کلتور او هنر مخکښان

بختیارخټک: ټپیزې اول ما ویلي، خو کرن خان نړیوالې کړې !

لیکنه: ياران

لیکنه: بشردروېش

د پښتو یو ځوان او مشهور سندرغاړی بختیار خټک د ټپیزو په اړه ادعا لري، چې په اول ځل ده پښتو موسیقۍ ته شامل کړي دي.

د خټک په یوه مرکه کې ویل شوي، چې ټپیزې ده په لومړي ځل په ۲۰۰۶ کال کې ویلي، خو د البوم په بڼه یې وروسته وړاندې کړي.

د بختیار خټک په وینا د ده د هغه مهال ویل شوې ټپیزې له خیبر ټلویزون څخه نشر شوي دي.

بختیار خټک له دې سره دا هم مني، چې د ټپیزو په نړیوال کیدو کې کرن خان کرن هر چا نه زیاته ونډه لرله.

کرن خان کرن پخپلو مخکینیو مرکو کې د ټپیزو د لومړي ځل سندریز کولو ادعا کړې ده.
خو بختیار خټک د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د پښتونخوا یو مشهور شاعر لایق زاده لایق په شاهدۍ نیولی او ویلي، چې د ده په خوله ویل شوې لومړنۍ ټپیزې لایق ورته لیکلي او ریکارډ یې په خیبر تلویزون کې موجود دی.

بختیار خټک دلته په بره پښتونخوا کې هم په ګڼو هنري پروګرامونو کې ګډون کړی

بختیار خټک څوک دی؟
بختیار خټک د خیبرپښتونخوا د نوښار سیمې اوسیدونکی او د خیبرتلویزون د هنري خپرونو مخته وړونکی دی.

هغه تر۱۴ ټولګي زده کړې کړي او له ۲۰۰۳ راهیسې یې موسیقۍ ته مخ اړولی.

بختیار خټک د سندرو ۵ البومونه بازار ته ویستي .

نوموړی د دې ترڅنګ، چې سندرغاړی، کمپوزجوړونکی او د تلویزون کارکوونکی دی، د لټون په نوم یو پروډکشن هم لري.

د بختیار خټک سندرې
بختیار خټک وایي له پښتو سندرو مخکې یې په ۲۰۰۳ کې یو شمېر اردو سندرې او بیا پښتو وویلې. ده د خپلو سندرو لومړنی البوم په ۲۰۰۴ کې د (نن یوازې یم) په نوم بازار ته وویست، وروسته (نری چینار)، (یادګیرنه) ، ( بیا څه چل دی؟) او (تپوس) په نوم البمونه یې په وار سره مینه وال ته وړاندې کړل.

د ده په سندرو کې مختلف ډولونه او ذوقونه په پام کې نیول شوي. هغه د (خاوره یې د سرو ده) په نوم د ملنګ جان یوه وطني سندره په نوي کمپوز او انداز ویلې، چې ډېرو خلکو خوښه کړې.

د دې ترڅنګ (لاړشه پېښور ته کمیس تور ماته راوړه) د بختیار خټک یوه بله سندره ده، چې ده په تکراري ډول ویلې، خو خپل انداز او رنګ یې ورکړی.

د هغه یوه بله مشهوره سندره( عشقه لېونیه)، بله ( ما به څنګه هېروې) ده. (مابه څنګه هېروې) په همدې نوم یوه جوړ شوي فلم ته ویل شوې.

د بختیار خټک کمال دا دی، چې په موسیقۍ کې خپل انداز او لاره لري. ده د مختلفو ذوقونو او ژانرونو مینه وال ځان سره ساتلي او د هغوی ذوق یې پخپلو سندرو کې پاللی.

ګډې سندرې
بختیار خټک لکه چې وویل شول، په خیبر تلویزون کې د هنري خپرونو چلوونکی هم دی. هغه په دغو خپرونو کې له خپلو ګڼو مېلمنو (نارینه او ښځینه وو) سره لسګونه ګڼې سندرې ویلي.

د بختیار په وینا په خیبر کې د خپرو شوو هنري خپرونو شمېر یې له زرو اوړي، چې دا شمېر ښايي یوه سندرغاړي هم نه وي پوره کړی.

د هغه په ګډو سندرو کې اکثره یې ولسي ژانرونه دي، چې د مینه والو د ډېر پام وړ ګرځيدلي.

له زرڅانګې سره د هغه څو سندرې په يوټبپ کې له ډېرو کتل شویو سندرو څخه یې دي.

پښتو موسیقي د بختیار خټک له نظره
بختیار خټک په لره پښتونخوا( افغانستان کې) د کوزې پښتونخوا په پرتله د موسیقۍ مارکېټ ته خوشاله دی، خو دا چې کوملته موسیقي ډېره ښه روانه ده څه نه وایي.

هغه وایي، په تاریخ کې پښتو موسیقۍ دومره فعالان نه لرل، لکه اوس یې چې لري.

د بختیار خټک په وینا د موسیقۍ لپاره د کار زیاتیدو معیار ته هم د شاعرۍ، هم د کمپوز او هم د سندرو د ویډیویي ریکارډ له پلوه تاوان اړولی، خو دی دا وضعیت د اندیښنې وړ نه ګڼي او ښو پایلو ته یې تمه لري.

له دې سره هغه د خپلو سندروپه معیاري توب ټینګار کوي او وایي، چې معیاري کار به کوي.

ستونزې یې څه دي؟
بختیارخټک په سندرو ویلو کې د ویډیویي کلیپونو لپاره د امکاناتو له کمښته شکایت لري.

دی وایي په پښتونخوا کې موسیقي عایداتي سرچینه نه ده، ځکه خو د ویډيویي کلیپونو د ریکارډ لپاره یې تش لاسي ځوروي.

د ده په وینا ویډیویي ریکارډ یوازې دا نه دی، چې مایک ته څوک کیني او سندرې ریکارډ کړي؛ بلکې ضرور ده چې سندرغاړی د سندرې له محتوا سره سم ماحول برابر او له هرې مسرې سره هماغه ډول ویډيویي صحنې ریکارډ او اداکاري ولري.

د خوښې شاعران او سندرغاړي
بختیار خټک وایي د استاد خیال محمد، اسناد ناشناس، ګلزار عالم او سردار علي ټکر سندرې یې خوښیږي، خو ایډیال سندرغاړی یې هارون باچا دی.

په شاعرانو کې وایي، د شاعر نوم او مقام پسې نه؛ بلکې هنرپسې ګرځي. هر څوک چې ښه شاعر وي او شاعري یې له موسیقۍ سره غاړه غړۍ شي، دی به یې شعرونه وایي.

بختیار تراوسه د خوشال بابا، غني خان، رحمان بابا، اباسین یوسفزي، اکبر سیال، رحمت شاه سائل، فطرت بونیري، روښان یوسفزي او ځینو نورو شاعرانو شعرونه ویلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران