سیاست کلتور او هنر نړۍ

“جوی بایډن په غیږ کې ونیولم؛ ویښته يې زما بوې کړل او مچې يې کړم”

لیکنه: ګلاب هېواد

د امریکا د نویډا د ایالاتي اسامبلې پخوانۍ غړې، لوسي فلورس د امریکا په مخیکني مرستیال ولسمشر جوی بایډن تور پورې کړی، چې د ۲۰۱۴ کال د کمپاین پر مهال يې هغه د شاه له لوري په غیږ کې ونیوله؛ د هغې ویښتان يې بوې کړل، او په سره يې ښکل کړه.

میرمن لوسي وايي، نوموړې هغه وخت ډیره نارامه او حیرانه شوه، او نه پوهیده چې څه وکړي.

لوسي فلورس وايي:

“بایډن مې په اوږو لاسونه راکیښودل، زما ویښتو ته يې سپږمې نږدې کړې، بوې يې کړل او په سر يې ښکل کړم. زه حیرانه شوم، او نه پوهیدم چې څه وکړم. ما بیخي کمزوری احساس وکړ. له داسې یو سړي نه، چې هغه ځواکمن وي او ورسره کومه د ملګرتیا اړیکه هم ونلرې؛ د دا ډول چلند توقع بیخي حیراوونکې ده. دا کار خو یواځې د یو چا یار یا میړه کولای شي.”

لوسي زیاتوي:

“زه نه وایم، چې زه هغه (بایډن) په جنسي توګه ازار کړم او یا هم دا یوه د جنسي تیري هڅه وه. زه وایم، چې نوموړي زما د بدن د استقلالیت خیال ونه ساته او زما حد ته راننوت. ما دا توقع نه درلوده، چې د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر دې ما په غیږ کې ونیسي او مچې مې دې کړي؛ دا خو هیڅ وخت مناسبه نه ده.”

جوی بایډن په یو اعلامیه کې ویلي، چې هیڅ کله يې د میرمنو څخه د خوند اخیستلو په نیت غاړې او مچې نه دي اخیستي. هغه وايي، همیشه يې نیت پاک و.

نوموړی زیاتوي:

“د کمپاین او عادي ژوند په دوره کې مې، له ډیرو میرمنو سره لاس ورکړی، غاړې مې ورکړي، پام، احترام او ملاتړ مې څرګند کړی؛ خو هیڅکله مې هم ناسم برخورد نه دی کړی. که څوک ووايي، ما داسې کړي؛ زه ورته په ټول احترام سره غوږ نیسم. خو ما هیڅکله قصدا داسې نه دي کړي. دا ډیر ښه او مهم وخت دی، چې میرمنې خپل غږ باسي او نارینه غوږ نیسي. زه هم غوږ نیسم او پام کوم.”

میرمن لوسي د بایډن د څرګندونو په غبرګون کې ویلي:

“زما اعتراض ستا په نیت نشته؛ او باید نه وي. زما اعتراض د میرمنو سره ستا په چلند دی. دا خو لومړی ځل نه دی، چې تاسې (بایډن) له میرمنو سره نامناسب برخورد کوۍ؛ تاسې د بایډن تصویرونه او ویډوګانې وګورئ، څه کوئ. که دی (جوی بایډن) فکر کوي، چې هغه غیرې مناسب برخور نه دی کړی، نو دی اصلا له خپل سلوک نه ناخبره دی.”

لوسي وايي، د جوی بایډن رویه د میرمنو سره نامناسبه ده او دی مجبوره شوه، چې د هغه په وړاندې دا قضیه راپورته کړي.
هغه زیاتوې، بایډن ته یوې ښځې هم ونه ویل، چې

“ښاغلی مرستیال ولسمشر! نور پردۍ ښځې په دې ډول مه لمس کوه. نور دې خپل لاسونه کنټرول کړه”.

باور داسې دی، چې جوی بايډن د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته احتمالي نوماند دی؛ او اغلې لوسي د بایډن یو له سرسختو منتقدینو څخه ده.

لوسي وايي، د ټاکنو چاوراکي باید ولسمشرۍ ته د هغه تر نوماندې وړاندې، د هغه تاریخچه وڅیړي، او ددې (لوسي) قضیې ته دې پکې پام وکړي. نوموړې وايي، دا مسله باید غلې نشي.

بایډن د کارټر ویښتان بوی کوي

بایډن ته نږدې کسان دا مني، چې نوموړی له میرمنو سره له مینې ډک چلند کوي؛ هغوې په غیږ کې نیسي او ښکلوي يې، خو په باور يې چې دا د هغه سټایل او طریقه ده او کوم بد نیت نلري.

په ۲۰۱۵ کال، سپینه ماڼۍ کې د یو خبري کنفرانس پر مهال، جوی بایډن د سپينې ماڼې د یو مهم چارواکي (اشتون کارتر) د ښځې (سټیفني کارټر) په اوږو لاس کیښود، د هغې غوږ ته يې خوله نږدې کړه او هلته وپسیده. هغه وخت هم د بایډن په دې ډول حرکت غبرګونونه پاریدلي ول؛ خو خپله میرمن کارټر په یوه تازه اعلامیه کې هغه یو له ملګرتیا او ملاتړ څخه ډک حرکت یاد کړ، او له بایډن يې مننه کړې.

نوموړي په ۲۰۱۶ کال کې د پنسلوانیا په یو هوايي ډګر هیرلي کلنټن چې هغه وخت ولسمشرۍ ته د ډیموکراتیک ګوند نومانده وه، د ستړې مشې پر وخت کلکه په غیږ کې ونیوله.

بایډن ته ځينې نږدې سرچینې دا هم وايي، چې د نوموړي زیاتره تصویرونه له میرمنو سره فوټوشاپ شوي، او د جنسي حرکاتو بوې ترې ځي. د بایډن مدافعین وايي، چې که څه هم د هغه حرکات ځینې وخت ستونزې زیږوي، خو هغه د پاک نیت خاوند دی.

جو بایډن، هیلرې کلینټن په غیږ کې نیولې

شننونکې وايي، چې د میرمن لوسي څرکندونې په اغلب ګومان ولسمشرۍ ته د بایډن د نوماندې په وړاندې کومه قانوني ستونزه نشي جوړولای.

جوی بایډن ۷۱ کلن دی او لومړۍ میرمن يې په ۱۹۷۲ کال کې د خپلې یو کلنې لور سره د موټر په ټکر کې مړه شوه او بیا یې په ۱۹۷۷ کال کې بل واده وکړ چې اوس هم د خپلې میرمنې سره یوځای دی.

هغه د بارک اوباما د ادارې مرستیال ولسمشر و، او د میرمنو په وړاندې يې د زور زیاتي پر ضد د ګڼو پالیسو جوړونکی او ملاتړی بلل کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ګلاب هېواد