بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

دا عادتونه همدا نن پرېږدئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ډېری خلک په خپل ورځني ژوند کې داسې عادتونه لري، چې له ورانونکو اغېزو څخه یې په بشپړه توګه خبر نه دي. له دې عادتونو څخه ځینې یې نه یوازې جسمي روغتیا، بلکې اروایي روغتیا هم ګواښي. که چېرې د یو روغ او سالم ژوند په لټه کې یاست او غواړئ چې د ټولنې له نورو افرادو سره توپیر ولرئ او په چټکه توګه پرمختګ وکړئ، نو اړتیا لرئ، چې دا عادتونه وپېژنئ او له منځه یې یوسئ:

۱ ـــ نه، نه ویل:
په جرآت سره ویلی شو، چې د نه ویلو وړتیا، یو له هغو مهمو مهارتونو څخه دی، چې باید په ژوند کې یې ترلاسه کړئ. که چېرې داسې عادت شوي یاست، چې د نورو د خوشالۍ لپاره، د هغوی کوچنیو او لویو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړئ، نو د ژوند له لوړو څخه ژورو ته یې د راغورځېدو په حال کې یاست. ښایي د ډېری خلکو په ذهن کې د نه ویل په بشپړه توګه یو نا درنښتیز کار وي، خو د دې زده کول، چې په ځواک او سمه توګه نه ووایئ، کولای شي، په ژوند کې مو ستر بدلونونه را منځته کړي.

۲ ـــ پرتله کول:
مهمه نه ده، چې د بریا د زینې په کوم ځای کې ولاړ یاست، د نورو ژوند او مقام ته کتل، یوازې د ستاسو د پرمختګ مخه نیسي. کله چې زده کړئ، چې ستاسو ژوند یوازې تاسو پورې تړاو لري او د نورو ژوند په هغوی پورې، کولای شئ د نورو مقام او څوکۍ ته په نه پاملرنې سره، چې په ژوند کې یې لري، خپلې د پام وړ بریا ته ورسېږئ، په یاد مو وي، چې خپل ځانته لومړیتوب ورکړئ او یوازې په خپل ژوند باندې تمرکز وکړئ.

۳ ـــ غیبت کول:
هوډ نه لرو، چې غیبت تر کومه بریده بد دی ورته اشاره وکړو، خو مسئله داده، چې دا کار به په مستقیمه توګه ستاسو په ژوند باندې اغېزه وکړي. مهمه نه ده، چې له کوم چا څخه څومره خپه او پرې غوسه یاست، هڅه وکړئ، چې ستونزه مو په مناسب وخت کې له هماغه شخص سره حل کړئ. هېڅکله د هغه چا په اړه له نورو سره د زړه خواله مه کوئ، له کوم سره چې ستونزه لرئ. په ځانګړې توګه په کاري چاپېریال کې د دې ټکي مراعاتول، له تاسو نه یو بریالی انسان جوړوي.

۴ ـــ تر خوب مخکې له موبایل او ټبلېټ څخه ګټه اخیستنه:
په احتمالي توګه به مو تر خوب مخکې له موبایل او ټبلېټ د ګټه اخیستنې د ورانونکو اغېزو په اړه اورېدلي وي. د دې وسایلو د صفحې رڼا کولای شي د میلاټونین هورمون ( خوب راوړنکی هورمون) تولید ودروي او په تاسو کې د ویښتابه او هوښیارتیا احساس را منځته کړي. ښایي فکر وکړئ، چې دا کار ستاسو په خوب باندې اغېزه نه کوي، خو دا موضوع کولای شي، ستاسو په خوب باندې ژوره اغېزه وکړي او له ستونزو سره یې مخامخ کړي. له همدې امله، ډېری کسان سره له دې چې په بشپړه توګه ۸ ساعته ویده کېږي، بیا هم د ورځې په اوږدو کې د ستړیا او خوبولي توب احساس کوي.

۵ ـــ تسلیمېدل:
یو له مهمو عادتونو څخه، چې کولای شي د بریالیتوب مخه ونیسي، تسلیمېدل دي. هغه څه چې د دې سبب ګرځي، تاسو یو نا خوښه او ماتې خوړونکی انسان واوسئ، په هغه وخت کې تسلیمېدل دي، چې د بل وخت په پرتله بریا ته نږدې وۍ. ډېری کسان په دې باور دي، د ژوند تر ټولو سختو او ستونزمنو شرایطو سره هغه مهال مخامخ کېږئ، چې د بل هر وخت په پرتله سترو بریاوو ته نږدې یاست، نو هڅه وکړئ چې د خپل ژوند سختې ورځې، له هغو څخه وروسته ښو ورځو باندې په باور سره تېرې کړئ او هېڅکله خپلو موخو او غوښتنو ته د رسېدو په لاره کې له هڅو او کوښښونو څخه لاس مه اخلئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل