ټولنیز ژوند ژوند بڼه

هغه بد عادتونه، چې خوشالۍ ته مو نه پرېږدي

اعلان

ژباړه: عطا محمد میاخېل

په ژوند کې، چې هر تصمیم نیسئ، نو خوښۍ او خوشالۍ ته د رسېدو لپاره دی، رښتیا دا دي، چې د خوښۍ او خوشالۍ درک او پېژندنه سخت او ستونزمن کار دی او په مقابل کې یې د غم او خواشینۍ درک او پېژندنه ساده او آسانه کار دی، په عادي لیدو سره یې پېژنئ او حتا دا تشخیصوئ، چې څنګه ستاسو کنټرول په خپل لاس کې اخلي.

تاسو چې دومره فکر کوئ، د ژوند په وضعیت پورې مو تړاو نه لري، خوشالي داسې یو احساس دی، چې زموږ تر کنټرول لاندې دی، په ژوند کې زموږ د عادتونو او دغه راز ژوند ته زموږ د لید لورو پایله ده. ارواپوهانو موندلې، چې جنیتیک او د ژوند شرایط یوازې پنځوس سلنه کولای شي، زموږ خوشالي تامین کړي، پاتې یې په موږ پورې تړاو لري.

خواشیني په بشپړه توګه، په ناڅاپي ډول موږ په خپل دام کې اچوي او زموږ ډېری خوشالي په عادتونو باندې ټاکل کېږي، هغه عادتونه، چې باید کنټرول یې کړو او ډاډ ترلاسه کړو، چې موږ د غم او خپګان په دام کې نه اچوي.

هغه عادتونه، چې په غمجن اوسېدو کې ډېر زیات اغېز لري وپېژنئ او مهار یې کړئ.

د احساساتو ځپل

په عاطفي هوښیارتیا پورې تړلی یو له بدو تعبیرونو څخه، د احساساتو ضپل او په خپل دنننه کې د هغه ساتل دي. دا سمه ده، هغه کسان، چې د لوړې عاطفي هوښیارتیا لرونکي دي، اجازه نه ورکوي، چې احساسات یې په ناڅاپي توګه را څرګند شي، خو دا د احساساتو د نه څرګندولو په مانا نه دی، عاطفي هوښیارتیا یانې احساساتو ته درنښت وکړو او ځان ته دا اجازه ورکړو، چې د دې احساساتو د منلو په پایله کې خپل روح تش کړو، یوازې په دې صورت کې کولای شئ، هغه په داسې بڼه څرګند کړئ، چې موخو ته د نه رسېدو پرځای مو موخو ته ورسوي.

د یوه څیز د ترلاسه کولو لپاره، له بریده زیاته هڅه

هغه کسان، چې په بېوزلۍ کې شپې او ورځې تېروي، کله چې ښو مالي شرایطو ته لاسرسی پیدا کوي، نو ډېره زیاته خوښي او خوشالي تجربه کوي، خو دا خوښي ډېره ژر له منځه ځي.

څېړنو ښودلې، مادیات نه شي کولای، چې انسانان خوشاله کړي، کله چې د یوه څیز د ترلاسه کولو لپاره ډېره هڅه وکړئ، د دې ډېر احتمال شتون لري، چې غمجن شئ، د هغه څیز له ترلاسه کولو وروسته، په ناهیلۍ سر بېره، په دې باندې پوهېږئ، چې هغه مو د هغو څیزونو د له لاسه ورکولو په بدل کې ترلاسه کړی، کوم چې کولای یې شول، تاسو خوشاله کړي، لکه: دوستان، کورنۍ او بوختیاوې.

راتلونکې ته په تمه اوسېدل

یو له بدو عادتونو څخه، چې په دام کې یې لوېږو دا دی، چې خپل ځانته ووایو: خوشاله به شم کله چې ….. د کار پای ( لکه ترفیع، لوړه ګټه یا واده ).

چندان ارزښت نه لري، ځکه د دې سبب ګرځي، چې په موقعیت باندې ډېر زیات ټینګار وي او غوره موقعیت هېڅکله خوشالي نه رامنځته کوي. هېڅکله خپل وخت هغه څه ته په تمه مه تېروئ، چې ستاسو په روحیه باندې اغېز نه لري، پرځای یې په هره شېبه کې په خوشاله اوسېدو باندې تمرکز وکړئ، ځکه هېڅ تضمین شتون نه لري، چې آیا راتلونکې شتون لري یا نه.

له بدلون سره مبارزه

بدلون د ژوند یوه له نه انکارېدونکې برخې څخه ده، هغه کسان، چې ورسره مبارزه کوي، غواړي، چې په کنټرول کې پاتې شي. د هغوی لید لوری داده، چې له بدلون سره مبارزه، په شرایطو باندې زموږ کنټرول محدودي، ځکه زموږ او د هغو فعالیتونو ترمنځ، چې د شرایطو د ښه کېدو لپاره ورته اړتیا لرو خنډ رامنځته کوي.

باید بدلون ته چمتو والی ولرو، چمتو والی د وړاند وینې او ګمان کولو په مانا نه، بلکې د بدلون د پایلو په اړه فکر کول دي، تر ټولو لومړی کار، چې باید ترسره یې کړو داده، چې باید وې منو، چې د ژوند هېڅ شرایط زموږ په کنټرول کې نه دي. انسانان بدلون کوي، دندې او مسؤولیتونه ښکته او پورته کېږي او هېڅ څیز په اوږد مهال کې ثابت نه پاتې کېږي.

کله چې د بدلونونو په اړه وړاند وینه کوي، نو په رامنځته کېدو یې نا هیلي کېږي. کله چې دا منفي احساسات تجربه کوئ، که ځانته ووایئ، چې بدلون له ژوند څخه نه جلا کېدونکې برخه ده، نو په منطقي توګه کولای شئ، چې فکر وکړئ.

بدبیني

هېڅ څیز د بد بینۍ په کچه په تاسو کې د اندېښنې او خواشینۍ احساس نه چارجوي. کله چې د بدو څیزونو تمه ولرئ، نو هماغه بد څیزونه رامنځته کېږي. بد بینانه افکار هغه مهال پرېښودل کېږي، چې تشخیص یې کړئ، څومره غیر منطقي دي، هڅه وکړئ، چې په رښتیاوو باندې تمرکز وکړئ او دا چې ټاکلې شوې نه ده، چې پېښې په هغه اندازه بدې وي، چې تاسو یې په اړه فکر کوئ.

له نورو سره سیالي کول

حسادت له خوښۍ سره نه شي جوړېدای، له دې امله، که ځان له نورو سره پرتله کوئ، نو له دې کار څخه لاس واخلئ، په یوه څېړنه کې، چې د ډېری خلکو لید لوري تر څېړنې لاندې نیول شوي وو، دا و، هغه مهال له کمې ګټې سره ستونزه نه لري، چې نور هم کمه ګټه ولري، دا لید لوری نه یوازې تاسو نه خوشالوي، بلکې برعکس اغېز لري.

پرمختګ نه کول

غمجن انسانان له دې امله، چې بد بین دي او د خپل ژوند په شرایطو باندې د نه کنټرول احساس لري، شاته کېږي او په تمه پاتې کېږي، چې ژوند لکه څنګه چې ټاکلې شوې ده رامنځته شي. هغوی د موخې د ټاکلو پرځای، له زده کړو او پرمختګ څخه شاته کېږي او تل خواشیني دي، چې هېڅ څه نه رامنځته کېږي.

په کور کې پاتې کېدل

کله چې د خواشینۍ او اندېښنې احساس کوئ، نو له خلکو څخه واټن اخلئ، دا یوه ستره تېروتنه ده، حتا که له دې کار څخه خوند نه اخلئ، په ټولنه کې پاتې کېدل، په روحیه باندې ډېره زیاته اغېزه لري. موږ ټولو دا شېبه تجربه کړې ده، چې ځان په کوټه کې بند کړو او زړه مو نه غواړي، چې له چا سره خبرې وکړو، خو کله چې له دې وضعیت سره لېوالتیا ښکاره کوئ، نو په حقیقت کې خپله روحیه کمزورې کوئ. کله چې دا تشخیصوئ، چې خواشیني اوسېدو د ټولنې په وړاندې درولي یاست، نو خپل ځان اړ کړئ، چې ټولنې ته ننوځئ او توپیر احساس کړئ.

د عادتونو بدلون، تر ټولو غوره کار دی، چې کولای شئ، د خوشاله اوسېدو لپاره مو ترسره کړئ، دا کار نه یوازې ستاسو په ګټه دی، بلکې ستاسو د شاوخوا خلکو په ګټه هم دی، د خوشالۍ په کنټرول سره هم خپله خوشالېږئ او هم مو شاوخوا خلک.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل