ټولنیز ژوند طبیعت

د باهوښه اوسیدو لپاره دا ۱۷ کارونه وکړئ

اعلان

ژباړه: نوراحمد فضلي

هوښ یا ذکاوت د ودي وړ دی او کولای سئ د هغه د پياوړي کولو له پاره ډېر کارونه ترسره کړئ.
د باهوښه اوسېدو له پاره دریو شیانو ته اړتیا لرئ:
۱.د فکري مرحلو له پاره زدکړه کول
۲. د زیاتو اطلاعاتو درلودل
۳. پر یوې ستونزي یا نظریې تمرکز کول

د بېلګي په ډول: توماس اډیسیون په دې دلیل کولای سوای چي د برق پر ګروپ باندي فکر وکړي چي:
۱.ددې له پاره چي یو منطقی متفکر اوسي زدکړه یې کړې وه
۲. د برق انجنیرینګ په اړه په ډېر څه پوهېدی
۳. د یوې ستونزي پر حل یې تمرکز کړی وو

لاندي هغه کوچنیو اقداماتو ته اشاره کوو چي که یې په ورځني ډول ترسره کړئ کولای سئ ډېر باهوښ تر اوسئ:

۱.د خوب څخه تر بیداره کېدو ۳۰ دقیقې وروسته، ۲ ګیلاسه اوبه وچښئ.
ستاسي وجود د ۶-۹ ساعتونو پوري دئ چي د پرله پسې خوب کولو په خاطر ئې اوبه نه دي ترلاسه کړي. اوبه د بدن د اضافي موادو د تصفیې او مایعاتو د توازون له پاره ضروري دي. د سهار په پیل کښي دوه غټ ګیلاسه اوبه چښل، ستاسي د بدن اوبه جبرانوي. هغه څېړني چي پر ماشومانو ترسره سوې وه، وښوول چي د خوبه تر راکښېنستلو وروسته د اوبو چښلو د فکري تکالیفو ترسره کولو له پاره د هغوی ذهني ځواک/وړتیا لوړه کړې ده.

۲. د ناشتې پر مهال د یوه کتاب خلاصه ووایاست
کتاب ویل خورا فوق العاده کار دئ خو د ناشتې پر مهال ډېر کوچني څه ته اړتیا لري. ددې پر ځای چي نوي مقالې کومي چي ستاسي پر ژوند او هوښ باندي هومره اغېز هم نلري، د نړۍ د ډېرو پلورل سوو کتابونو خلاصه مطالعه کړئ.

۳. د کار او کور ترمنځ واټڼ کښي یو ږغیز کتاب واورئ
تر دې چي که د کور او کارځای ترمنځ و لس دقیقې واټن وي، هم کولای سئ چي په مبایل کښي مو څو ږغیز کتابونه واچوئ او د تګ راتګ پر مهال یې واورئ.

۴. د کار کولو پر مهال شنې چای وچښئ
د کافینو برعکس چي د ډېری کسانو د مضطرب کېدو سبب کېږي، شنې چای د ال- تیانین درلودونکي دي. دا آمینواسید د مغز د آلفا موجونو د زیاتېدو سبب کېږي:
دا کار د قهوې برعکس چي هغه په افرادو کښي اضطراب تحریکوي، شنې چای په فرد کښي د خوب راوستلو حس پرته له آرامش او سکونه ډک تمرکز ایجادوي. همدا وجه ده چي ال-تیانین په بشپړ شکل هم د استراحت او د قلبي-عروقي سلامت او پياوړتیا له پاره عرضه کوي.

۵. د ورځي په جریان کښي یو سترګه خوب وکړئ
یو سترګه خوب (Nap) ستاسي د مغز د پر حال راتلو سره کومک کوي. دا ثابته سوې ده چي د په یادولو پر مهال لنډمهالي خوب کول د یادولو تېزوالی لوړوي. ستاسي ذهن داسي ریتم لري چي مشخصوي کوم وخت خوب ته اړتیا لرئ او کوم وخت ئې نه لرئ.
اکثره کسان د ورځي په مینځ کښي خوبوړي کېږي. دا د لنډمهالي خوب کولو له پاره ډېر ښه وخت دئ څو د پاته ورځي له پاره هوښياري او بهتروالی تاسي ته راوګرځي.

۶. د ورځي په جریان کښي خواږه مه مصرفوئ
رښتیا خو دا دي چي که وکولای سئ په کلي توګه د خوږو مصرف پرېږدئ، بهتره خبره ده. مګر که ونه سئ کولای، تلاش وکړئ په کومو وختونو کښي چي تمرکز ته اړتیا لرئ له قندونو او خوږو استفاده مه کوئ. خواږه د دماغ د هوشمندانه عملکرد له پاره ښه نه دي. ددې له پاره د وازدي اسیدونه دي چي خورا موثر دي. تلاش وکړئ چي د قندونو او خواږو پر ځای کب یا د چرګي هګۍ وخورئ.

۷.په ورځ کښي فقط څو واري ټولنیز ویبسایټونه راخلاص کړئ
دماغ هغه ته د وړاندي کوونکو مالوماتو سره بلدېږي. که چېري خپل دماغ له چټکو او غیرمحرکو مالوماتو ډک کړئ، تمرکز مو ختمېږي. تلاش وکړئ چي د محرکو اطلاعاتو په وړاندي کولو سره، د هغه عملکرد اوچت کړئ. که په رښتیا غواړئ چي له ټولنیزو ویبسایټونو لیدنه وکړئ، د ځان له پاره یو ټاکلی وخت مقرر کړئ او تر مشخص وخت اضافي وخت مه تېروئ.

۸.د فلم او سریال کتو پر ځای، لوبه وکړئ.
د تلوېزیون کتل منفعل فعالیت دئ. ستاسي مغز مالومات ترلاسه کوي خو هغوی نه پروسس کوي. دا کار په ګېم یا بازي کولو سره کولای سئ. په یوه څېړنه کښي چي په کال ۲۰۱۴ کښي سوې وه، دا په ډاګه سوه چي یوه ساده لوبه لکه سوپرماریو هم د مغز پر انعطاف منلو باندي د پام وړ اثر لري. یوې بلي څېړني هم یادي موندني تائید کړي دي.

۹.د تلوېزیون کتو پر ځای، کتاب ولولئ.
د بازي کولو په شان، بهتره ده چي د تلوېزیون کتلو پر ځای کتاب ولولئ ولي چي ستاسي د دماغ له پاره بهترین فعالیت دئ. کتاب ویل سبب کېږي چي دماغ مو له هغه څه څخه چي تاسې وایاست؛ ذهني تصویرونه جوړ کړي.

۱۰.یوڅه کمپیوټري کودینګ وکړئ.
کمپیوتري کودینګ د منطقي تفکر له پاره غوره او پر ځای اسلوب دئ. د کوډ لینکني زده کول له شک پرته چي سخت دي خو سته داسي ویبسایټونه چي دا کار په وړیا ډول تاسي ته در زده کوي. کولای سي چي ستاسي له پاره د معما حلولو ته ورته وي.

۱۱: د پخلي پر مهال خبرونه او عملي پروګرامونه ووینئ
د ماشامنۍ چمتو کولو مهال، ښه وخت دئ چي د ټکنالوژۍ له پرمختګونو، زدکړو او ډیزاینونو او همدارنګه له ورځنیو پېښو خبر سئ او خپل عمومي مالومات مو زیات کړئ.

۱۲: د ورځي په اوږدو کي څو آسانه ورزشي حرکتونه وکړئ
جسم او ذهن یو له بله خورا قوي اړیکه لري. جسمي تناسب د دماغ د ښه کار سره مرسته کوي. البته لازمه نه ده چي روزانه دي ورزشي لوبغالي (کلب) ته ولاړ سئ څو د هغه له ګټو بهره من سئ ( خو که ولاړ سئ بهتره ده). په کور کښي څو ساده ورزشي حرکتونه، یا پلی تګ هم پر تاسو باندي خورا ښه اغېز لرلی سي. تلاش وکړئ چي په ساعت کښي یو وار یو فزیکي حرکت حتا له خپل ځایه ولاړېدل او د بدن او اعضاوو غځول ترسره کړئ.

۱۳: له هغوی سره چي تر تاسو باهوښ تره دي وخت تېر کړئ.
عادتونه لېږدېدونکي دي. دا یو علمي واقعیت دئ چي مثلاً چاغ والی د اجتماعي اړیکو له لاري خپرېږي. د هغو کسانو فکري او ذهني عادتونه چي له هغو سره وخت تېروئ تاسي ته انتقالېږي. وخت مو له هغو کسانو سره تېر کړئ چي تر تاسو باهوښ تره دي څو وکولی سئ له هغو ګټه واخلئ.

۱۴: له هغوی سره خبري وکړئ چي ستاسي مخالف دي.
له هغو کسانو سره چي ستاسي مخالف دي، دوستانه بحث وکړئ. دا کار ستاسي سره مرسته کوي چي:
– خپل نظر ثبوت کړئ
– قانع سئ چي تېروتنه کوئ
په دواړو حالتو کښي تاسي ګټونکي یاست. په لومړي یوه کښي، تاسي مقابل شخص په منطقي بحث سره قانع کوئ او په دوهم یوه کښي مو چي ناسم منطق درلود؛ اصلاح کېږي.

۱۵: د پلي تګ له پاره آزادي هوا (طبیعت) ته ووځئ.
په طبیعت کښي قدم وهل بېلابېلي ګټي لري:
– د ګڼو او ډېر شمېر ونو د شتون په سبب، په دې ساحو کښي زیات اکسېجن سته.
– په طبیعت کښي د انسان ذهن زیات سکون لري
– قدم وهل مو د ویني له دوران سره مرسته کوي
سهار وختي په پارک کښي قدم وهل کولای سي چي تاسي پاته ورځ په پوره هوښ او ځیرکتیا سره تېره کړئ.

۱۶: همېشه د ځان سره یوه یاداښت کتابچه ولرئ
د لئوناردو داوینچی په شان باهوښه کسان همېشه د ځانو سره د یاداښت یوه کتابچه ګرځوي. هغوی له دې کتابچې څخه د نظریاتو، طرحو، او پوښتنو چي د دوئ په دماغ کښي خلق کېږي؛ استفاده کوي. تاسي هم له ځانو سره یوه یاداښت کتابچه وګرځوئ څو هرڅه جالب چي مو ذهن ته درځي؛ یاداښت ئې کړئ. دا کار ستاسي سره مرسته کوي چي په وجود کښي مو منطقي تفکر وروزئ.

۱۷: د ورځي په پای کښي مو ۱۰ دقیقې د راتلونکي ورځي د پلان دپاره ځانګړي کړئ.
یوه ورخ دمخه د راتلونکي ورځي له پاره په پلان نیولو سره، به راتلونکې ورځ د یوه پلان سره سمه راپیل کړئ. دا کار ستاسي سره مرسته کوي چي ډېر اغېزناک عمل وکړئ. ډېری کار کوي، خو په خپل کار کښي ډېر ګټور او موثر نه وي. د باهوښ اوسېدو یوه برخه دا ده چي پوه سئ باهوښمندانه کار له زیات کاره مهم تر او موثر تر دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي