بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

ژوند ته بدلون ورکول؛ ۴ کارونه وکړئ

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

د هر انسان ژوند څلور مهم اصله لري، چې د هغه په رعایت کولو سره کولای شي یو کامیابه شخص اوسي، هغه دا دي:

۱- عبرت واخلي
په هغه څه چې نه پوهیږي او په ژوند کې یې یو ځل ازمایلي وي، له منفي او مثبت اړخ نه یې عبرت واخلي. همدا رنګه د هغو کسانو له تجربو کار واخلي چې په ژوند کې یا کامیابه یا هم ناکامه دي.

۲- هڅه وکړئ
نشي کولای چې ټول عمر یواځې هر څه یاد کړئ، بلکې هڅه وکړئ چې هغه عملي هم کړئ. کوښښ وکړئ، چې په ژوند کې بېلابېل کارونه وکړئ.

که ډیر نه وي نوی سپورت یاد کړئ، متفاوت یا بیلا بیل کارونه وکړئ، هدف دا دی چې تاسو لاس په کار شئ، نه نورو ته منتظر.

۳- تسلیم نشئ
ژوند به هلته درته خوندور شي چې د هر کار له پیل نه تر ختمه پورې صبر وکړئ او زړه ورته تنګ نه کړئ. هر کار چې شروع کوئ تر پایه یې ورسوئ، په نیم کې مه پریږئ. ممکن په یو کار کې تاسو زړه تنګه شئ، خو په یاد ولرئ، که هر څومر سخت هم وو، تر پایه یې ورسوئ، خامخا ګټه لري او په هر څه پوهیدای شئ او دا د خوښۍ احساس دربخښي او په راتلونکي کې نور کارونه مو په کامیابۍ ترسره کیږي.

۴- دقت وکړئ
شاید تر اوسه مو دې خبرې ته فکر نه وي کړی، خو هغه خلک په ژوند کې کامیابه دي کوم چې په پوره پام سره هر کار ترسره کوي.

که چيرې هر کار په دقت یا پام سره تر سره کړئ، له هیڅ ډول ستونزې سره به مخ نشئ.

په هر کار کې پام کول د دې لامل کیږي، هغه څه چې تاسو یې په اړه فکر کوئ، له هغه هم مثبته پیله به ولري.

په دندو کې خپلو کارونو ته پام کول ستاسو د پرمختک او باور لوړوالي سبب کيږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي