رسنۍ سیاست سیاسي شننې

بدبين تحليل، خوشبين ځواب

نجيب ننګيال

په ويسا ورځپاڼه کې مې د ښاغلي عبدالکريم خرم مقاله «روزهای دشواری در پيش است» ولوسته. مقاله بې له دې چې خلک د افغانستان د راتلونکي په اړه بدبينه او نهيلي کړي بل هيڅ ښه پيغام نه لري. که د خرم صاحب له خبرو او د تېرو دوو کالو له تحليلي طرز سره سړی اشنا نه وي، واقعا وارخطا کېږي. د ارادې او کار قوه يې فلجېږي او د يو ملت په حيث په ځان باور بايلي.

زه شخصا که څه هم د حکومت يو منقد يم او په خورا جرات او صراحت مې د حکومت ډېری کړنې نقد کړې هم دي، خو د دغومره وارخطايي او بدبيني پلوی هم نه يم. ښه ده چې دا ليکنه د «اکثريت» په ژبه نه وه ليکل شوې، که نه له «اکثريت» ولسه به يې لاره ورکه کړې وه او له هېواده به يې تېښتې ته مجبوره کړي وو. د «اکثريت» خبره مې ځکه وکړه چې خرم صاحب ډېر کله ځان د «اکثريت» محسن بولي او په همدغه شعار يې سياست کړی او امتياز يې اخيستی.

راځو د خرم صاحب د خېټې له درده راوتليو خبرو ته، د خېټې له درده مې موخه د خرم صاحب هغه عجيب و غريب تحليل ته اشاره وه چې له خېټې پرته بل هيڅ ځای پنا نه‌شي اخيستلای.

خرم صاحب د خپلې ليکنې په سر کې وايي چې د غني حکومت بنسټ په غيرقانوني ډول کېښودل شوی او مشروعيت يې تر سوال لاندې دی. د ده په خبره چې د تېرو ۱۵ کالو تر ټولو ستره لاس‌ته‌راوړنه زموږ اساسي قانون دی چې د غني حکومت په خورا بې‌رحمي نقض کړ. زه يې شخصاً له دې خبرې سره موافق يم، خو خبره دا ده چې دغې سترې بې‌قانوني او د همدغې سترې لاس‌ته‌راوړنې نقض ته چا لاره جوړه کړه؟ ولې خرم صاحب په دې خبره نه کوي چې د خرم او کرزي صاحب په حکومت کې دولتي بنسټونه دومره کاواکه او بې‌واکه وو چې حتا د ټاکنو د ګټونکي نوم يې نه‌شو اعلانولای او د وضعيت د مهارولو توان يې نه درلود. که غني په تقلب ولسمشر شوی وي، بيا هم ګوته پخواني حکومت ته نيول کېږي چې د رڼو ټاکنو له‌پاره يې کار نه و کړی. د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر دومره بې‌کفايته و چې د ټاکنو نتايج يې اعلان نه کړای شوای او په لوی لاس يې د نوي حکومت مشروعيت له سوال سره مخ کړ.

د قانون ماتېدنې فرصت نوي حکومت ته پخواني حکومت ورکړ او شايد د همدې له‌پاره يې دا لوبه کړې وي چې په راتلونکي کې سياست پرې وکړي، حکومت په بې‌قانوني او نامشرعيت تورن کړي. په داسې يوه وخت کې چې حکومت تر نيمايي ډېر وخت تېر کړی وي، د قانونيت او مشروعيت خبرې يې مطرح کول له ځان مسخره کولو پرته نور هيڅ نه‌شي کېدای. د يوه هوښيار سياستوال خبره بايد په داسې يوه وضعيت کې د تېرو ټاکنو په شفافيت نه، بلکې د راتلونکو پر شفافيت را وڅرخي. له ورخه تېرې اوبه نه را ګرځي.

خرم صاحب له بدترين امنيتي وضعيت څخه سر ټکوي او د دې وېره احساسوي چې ممکن هېواد ملوک الطوايفي ته ولاړ شي. تر ټولو ډېره خندوونکې يې دا چې له ښاغلي حکمتيار سره د حکومت د سولې تړون په اړه هم بدبينه دی او د حکمتيار راتګ د ناقانوني او وضعيت د خرابېدو زېری بولي. مالومېږي له هغه ادرسه چې خرم صاحب امتياز اخيست شايد نور تر سوال لاندې راشي او په مشري يې د مشر سيوری وغوړېږي. دا اندېښنه چې طالبانو پرمختګ کړی او داعش حضور پيدا کړی کومه نوې خبره نه ده، بلکې هماغه څه دي چې جناب کرزي صاحب يې پېش‌ګويي کړې وه، خو د مخنيوي له‌پاره يې هيڅ تدبير نه درلود، بلکې برعکس کرزي صاحب د خرم صاحب په مرسته او خاصه علاقه خپل درې زره وروڼه «طالبان» له زندانونو ايله کړل.

دا هماغه وروڼه!؟ «طالبان» دي چې اوس يې جګړې ته شدت ورکړ.

بله خبره چې جناب خرم په شد و مد خلک پرې وېروي، هغه دا ده چې کابل همدا اوس په قومي زونونو تقسيم شوی او په هر يوه کونج يې يو ګوند يا قوم حاکم دی. پوښتنه دا ده چې کابل ښار د يوې نظامي قرارګاه شکل د چا په وخت کې غوره کړ چې له هرې خوا او په هره ساحه کې يې د جنګسالارانو له وسله‌والو ډک موټر ځغلي او په هره کوڅه کې يې يو انسان‌خوړونکی جنايتکار حاکم دی.

د ولس ژوند يې دوزخ کړی او عملاً يې هر وخت قانون ننګولی. ايا همدا جنګسالاران او قومي ټيکه داران د جناب خرم او کرزي صاحب په حکومت کې پنډ نه‌شول؟ دا څومره ستره بې‌انصافي ده چې د خودکرده ګناه سزا دې بل ته ورکړل شي.

په وروسته کې خرم صاحب د نجات نسخه عنعنوي لويه جرګه بولي، هماغه زړې ببولالې چې د نوي حکومت له پيله يې د حراست او ثبات شورا غږوي. خبره دا ده چې ايا وضعيت رښتيا هم دومره خراب دی چې عنعنوي لويه جرګه دې را وبلل شي؟ وضعيت واقعاً د حکومت له ولکې وتلی؟ او که نه حکومت ايله پرې ولکې موندلو ته سم شوی؟ بيا که احياناً عنعنوي لويه جرګه جوړه هم شي، څه تضمين شته چې د پرېکړو پر وړاندې به يې د خرم صاحب په څېر خلک و نه درېږي، ځکه دغه شی موږ د ۲۰۰۳ د نومبر په مشورتي لويه جرګه کې تجربه کړ. زه چې د هماغې لويې جرګې غړی وم، د هر څه عيني شاهد يم.

د لویې جرګې قاطع پرېکړه وه چې کرزی صاحب دې امنيتي تړون لاسليک کړي، خو لومړی سړی خپله کرزی صاحب او د هغه خرم ډولي مشاوران وو چې د لويې جرګې د پرېکړو پر وړاندې ودرېدل. درېغه چې دلته ولس د حقيقي پرېکړې صلاحيت درلودای، که نه بيا به چا د لويې جرګې د پرېکړو د مسخره کېدو جرات نه‌شوای کولای. د لويې جرګې حيثيت او پرېکړو ته تر ټولو ډېره صدمه همدا د خرم صاحب دوی حکومت واړوله. هيڅ تضمين نه‌شته چې د بلې عنعنوي لويې جرګې پرېکړې «که د خرم صاحب د ډلې» ګټې پکې خوندي نه وي، ومني.

که اعتراض د امريکا په مداخله وي؛ نو د دې بيا څوک ضمانت کوي چې همدا حکومت او يا امريکا به د لويې جرګې په پرېکړو کې مداخلت و نه کړي او خپل زېر اثر خلک به پکې نه ننباسي.

جناب خرم صاحب! راځئ واقعيت‌بينانه فکر وکړو. حکومت له لسګونو ستونزو سره سره د دې وړتيا لري چې افغانستان له بحرانه وباسي. د حکومتونو تغييرولو تجربه موږ څو څو وارې کړې او د هيچا په ګټه نه ده تمامه شوې. خلک تر دې کچې وېرول او د راتلونکي په اړه دومره هراس ګډول د افغانستان او افغان انسان په ګټه نه دي. په فساد کې له دويمې درجې هېواده تر اتمې لوړېدل کوچنۍ خبره نه ده. د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار سره سوله چې ټول عمر يې له جګړې پرته بل هيڅ کار نه وي کړی، وړه لاس‌ته‌راوړنه نه ده. د پاکستان پر وړاندې واضح دريځ او د پاکستان په اړه د امريکايي چارواکيو ذهنيت ته تغيير ورکول اسانه کار نه و. د اوبو او بندونو له‌پاره مشخصه پاليسي او د انرژي توليد د حکومت په لومړيتوبونو کې راوستل نهايت مهم کار و. د هېواد په ټپه ولاړه اقتصادي وده چې د نړيوال بانک د راپور پر اساس په ۲۰۱۶ کې۱.۲ و، په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کې به د اقتصاد ودې کچه ۱.۸ او په ۲۰۱۹ کې تر ۳.۶ ته ورسېږي، د افغانستان د راتلونکي لپاره بد زېري نه دي.

ملي هوايي ځواک پرمختګ کړی او د سرتېريو په معاش کې زياتوالی راغلی. ټرانسپورټي سکټور ته خاص توجه شوې او د نويو سرکونو په رغاونه کار روان دی. زه د حکومت پلوی نه يم او په ډېرو مواردو کې يې نقدوم، خو هيڅکله به د حکومت د بديل خبره و نه کړم. دا د افغانستان په تاوان دی او د حکومتونو تغيير ته زړه ښه کول يوازې هغوی کولای شي چې پر ملت يې زړه نه خوږېږي.

موږ د افغانستان د راتلونکي په اړه خوشبيني ته ډېر څه لرو. په سياست کې د ثبات له‌پاره مهم شی، د ځواک انډول دی. د ځواک انډول به د حکمتيار صاحب په راتګ په نسبي ډول تامين شي، هغه څه چې د داخلي سياست بڼې ته تغيير ورکولای شي او د خرم صاحب په خبره د «فرا قانوني» د زياتوالي نه، بلکې د کموالي باعث يې کېږي. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور لېسټه د حکمتيار د نوم ايستل او د روسيې له خوا د احتمالي ويټو ځواک کارولو مخه نيول خورا لويه خبره ده چې سترګې نه‌شي پرې پټېدای. که سياست رښتيا د شطرنج لوبه وي، ښه لوبغاړی يې له هر فرصته ګټه اخيستلای شي.

د طالبانو سره د روسيې له نزديکته حکومت مثبته ګټه اخيستلای شي او د سولې مېز ته په کښېنولو کې مرسته کولای شي. دوی کولای شي چې د طالبانو او حکومت په يو ځای کېدو د داعش په خلاف قوي محاذ پرانیزي.

د طالبانو او حکومت تر منځ سوله د روسيې او ايران له‌پاره په دې ګټوره ثابتېږي چې د حکومت ځواک را ټولېږي او د داعش مهارول ورته اسانېږي. دا فرصت دی او له دې فرصته موږ يوازې هغه وخت ګټه اخيستلای شو چې په داخل کې زموږ د مطرح سياستوالو او حکومت تر منځ اجماع موجوده وي.

تر دې چې په حکومت د شخصي امتيازاتو له‌پاره فشار وارد شي او د ولس هيله‌مندي وتروړل شي، تر دې په کراتو ښه ده چې په ملي اجماع کار وشي او د دې ملت د يووالي له‌پاره کار وشي. تر دې چې خلک په دې ووېرول شي چې روسيې د طالبانو ملاتړ ته رادانګلي، په کراتو ښه ده چې د خرم او کرزي صاحبانو له هغو ښو علايقو چې له روسيې سره يې لري، ګټه پورته شي او دې ته يې قانع کړي چې د يو قانوني نظام پر وړاندې ناقانونه وسله‌والې ډلې حمايه نه کړي.

افغانستان زموږ هغه کښتۍ ده چې که پوزيشن ډوبېږي، اپوزيشن په هيڅ ډول ځان نه‌شي ژغورلای. راځئ د يوه داسې مسالمت‌امېزه سياست کلتور دود کړو چې په نهايت کې يې ګټه افغانستان ته ورسېږي او افغان انسان د ښې ورځې څښتن شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */