د افغانستان پوهنتونونه زده کړې

د بدخشان پوهنتون

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.

د بدخشان پوهنتون د بنسټ ډبره په ۱۳۷۷ لمریز کال کې د وخت د ولسمشر پروفیسور برهان الدین رباني د فر مان پر اساس کېښودل شوه. په پیل کې یې یوازې د طب پوهنځی درلود. تر ۱۳۸۲ لمریز کال پورې د دغه پوهنتون په چوکاټ کې د ښوونې او روزنې پوهنځی هم ور زیات شو. د بدخشان پوهنتون د طب پوهنځی په ۱۳۸۲ لمریز کال کې د ولسمشر حامد کرزي په امر لغوه او محصلین یې د بلخ او کابل پوهنتون ته ولېږدول شول. د طب پوهنځي په لغوه کېدو سره په همدې کال کې د بدخشان پوهنتون رسماً د موسسې په نوم له لوړو زده کړو وزارت سره ثبت او راجسټر شو. د بدخشان پوهنتون اوسنی رییس پوهنمل دوکتور خسرو نظري وایي، تر ۱۳۹۱ لمریز کال پورې د دغه پوهنتون په چوکاټ کې دریو نورو پوهنځيو(ادبیاتو، اقتصاد او کرنې) هم پر فعالیت پیل وکړ. هغه وخت د لوړو زده کړو یادې موسسې ۳۴ کادري غړي او لږ تر لږه ۲ زره محصلین درلودل. د پوهنتون رییس وایي، د ۱۳۹۲ لمریز کال په وروستیو کې د اداري پلاوي له هڅو وروسته او د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ، د بدخشان د لوړو زده کړو موسسې رسماً د بدخشان پوهنتون ته ارتقا وکړه.

د بدخشان پوهنتون اوسمهال اته پوهنځي (ښوونه او روزنه، کرنه، اقتصاد، ادبیات، ټولنیز علوم، حقوق، شرعیات او کمپیوټر ساینس) لري چې لږ تر لږه ۵ زره ښځینه او نارینه محصلین د دغو پوهنځیو په بېلا بېلو دیپارټمنټونو کې پر لوړو زده کړو بوخت دي. د پوهنتون رییس پوهنمل خسرو نظري وایي، په بدخشان پوهنتون کې له ۱۳۰ زیات استادان د تدریس چارې مخ ته وړي چې له دې ډلې ۱۱ تنه یې ښځینه استادانې دي.

که څه هم چې بدخشان پوهنتون د هېواد له مرکز څخه ۵۵۰ کیلو متر لرې دی، خو بیا یې هم د محصلینو ۳۰ سلنه برخه ښځینه دي. نظري وایي، په ۱۳۹۱ لمریز کال کې، کله چې دغه پوهنتون ته د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو په زیاته کچه ښځینه محصلینې جذب شوې، نو د لږ تر لږه ۸۰ تنو ښځینه محصلینو لپاره یې یوه ودانۍ کرایه کړه او د لیلیې امکانات یې ورته برابر کړل. نوموړی وایي، دوی اوسمهال د پوهنتون په چوکاټ کې د لیلیې دوه بلاکونه لري. دا چې دغه پوهنتون د هېواد له ګوټ ګوټ څخه محصلین لري، نو اوس یې په شرایطو برابرو لږ تر لږه ۸۰۰ ښځينه او ۳۲۰ نارینه محصلینو ته د لیلیې امکانات برابر کړي دي.

د بدخشان پوهنتون اداره په کور د ننه او بیرون له ګڼو پوهنتونونو سره علمي اړیکې لري چې له بهرنیو پوهنتونونو سره یې ښه بېلګه د مرکزي اسیا پوهنتون دی. د بدخشان پوهنتون رییس وایي، دوی د مرکزي اسیا له پوهنتون سره د علمي اړیکو یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې دغه پوهنتون اوسمهال په بدخشان پوهنتون کې یو علمي مرکز پرانیستی دی. دی وایي، په دغه مرکز کې نه یوازې د بدخشان پوهنتون محصلین او استادان کمپیوټر او انګلیسي ژبه او نور مهارتونه زده کوي، بلکې له پوهنتون بهر هم هغه کسان چې په دې برخه کې لېوالتیا لري، کولی شي د دغه مرکز په پروګرامونو کې برخه واخلي.

دوکتور خسرو نظري وایي، د افغانستان په کچه په ښوونځیو او ټولو پوهنتونونو کې د مجهزو کتابتونونو نه شتون یوه جدي ستونزه ده چې بدخشان پوهنتون هم له دې ستونزې سره مخ دی. دی وایي، په ۱۳۹۱ لمریز کال کې یې یوه درسي خونه د کتابتون لپاره ځانګړې کړې ده چې لږ تر لږه ۱۰ زره ټوکه کتابونه پکې موجود دي، خو د ځای د نه شتون او د کتابونو د کموالي له کبله د محصلینو او استادانو ستونزې نه شي حلولی. نظري وایي، تېر کال د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته د یوه مجهز کتابتون لپاره د یوې درې پوړیزې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې راتلونکی کال به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او له هغه وروسته به یې د کتابونو ستونزه هم حل شي.

دا چې د بدخشان پوهنتون نوی تاسیس شوی دی، نو تر اوسه پورې پکې د ماسټرۍ کوم پروګرام نشته. د پوهنتون رییس وایي، هڅه یې دا ده چې لومړی د خپلو استادانو لپاره په کور د ننه او بهر کې د ماسټرۍ اخیستو زمینه برابره کړي. د ښاغلي نظري په خبره د شرایطو له پوره کولو وروسته به یې هڅه دا وي چې خپله د بدخشان پوهنتون په ځینو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرامونه پیل کړي. نظري وایي، له دې وړاندې نوي استادان په کابل پوهنتون کې له ازموینې وروسته دوی ته ور پېژندل کېدل، خو اوس چې بدخشان پوهنتون د بلخ پوهنتون یو فلیال دی، نو د استادانو د مقررۍ چارې یې په بلخ پوهنتون کې تر سره کېږي.

د بدخشان پوهنتون په چوکاټ کې نوي پوهنځي پر یوه وخت نه دي رامنځته شوي او د تاسیس کلونه یې سره توپير لري، نو له همدې امله یې د فارغ شویو محصلینو د دورو شمېر هم توپیر لري. د پوهنتون رییس وایي، د ښوونې او روزنې پوهنځی چې تر ټولو وړاندې د دغه پوهنتون په چوکاټ کې تاسیس شوی دی، تر ټولو ډېر فارغین یې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړې دي. دی وایي، دوی هر کال د ۱۵۰۰ نویو محصلینو د جذب وړتیا لري، خو سږ کال (۱۳۹۷) د لوړو زده کړو وزارت ورته د کانکور د ازموینې له لارې ۱۰۷۰ تنه نوي محصلین ور معرفي کړي چې د دغه پوهنتون په بېلابېلو پوهنځیو کې جذب شوي دي.

بدخشان پوهنتون ته پر ورځې او شپې سربېره په دریو وختونو کې محصلین د زده کړو لپاره ورځي. د پوهنتون رییس وایي، یوه برخه محصلین د سهار له اتو تر غرمې او بله برخه یې بیا د ماسپښن له یوې بجې د مازدیګر تر څلورو بجو پورې د دغه پوهنتون په بېلا بېلو پوهنځیو کې پر زده کړو بوخت وي. د یادونې وړ ده بدخشان پوهنتون د دري ادبیاتو په برخه کې د شپې پوهنځی هم لري. دوکتور نظري وایي، هغه کسان چې د ورځې له خوا په دولتي او یا خصوصي ادارو کې کار کوي او لوړې زده کړې نه لري، د شپې له خوا د دغه پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د دري ادبیاتو په څانګه لوړې زده کړې کوي.

د بدخشان پوهنتون رییس مني چې د هېواد ټول پوهنتونونه له بېلا بېلو ستونزو سره مخ دي. نوموړی وایي، د پوهنتون عمر ته په کتو چې رسمي چارې یې له ۱۳۸۲ لمریز کال را په دې خوا پیل کړې دي، نو ښه پر مخ روان دی. دی وایي، له ساختماني پلوه دوی اوسمهال پر ځان بسیا دي او په ورځني ډول خپل کارونه پکې مخته وړای شي. نظري وایي، تر ټولو جدي ستونزه چې دوی اوسمهال ور سره مخ دي او د حل لپاره یې باید ور سره مرسته وشي، هغه په پوهنتون کې د لابراتوارونو او نورو هغو اړینو توکو او وسایلو نه شتون دی چې محصلین باید د نظري زده کړو تر څنګ عملي کار هم پرې وکړي. دی له لوړو زده کړو وزارت او اړوندو ادارو څخه غواړي چې بدخشان پوهنتون ته په هر اړخیزه توګه پاملرنه وکړي او له پامه یې ونه غورځوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.