ددې بیتونو لاندې د ځینو ترخې تبصرې او دده له زغم ډک ځوابونه یاد کړل، چې په حقیقت کې هغه وخت زما په ډاډ بدل شول.

یوه مرکه کې مې ترې اورېدلي وو، چې زه خپل شعرونه نه لیکم او تر ننه مې چې څومره شاعري کړې ده، خپل ټول شعرونه مې په حافظه کې حفظ دي.

بله پوښتنه ترې د کتاب د چاپ په اړه وشوه، نو په جواب کې یې وویل: مینه وال غوښتنه کوي، خو ما خپل شعرونه نه دي راغونډ کړي سوچ به پرې وکړو.

زه دې ته خفه شوم، چې لیکلې شاعري ورسره نشته، دا به له امکانه لرې وي چې له حافظې دې خپل ټول اشعار کاپي او چاپي بڼه ورکړي، که دا کار وشي هم، ښایي زیات شعرونه ترې هیر او چاپ نه شي. خو زما دا اټکل هم ناسم وخوت. تېره ورځ خبره شوم چې د مشهور نظم ” زه به نه لېونی کېږم ” په نوم شعري ټولګه یې تازه له چاپه راوتې او د مینوالو د ذوق خړوبولو ته وړاندې شوې.

له زړه خوشاله شوم، چې پښتو ادب ته یو نوی سبک، انداز او فکر اضافه شو. نوښت او پښتو ژبې/ ادب ته خدمت نو همدې ته وایي.

محترم استاد دانش صیب او مینوالو ته یې مبارکي وایم. لکه څرنګه چې یې “زه به نه لېونی کیږم ” نظم زیات مینوال لري او ګڼو شاعرانو تري الهام اخیستی او اکثریت یې په هره خبره کې د مثال په طور وړاندې کوي، (زه به نه لیونی کېږم) په همدې مطلع زه هم ورته دا نظم ډالۍ کوم.

زه به نه لیونۍ کېږم؟!

ټوله ورځ د کور کارونه
پوهنتون او سخت درسونه
ورور که لوبو نه وزګار شي
لا تیری کوي امرونه
لور پردۍ، زوی وارث بولي
پښتانه او رواجونه
وايي لور ده او که خور ده
یا د کور ده یا د ګور ده
بس کمزورې خوارکۍ ده
ځکه دا یوه جینۍ ده
دغه غم دی چې ځورېږم
زه به نه لیونۍ کېږم؟!

زه به نه لیونۍ کېږم
چې له کوره بهر کیږم
په هر ګام باندې ویریږم
د ښار ډیر سړي لېوان شي
ان سپین ږیري هلکان شي
او واټونه ښاماران شي
زه هوسۍ غوند ترهیږم
له نارو نه یې ځوریږم
سترګې سترګې راپسې وي
زه ترې خپل ځان کې پټیږم
د ټول ښار نظر پر ما وي
چې په دې لارو تیریږم
زه به نه لیونۍ کیږم

زه به نه لیونۍ کیږم
چې له کور څخه بهر شم
ماشومانو ته نظر شم
سهار وخته په یخنۍ کې
دوی خشاک ټولئ بوجۍ کې
نه کتاب و نه قلم وي
د ډوډۍ ورسره غم وي
زه له ځان څخه دا سوال کړم
مسول څوک دی، دا څه کیږي
دا خوران ولې ځوریږي
د معصومو ګناه څه ده
دا په کوم جرم کړیږي؟
دا پوښتنې وي او زه یم
چې ماښام کور ته ستنېږم
زه به نه لیونۍ کېږم …؟

د دانش لمن دې د ژوند او مینې له شعرونو ډکه او فکر دې تاند وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج